د پاکستاني او امریکايي ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه
د پاکستاني او امریکايي ځواکونو ګډ پوځي تمرینونه
پاکستاني او امریکايي ځواکونو په بپي کې دوه اړخیز ګډ پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو څانګې ایایسپيار په یوې اعلامیه کې ویلي، چې د "اېنسپارېډ ګمبېټ -۲۰۲۶" په نوم دا تمرینونه د ترهګرۍ ضد مبارزې پر برخې متمرکز دي، ۲ اوونۍ دوام کوي او دا چې د دواړو هېوادونو د پوځ مسلکي قطعاتو پکې برخه اخیستې ده.
دا د پاکستان او امریکا ترمنځ دریارلسم دوه اړخیز پوځي تمرینات دي.
ایاېسپيار ویلي، دغه تمرینات چې پبي کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزې په مرکز (اېنسيټيسي) کې کېږي، د ترهګرۍ ضد تجربو د شریکولو له لارې د ګډ پوهاوي او متقابل عمل وړتیا پر لوړولو متمرکز دي.
دا تمرینونه داسې مهال کېږي چې پاکستان د وسلهوالو له ډېرېدونکو بریدونو سره مخامخ دی.



