تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځې؛ د طالبانو حکومت یې پرانستلو لپاره لا هم تګلاره نه لري
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا له اوم تر دوولسم ټولګي ښوونځي له زدکړو د نجونو د محرومولو ۶۰۰ ورځې پوره کېږي.
که څه هم له نړیوالو له فشارونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو ویلي، پر "یوې طرحې کار روان دی" او وايي "د دغو نجونو پر مخ به ښوونځي پرانیستل شي" خو لا تر اوس یې خپله دا خبر نه ده عملي کړې.
د نجونو ښوونځیو د طالب چارواکو دغه دریځ ګڼ شمېر افغان نجونې یې ناهیلې کړي او ځینې خو اړ شوي چې د زدکړو لپاره له کورنیو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.
زرلښته د کندهار ښار اوسېدونکې ده، چې مخکې یې په لسم ټولګي کې زدکړې کولې، هغې بي بي سي پښتو ویپاڼې ته وویل غواړي د نورو اسلامي هېوادونو نجونو په شان دوی هم له خپل انساني او اسلامي حقونو برخمنې شي:
"زه له اسلامي امارته غواړم زموږ ښوونځي بېرته راپرانیزي، ځکه زموږ هېواد ډېر کار ته اړتیا لري. موږ غواړو چې ډاکټرانې او استاذانې شو، لکه د نورو اسلامي هېوادونو چې ښځو ته یې د کار او نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړې، موږ هم غواړو تعلیم وکړو، کار وکړو، تر څو خپل هېواد اباد ووینو، داسې یو هېواد ووینو چې له نړۍ سره سیال وي. نو هیله مو دا ده چې زموږ ښوونځي ژر تر ژره راخلاص کړي".
په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنېدو څه باندې شل میاشتې واوښتې. دوی په دې موده کې تر بل هر څه ډېر فرمانونه او سپارښتنې، پر ښځو د بندیزونو په تړاو وو.
"د زدکړو بشپړول مې ستر ارمان دی"
له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه یې لومړی ګام د "پوهنې وزارت" عملي کړ. طالب چارواکو هغه مهال نارینه زدکوونکو ته ښوونځي ته د تګ اعلامیه خپره کړه، خو د نجونو ښوونځیو هېڅ یادونه ونه شوه، چې بیا له هماغې ورځې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
د سپوږمۍ په نوم هلمند ولایت یوې زدکوونکې بي بي سي ته وویل مخکې یې په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، خو نژدې دوه کاله وشول چې له زده کړو بې برخې ده. سپوږمۍ وايي د زدکړو بشپړول یې ستر ارمان دی.
"متأسفانه اسلامي امارت زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې کړې. زما له اسلامي امارته دا غوښتنه ده چې زموږ پر مخ دې د ښوونځیو بندې دروازې خلاصې کړي، ځکه زه غواړم په خپل هېواد کې زدکړې وکړم او د خپل هېواد په پرمختګ کې ونډه ولرم. زموږ هېواد زموږ کار او زموږ تعلیم ته اړتیا لري. نو زما دا هیله ده چې دوی د ښوونځیو دروازې زموږ پر مخ خلاصې کړي."
په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې د افغان حکومت تر څنګ ګڼو بهرنیو خیریه ټولنو هم د نور چارو تر څنګ د پوهنې په برخه کې کار کړی دی.
پټ ښوونځي
سویډن کمېټه یو له هغو څخه ده. دغې کمېټې د روان کال مارچ په ۲۶ نېټه د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل غیرعادلانه او د نجونو او ښځو پر بنسټیزو حقونو برید بللی دی او پر واکمنو چارواکو یې غږ کړی چې سمدلاسه په ټولو درجو کې د نجونو او هلکانو، ښځو او نارینه وو لپاره د زدکړو مرکزونه بېرته پرانیزي او د افغانستان د پرمختګ د یوې اړینې برخې په توګه د پوهنې په برخه کې پانګونې ته لومړیتوب ورکړي.
دغې کمېټې ویلي "له زدکړو څخه د نجونو منع کول د مذهب یا دود په ګډون په هېڅ دلیل توجیه نلري."
د نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو له امله یو شمېر نجونو دیني مدرسو او شخصي کورسونو ته هم مخه کړې او یو شمېر نورې بیا پټو ښوونځیو ته ځي.
په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې د زده کړو په برخه کې پرمختګونه له مهمو لاس ته راوړنو بلل کېږي، چې ډېرو په باور اوس د له منځه تلو له خطر سه مخ دي.
پر دې ټولو تا ویلو او ما ویلو باندې دا دی ۶۰۰ ورځې اوړي خو "ځای هغه سوځي چې اور پرې بلېږي"، د دغو پرېکړو اصلي قربانیانې هغه نجونې دي چې دا ۶۰۰ ورځې پرې ښايي لکه د ۶۰۰ کلونو په سختۍ تېرې شوې او لا هم مالومه نه ده چې د افغان نجونو او ښځو د محرومولو په اړه د طالبانو واکمن حکومت څه نوې پرېکړې کوي.