تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښوونځیو د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې؛ "یو بل تعلیمي کال به هم له نهیلۍ سره پیلېږي"
- Author, تورپېکۍ غرنۍ
- دنده, بي بي سي
د نجونو زدکوونکو پر مخ د ښوونځيو د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې پوره شوې. په دې اړه د ځانګړو رپوټونو په لړ کې د ښوونځي له زدکړو محرومو ځینو نجونو یادښتونه له تاسې سره شریکوو، چې بي بي سي پښتو پاڼې ته یې را استولي دي.
دلته یې د خودیتوب لپاره نومونه اړول شوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
"حوت ښوونځي ته زما د چمتووالي نیولو میاشت وه"
هریر- د یوولسم ټولګي زدکوونکې
"د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت میاشتې وروستۍ اونۍ دي. دا ورځې ښايي د تېرو کلونو په توپیر زما په ګډون د ټولو هغو نجونو لپاره ترخې شپې ورځې وي، چې ښوونځی ته د تلو اجازه نه لري.
ما د خپل ښوونځي د دورې په یوولسو کالو کې په دغه میاشت د نوي تعلیمي کال د پیل لپاره چمتووالی نیوه، دا میاشت زما لپاره د ژمي تر ټولو ښکلې میاشت وه. د ژمي په رخصتیو کې به مې ځان سره د ښوونځي درسونه لوستل، کتابونه به مې پوښ کړل، نوي کالي او بکسه به مې تیاره په المارۍ کې اېښي وو او یوازې د ښوونځي د پیلېدو لپاره به مې شېبې شمېرلې.
زړه کې به مې د خپلو ټولګیوالو د بیا لیدو تلوسه له یوې ورځې بلې ته لاپسې زیاتېده او د خپلو ښوونکو په مهربانۍ او غوسه پسې به له زړه خپه وم، چې بیا به یې کله وینم. خو دا درېیم ژمی دی چې حوت/کب لکه د پخوا په څېر زما د خوښې میاشت نه ده. زه اوس په دې میاشت د خپل ښوونځي د پیلولو لپاره شېبې نه شمارم.
د خپلو ټولګیوالو لیدو ته مې تلوسه نه وي، لکه زړه مې چې یو لوی کوهي ته لوېدلی وي او د بېرته راجګولو وس یې نه لرم، هو زه اوس لکه وزرماتې مرغۍ الوت نه شم کولی، خو په دې باوري یم چې زه به راپورته کېږم او له پخوا به لا پیاوړې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره هڅه کوم. ښايي سږ حوت بیا هم له نهیلیو ډک وي، خو کال ته ښايي د حوت میاشت د یوه ښه سباوون زېری راته راوړي."
"۹۰۰ ورځې لکه ۹۰۰ پېړۍ وې"
سپوږمۍ - د نهم ټولګي زدکوونکې
"۹۰۰ ورځې وشوې چې خپل ښوونځی مې نه دی لیدلی. په خپله څوکۍ پسې خپه یم. په هغو ورځو پسې خپه یم، چې د ټولګي پر تخته به مې د خپلو درسونو توري لیکل. په هغو ورځو پسې خپه یم چې کله به راکره مېلمه راغی نو له ما به یې لومړۍ پوښتنه دا وه، چې څووم ټولګي کې یې او غواړې راتلونکې کې څه جوړه شې؟ ما به هم په ډېرې خوشالۍ او غرور ځواب ورکاوه چې غواړم انجینري ولولم او په راتلونکې کې تکړه انجینره شم.
دا مسلک مې ځکه خوښ و چې خدای بښلی پلار مې انجینر و، پنځه کاله یې د مړینې ووتل او ما غوښتل د پلار په څېر شم. د خپل پلار په شان زړوره او هېواد ته ژمنه و اوسم او کوم ارمانونه یې چې نیمګړي پاتې شول هغه به زه پوره کوم.
خو اوس رانه هېڅوک زما د لوی ارمان د پوره کېدو پوښتنه نه کوي، څوک نه راته وايي چې غواړې راتلونکې کې څه جوړه شې. اوس رانه هر څوک یوازې دا پوښتنه کوي
چې ښوونځی به دې پیل شي که نه؟ داسې ورځ به راشي چې ته به بیا ښوونځي ته ځې؟ زه یې په ځواب کې غلې شم.
که درې کاله زه په کور نه وای کېنول شوې او ښوونځی یې نه وای راتړلی، زه به اوس له دوولسم فارغه وم. ما به کانکور ازموینې ته چمتووالی نیوو او د خپل خوب او د پلار د ارمانونو د پوره کولو لپاره به مې کوښښونه کول.
زما د ښوونځي د تړل کېدو ۹۰۰ ورځې نه دي پوره دا ۹۰۰ ورځې په حقیقت کې ۹۰۰ پېړۍ دي، چې پر ما تېرې شوي. کاش څوک مو غږ واوري، کاش څوک مو په درد وپوهېږي،کاش زموږ د محکومیت دا ورځې پای ته ورسېږي او موږ ته زمونږ ټول انساني حقونه بېرته راکړل شي."
"که هر څه و، خو د ښځو تعلیم ګنا نه وه، ښوونځي ته تلل جرم نه و"
سحر – د لسم ټولګي زدکوونکې
"د ښوونځي نوم چې څوک راته واخلي له سترګو مې بې اختیاره اوښکې روانېږي. ځان نه شم کنټرولولی. مور مې راته کیسه کوي، چې ډېره کوچنۍ وم، لا ښوونځي ته د تګ نه وم خو ما به مې د عمه لویه بکسه په شا پسې راکاږله او مور ته به مې لاس ښوراو چې زه 'متب' (مکتب) ته ځم.
یعنې د چا چې د ماشومتوب ساګانو سره د ښوونځی کلمه تړلی وي نو هغه به یې څنګه هېر شي؟
څنګه به دا ورته د منلو وي چې نور دې ښوونځي ته د تلو اجازه و نه لري؟
ډېره راته سخته ده، درې کاله زه ژوندۍ یم خو ژوند مې نه دی کړی. درې کاله کېږي چې ټول کور راسره ناروغ دی. وروڼه، مور، پلار، خویندې ټول مې تیاره راتلونکي ته هک حیران دي. ټول د هغو کسانو منطق ته حیران دي، چې د ښځې په نوم یې په سلګونه زره نجونې له تعلیم راګرځولې دي.
زه ځان ته په ډاډ ورکولو ستړې شوې یم، زه په لسم ټولګي کې یم خو په دریو کالو کې مې ځان سره په کور کې د یوولسم او دوولسم ټولګیو کتابونه هم ختم کړي دي. کاش څوک راته ووايي چې دا انتظار نور څومره اوږدېږي. وخت راته وټاکي، ورځ راته وټاکي زه به یې رارسېدو ته ټول عمر انتظار وکړم، خو نا مالومې نېټې ته تمه کول او د انتظار شپې ورځې تېرول ډېره سخته ده. پخوا که ژوند هر څنګه و خو د ښځو تعلیم ګنا نه وه، ښوونځی ته تلل جرم نه و او هر چا زدکړو او تعلیم ته د لاسرسي حق درلود، خو اوس څلورو دېوالونو کې بندیوانې یو."
"کور کې چې راته وايي د اووم ټولګي فارغې، زړه مې ماتوي"
رڼا – د اووم ټولګي زدکوونکې
"زه د خپل کور تر ټولو کشره یم، له ما مې یوه خور مشره او یوه عمه مې په کور ده. عمه مې له شرعیاتو فارغه ده او د لیسانس زدکړې یې بشپړې کړي دي، خو خور مې هم د کابل پوهنتون د معالجوي طب په دریم ټولګي کې وه چې پوهنتونونه یې پرې وتړل او زما په څېر له زدکړو محرومه شوه.
زما ارمان و چې د عمه ګانو په شان مې زه هم کابل پوهنتون کې زدکړې وکړم، خو له بده مرغه چې طالبان راغلل او ښوونځي یې وتړل.
زه تازه اووم ټولګي ته بریالۍ شوې وم او شپږم مې خلاص کړی و. له ښوونځي پرته دا ورځې راباندې په ډېرې سختۍ تېرېږي، کله چې کور کې راته په ټوکو وايي: "د اووم ټولګي فارغې" زړه مې ماتوي. خپه کېږم چې که زه له ښوونځي نه وای منع شوې ماته به دا خبرې ولې کېدلې.
ابل کال چې طالبانو اعلان وکړ چې ښوونځي پیلېږي زه په ډېرې خوشالۍ ښوونځي ته روانه شوم، خو له دروازې یې راستنه کړم او په ژړا بېرته کور ته راغلم. زما به هېڅکله هغه شېبه هېره نه شي.
له دې زړه ماتېدو سربېره هم د داسې ورځ په هیله یم، چې افغانستان کې هره نجلۍ تعلیم او درس ته د لاسرسي حق ولري."