خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني او امریکايي‌ ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه

خیبرپښتونخوا کې د پاکستاني او امریکايي‌ ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه

پاکستاني او امریکايي ځواکونو د خیبر پښتونخوا د نوښار په بپي تحصیل کې دوه اړخیز ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې ای‌ایس‌پي‌ار په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د "اېنسپارېډ ګمبېټ -۲۰۲۶" په نوم دا تمرینونه د ترهګرۍ ضد مبارزې پر برخې متمرکز دي، ۲ اوونۍ دوام کوي او دا چې د دواړو هېوادونو د پوځ مسلکي قطعاتو پکې برخه اخیستې ده.

دا د پاکستان او امریکا ترمنځ دریارلسم دوه اړخیز پوځي تمرینات دي.

ای‌اېس‌پي‌ار ویلي، دغه تمرینات چې پبي کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په مرکز (اېن‌سي‌ټي‌سي) کې کېږي، د ترهګرۍ ضد تجربو د شریکولو له لارې د ګډ پوهاوي او متقابل عمل وړتیا پر لوړولو متمرکز دي.

دا تمرینونه داسې مهال کېږي چې پاکستان د وسله‌والو له ډېرېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.