د طالبانو لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو منع شوې نجلۍ څنګه تر نړیوالو پوهنتونونو ورسېده؟

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو ډيجيټل

د نجونو پر وړاندې تر شپږم ټولګي پورته ښوونځيو د بندېدو ۱۰۰۰ ورځې په پوره کېدو دي. دلته د داسې یوې افغانې نجلۍ کیسه درته لرو چې د ۱۹۹۰ لسیزې په وروستۍ نیمايي کې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال له زدکړو منع شوې وه. هغې نجلۍ څنګه په یوه پټ ښوونځي کې درسونه وویل او څنګه تر نړیوالو ادارو او پوهنتونونو ورسېده؟ بي‌بي‌سي ته یې کیسه کړې:

یادونه: دا رپوټ لومړی ځل د ۱۴۰۲ د کب پر ۱۷مه خپور شوی و.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

"په ۱۹۹۶ کې چې طالبان راغلل نو زه په ابتداييه ښوونځي کې وم. رسمي مکتبونه یې بند کړل او موږ یې په کور کېنولو. ماشومه وم او عجیبه راته ښکارېده چې داسې یو رژيم راغلی چې نجونې مکتب ته نه پرېږدي"

دا د یوې کاناډا مېشتې افغانې خبرې دي چې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په کابل کې له زدکړو راګرځول شوې وه. د اوسنیو له درسه د منع شویو نجونو غوندې زړه ماتې او ناهیلې وه خو همت او حوصله یې ونه بایلله.

د مکروریانو پټ ښوونځی او دوه خویندې

انیسه (مستعار نوم) دا خپله نېکمرغي ګڼي چې مور او پلار یې پر لوړو زدکړو سمبال وو او نه یې غوښتل چې اولاد یې بې تعلیمه پاتې شي.

دا وايي، "هغو کلونو کې د دویم مکروریانو په بلاکونو کې یو پټ ښوونځی و، خو ډېر څوک نه وو پرې خبر، ځکه چې هغوی ځانونه پټ ساتل. مور به مې هره ورځ په بلاکونو کې ګرځېده، هره دروازه به یې ټکوله او پوښتنه به یې کوله چې دلته کوم کورس یا مکتب شته او که نه؟"

انیسه وايي، مور یې ځورېده او اوږده موده یې د پټو ښوونځيو لټون وکړ. ستونزه دا وه چې خلک وېرېدل چې که طالبان پرې خبر شي نو ښايي هغه "بلېدونکې سپرغۍ" هم خاموشه کړي.

مور یې بلاخره هغه پټ ښوونځی پيدا کړ چې انیسه وايي، دوو خویندو جوړ کړی و، "هغو خویندو ته همېشه دعا کوم، خدایه پاکه! هر ځای چې وي، خوشاله دې وي. دوی په خپل کور کې پټ ټولګي جوړ کړي وو. يو ناڅيزه فیس مو ورکاوه او درس مو پکې وایه"

د خلکو د پام اړولو "چلونه"

انیسې ته یې مور ښوونځی وموند. که څه هم له کوره یې ډېر لرې نه و خو دې وېرې به مزل ورته اوږداوه او سختاوه چې څوک پرې خبر نه شي چې ښوونځي ته ځي.

د مکروریانو د پټ ښوونځي سمبالوونکو د خلکو او د طالبانو د پام اړولو لپاره ځینې چلونه ورښودلي وو.

دا یې ځینې یادوي او وايي، "موږ به د بکس پر ځای په خلته کې کتابونه وړل چې څوک راباندې شک نه شي چې مکتبۍ دي. خلتې به مو داسې وې چې خلکو به ګمان کاوه چې بازار نه مو سودا اخیستې ده. لارې مو بدلولې، کله پر یوه او کله پر بله لار تلو چې څوک مو تعقیب نه کړي او یا طالبان راباندې شکمن نه شي چې مکتب مو پیدا کړي."

انیسه وايي چې هر وخت یې هم دغو "چلونو" ګټه نه کوله، کله خو په پټه ښوونځي ته تلونکې دغه نجونې د "ګېرېدو" له خطر سره هم مخ کېدلې.

دا زیاتوي چې د کتابونو تر څنګ به یوه سېپاره هم ورسره وه، "یوه ورځ مو د ښوونځي ور وټکېد، معلمه مو په وارخطایۍ راغله چې طالبان راغلي دي او وايي چې دلته د نجونو مکتب دی باید دننه درشو. استادې وویل چې کتابونه، کتابچې، قلمونه او خلتې هر څه تر کړکۍ لاندې وغورځوئ او سېپارې درسره ونیسئ. موږ همداسې وکړل او ټېکري مو پر سرونو سم کړل. اوس چې تا ته هغه کیسه کوم هم وېښتان مې پر وجود ودرېدل، ډېره ډارېدلې وم، تر اوسه مې هم هغه ډار له یاده نه دی وتلی. دوی راغلل، پوښتنې یې رانه پیل کړې، ما نه یې چې پوښتنه وکړه نو خولې نه مې خبرې نه وتلې.‌ وهم ووهلم. بیا لاړل"

د حامد کرزي حکومت او د لوړو زدکړو ارمان ته رسېدل

انیسې په همدې ډار او بیم په هماغه پټ ښوونځي کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ تر پرځېدو پورې نارسمي زدکړې وکړې.

وايي، اوړی ژمی یې درسونه ویل او هر کال یې دوه ټولګي‌ لوستل.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د حکومت له رامنځ‌ته کېدو وروسته چې ښځينه‌و ته بیا د زدکړو حق ورکړل شو نو انیسې ځان په درسونو کې دومره رسولی و چې د یوولسم ټولګي د سویې له ازموینې هم بریالۍ ووتله.

دا د پټ ښوونځي سمبالوونکو دوو خویندو نه وروسته د خپلې مور هڅې د خپل بریالیتوب لامل ګڼي او زیاتوي، "ما نه یې د مور په ټينګار د پوهنې وزارت د یوولسم ټولګي د سویې ازموینه واخیستله چې له نېکه مرغه زه بریالۍ شوم او دوولسم ټولګي کې کېناستلم"

انیسه وايي چې په دې موده کې یې پلار وفات شوی و او دا مجبوره وه چې له خپلې مور سره د کور مالي بوج ته هم اوږه ورکړي.

دا په بخت بیداره وه چې انګریزي ژبه یې ښه زده کړې وه او هغه مهال داسې کسانو ته کارونه ډېر وو.

انیسې په یوه بریتانوۍ موسسه کې کار پیدا کړ او تر څنګ یې د لندن په یوه پوهنتون کې د ژورنالېزم په برخه کې انلاین زدکړې هم پیل کړې. اوس یې نو هم کور کاوه، هم صحرا او هم زدکړې.

څه موده وروسته د "لنډن سکول آف جرنلېزم" نه فارغه شوه، خپل کارځی یې پرېښود او په لا لویو ادارو کې د کار په لټه شوه.

د مکروریانو له پټ ښوونځي تر ملګرو ملتونو

د مکروریانو په یوه پټ ښوونځي کې د نامعلوم راتلونکي په هیله درس ویونکې دې نجلۍ ملګرو ملتونو ته لار وکړه او له دغه نړیوال بنسټ سره یې د عامه اړیکو په برخه کې کار پیل کړ.

انیسې څو کلونه له ملګرو ملتونو سره کار وکړ. خو د ناامنۍ پېښو ډار او د لا لوړو زدکړو ترسرولو ارمان هغه اړ کړه چې له افغانستانه ووځي او کاناډا ته لاړه شي.

انیسه اوس په کاناډا کې د کډوالو چارو یوې ادارې سره د تازه ورتلونکو مهاجرو، په ځانګړي ډول د ځوانو کډوالو د ادغام او سمبالښت برخې سلاکاره ده.

له دوی سره مرسته کوي چې د کډوالۍ په ژوند کې څنګه زدکړې وکړي، په ټولنه کې ځانونه ورګډ کړي، یو ښه مسلک زده کړي او پر ځان بسیا شي.

"له ښوونځيو منع شوې نجونې خپل ماشومتوب رایادوي"

انیسه وايي، له ښوونځيو په اوسنیو منع شویو نجونو کې خپل ماشومتوب ورته ښکاري او تر بل چا یې ځکه ښې درک کولای شي چې پر دې هم ورته حالت تېر شوی.

انیسه دغو نجونو ته هیله مندي ورکوي او ورته وايي، "زموږ په وخت کې افغانستان کې انټرنټ نه و، خواله رسنۍ نه وې، نه مو غږ اوچتولی شو او نه مو څوک له خپل حالته خبرولی شول. خو تاسې دا هر څه لرئ او ډېر څه کولای شئ. انګریزي ژبه زده کړئ، انټرنټ کې، یوټيوب کې زرګونه ویډيوګانې شته چې انګریزي ژبه او نور مهارتونه درزده کوي، هغه هم وړیا. زده یې کړئ"

انیسه له ښوونځيو منع شویو نجونو ته ځينې سپارښتنې لري چې یو لړ داسې کارونه شته چې که دوی یې زده کړي نو له خپل کوره کار او زدکړې دواړه کولای شي.

دا زیاتوي، "دوی دې کوډېنګ زده کړي، نن سبا ښه کاري فرصتونه پکې شته او په خپل کور کې یې په انلاین بڼه زده کولای شي او کار هم له کوره پرلیکه بڼه کولای شي. ځینې داسې ښوونځي او کالجونه شته چې په کمو پیسو انلاین درس پکې ویلی او د فراغت سند ترلاسه کولای شي. بس خپل وخت دې نه ضایع کوي. یوه ورځ به دوی هم وځلېږي او خپلو ارمانونو ته به ورسېږي"