مصنوعي ځیرکتیا: "په پټه د ځیرکو عینکو په مټ ثبت شوم، وروسته له انلاین ځورونې سره مخ شوم"
مصنوعي ځیرکتیا: "په پټه د ځیرکو عینکو په مټ ثبت شوم، وروسته له انلاین ځورونې سره مخ شوم"
د هغو ځیرکو عینکو شهرت، چې د په سترګو کولو وړ ټېکنالوژۍ راتلونکی ګڼل کېږي، یو ځل بیا په ځواکمنه توګه راڅرګند شوی دی. خو ښځو ته د زیان رسولو، هغوی د سپکاوي او د هغوی د محرمیت د نقض لپاره له دې محصولاتو د ګټې اخیستو په اړه اندېښنې موجودې دي.
اوناغ وایي یو سړی د ځیرکو عینکې په مرسته، چې په کې کمره جوړه وه، په پټه د هغې وېډیو ثبت کړه، پرته له دې چې هغه خبره شي او یا یې خوښه وي او دغه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوه، چې شاوخوا یو میلیون ځله ولیدل شه او سلګونه تبصرې پرې وشوې، ډېری یې جنسي او سپکاوي لرونکې وې.
هغې زیاته کړه: "زه نه پوهېدم چې له ما سره داسې پېښېږي، ما د دې خپرولو اجازه نه وه ورکړې او نه مې په پټه د ثبتېدو رضایت ورکړی و."
او همدارنګه وایي: "دې واقعا زه ووېرولم او داسې انګېرم چې په عامه ځایونو کې له خلکو سره له مخامخېدا وېرېږم".



