"افغانستان کې د نجونو پر تعلیم محدودیت د ماشومانو د ودونو کچه لوړه کړې"

    • Author, سید ولي ناصر
    • دنده, بي‌بي‌سي

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو د لګېدلي بندیز د زر ورځو پوره کېدو په درشل کې ملګري ملتونه وايي، د نجونو پر تعلیم محدودیتونو په دغه هېواد کې د ماشومانو د ودونو کچه ۲۵ سلنه زیاته کړې ده.

سمیه د کابل د یوې نجلۍ مستعار نوم دی چې پلازمېنې ته د طالبانو ننوتلو پر مهال دوولسم ټولګي کې وه.

خو د طالبانو د حکومت له خوا له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدکړو بندیز له امله واده کولو ته اړه شوه:

"د ښوونځيو له تړل کېدو چې څو میاشتې تېرې شوې، ریباران راغلل. ریباران مې مخکې هم ډېر وو، خو هغه وخت مې پلمه کوله چې درس وایم. طالبانو چې له ښوونځي منع کړم، بیا چې ریباران راغلل، نو کورنۍ مې وویل اوس باید واده وکړې. موږ هیڅ نه شول کولای او غاړې کېښودو ته مجبورې شوو. لومړی زما کوژده وشوه، هغه وخت لا ۱۸ کلنه نه وم او اوس یوه لور لرم."

د ملګرو ملتونو سازمان اړوند د ښځو ملاتړ بنسټ په یوه راپور کې ویلي، د نجونو پر زده کړو د لګول شوي محدودیت له امله په کم عمرۍ کې د ودونو شمېر ۲۵ سلنه ډېر شوی دی.

د ملګرو ملتونو په وینا، دغه محدودیت له وخته مخکې زېږون کچه کې د ۴۵٪ زیاتوالي لامل شوی او ور سره تړلیو اغېزو یې مېرمنو لپاره منفي اقتصادي او ټولنیزې پایلې لرلې دي.

دا نوی راپور له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدکړو د لګول شوي محدودیت د زرو ورځو پوره کېدو په درشل کې خپور شوی دی.

دا د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې د افغانستان د ملي جندر پېژندګلوۍ او د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو لومړنی راپور دی چې وايي، د ښځو پر وړاندې تبعیض به د دوی لپاره اوږدمهالې او نه جبرانېدونکې پایلې ولري.

افغانستان کې د ښځو دندې ۲۵سلنې کمې شوې

لکه د سمیې په څېر، زرګونه نجونې اړې شوې دي له خپلو هیلو لاس په سر او واده ته غاړه کېږدي:

"یوازې زما برخلیک داسې نه دی، زما ټولې ټولګيوالې واده شوې دي. وړې وړې کم عمره نجونې دي. طالبان چې راغلل او ښوونځي وتړل شول، زما شپاړس کلنه خور یې چې په لسم ټولګي کې وه، زما لېوره ته کوژده کړه. هغه هم اوس یو ماشوم لري او ژوند یې چندان ښه پر مخ نه ځي."

د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو ملاتړ بنسټ د راپور له مخې، تېر کال په سلو کې ۲۸ نجونې له قانوني عمر څخه مخکې واده شوي چې له ۹ سلنه ډېرې یې له ۱۵ کلنې کم عمره دي.

د یادولو ده چې په دغه راپور کې د ښځو د ستونزو پر یوې بلې ډاروونکې زاویې هم رڼا اچول شوې ده. راپور وايي، هغه ښځې چې په افغانستان کې له زدکړو او کار څخه راګرځول شوي، روغتیايي ستونزې ورته پیدا شوې دي.

د یاد بنسټ د شمېرو له مخې، د یو اعشاریه یو میلیون نجونو پر منځنیو زدکړو او له ۱۰۰ زرو څخه د ډېرو نجونو پر لوړو زدکړو بندیز د میندوارۍ پر مهال د میندو په مړينه کې له ۵۰ سلنه زیاتوالي سره نېغه اړیکه لري.

په راپورو کې راغلې شمېرې وايي، د ۲۰۲۱ کال له جون څخه د ۲۰۲۲ کال تر وروستیو په افغانستان کې د ښځو دندې ۲۵سلنې کمې شوې دي، په داسې حال کې په دغه موده کې د نرانو لپاره دغه شمېره ۷ سلنه وه.

د ښځو له حقونو څخه د دفاع سازمانونه وايي، د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې له ۷۰ څخه د زیاتو فرمانونو، لارښوونو او اعلامیو او همدارنګه په منظمو اقداماتو سره د ښځو پر زده کړو او کار پراخ محدودیتونه لګولي دي. هغه محدودیتونه چې ښځې یې له ټولنیز صحنې څخه تقریباً ورکې کړي او د نارینه او ښځو د مساوي حقونو په برخه کې تر لاسه شوي پرمختګونه یې له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه

د ملګرو ملتونو د ښځو د ملاتړ ادارې په خپل نوي راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د خرابېدو د مخنیوي لپاره ځینې سپارښتنې هم کړې دي.

یادې ادارې پخپل راپور کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د بې عدالتۍ د پای ته رسولو لپاره د بېړني نړیوال اقدام غوښتنه کړې ده.

دغه بنسټ وړاندیز کړی چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه د جنسیتي برابرۍ او د ښځو د حقونو د ودې لپاره ځانګړې شي او په دغه هېواد کې باید ټول بشري فعالیتونه په ځانګړي ډول د ښځو پر حقونو تمرکز وکړي.

همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتل شوي چې د طالبانو د پروګرامونو، اصولو او ارزښتونو د ناغوښتل شوي ملاتړ یا نورمال کېدو د مخنیوي لپاره اقدامات وکړي.

کله چې طالبان د دوهم ځل لپاره پر افغانستان واکمن شول، نو د قطر د هوکړې مهال ژمنه یې تکرار کړه او ویې ویل، زدکړې د نجونو حق دی، خو ډېر ژر یې دغه ژمنه ماته کړه.

دا د طالبانو حکومت داسې یوه پرېکړه وه چې په اورېدو یې نړۍ ټکان وخوړ او د پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو لامل شوه.

په کور دننه او بهر د نجونو پر زدکړو د لګول شوي محدودیت د لرې کېدو له غوښتنو او ان ځینو طالب چارواکو له پرلپسې غوښتنو سربېره هم په افغانستان کې نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګ څخه منع شوې دي.