تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د انسانانو کړو وړو نړۍ ګرمه کړې ده
د کارپوهانو نړيوالې ډلې خبرداری ورکړی، هغه کچه چې له مخې يې د انسانانو کړه وړه، نړۍ ګرموي، ټولو وختونو کې تر ټولو لوړه ده. شمېرې ښيي د تېرې يوې لسيزې اوږدو کې نړۍ د ۱۹ مې پېړۍ وروستيو پرتله په منځنۍ کچه شاوخوا ۱،۲ سانټي ګرېډه توده وه. که څه هم دا لوړوالی ډېر نه برېښي، خو د سختې ګرمۍ او درنو اورښتونو په ګډون د هوا پرله پسې سختو حالتونو لامل کېږي.
د خلکو پر ژوند هم ژور اغېز کوي، وچکالۍ پېښوي او ډېرو نورو سيمو کې ويجاړوونکي سېلابونه بهوي. رحمان الله له پېښوره خپل راپور کې پاکستان کې د هوا او چاپېريال ککړتيا ته کتنه کړې.