پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بېرته تړل کېدو توند غبرګونونه راپارولي

د طالبانو حکومت لخوا پکتیا کې تر شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځیو بېرته تړلو په کور دننه او بهر غبرګونونه پارولي.

په دې لړ کې د بشري حقونو د څار بنست پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې د نجونو د زدکړو ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته او طالبانو اړ کړي چې دې برخه کې مسؤلانه چلن وکړي.

د ښځو حقونو په چاره کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې هېدر بار ویلي طالبان داسې مهال پکتیا کې د نجونو ښوونځي چې د خلکو په غوښتنه پرانستل شوي وو، بېرته تړي چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه جوړیږي.

دې د ټویټر یوه بیان کې له دې شورا غوښتي چې د نجونو د زدکړې برخه کې جدي ګامونه واخلي او طالبان مسؤلانه چلن ته اړ کړي.

د افغانستان په ګرمو سیمو کې تازه نوی تعلیمي کال پيل شو، ځینو تمه کوله چې ښايي د طالبانو حکومت اجازه ورکړي چې په دې سیمو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د ښوونځیو دروازې پرانستل شي، خو داسې ونه شول او یوازې پکتیا کې د څو ښوونځیو دروازې د نجونو پرمخ پرانستل شوې.

خو یوازې د څو ورځو په تېرېدو طالبانو دغه ښوونځي بېرته وتړل.

د بشري حقونو د څار بنسټ د دې چارواکې له دې غوښتنې یوه ورځ وړاندې د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه لیک کې د نجونو د ښوونځیو تړل کېدو ته په اشارې ویلي وو، افغانستان کې بشري حقونو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی.

دغه بنسټ د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا ته په یوه لیک ویلي افغانستان کې له بشري حقونو لویې سرغړونې کیږي، او له همدې امله یې د شورا له دایمي غړو غوښتي چې افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه جدي پریکړه لیک صادر کړي.

دغه راز ټينګار شوی چې ژر تر ژره دې افغانستان کې د بشري حقونو ضد کړنو د څار لپاره یو بې پرې نړیوال میکانیزم رامنځته کړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي طالبانو د ښځو حقونه په سیسماتیک ډول تر پښو لاندې کړي، له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له ښوونځي منع کړي، او د بشري حقونو کمیسیون او د ښځو چارو وزارت په ګډون یې هغه ټول بنسټونه له منځه وړي چې د بشر او ښځو حقونو ته یې کار کاوه.

خو طالبان وايي د نجونو د تعلیم حق ته ژمن دي او مناسبو شرایطو کې به له شپږم ټولګې پورته نجونې هم ښوونځیو ته ولاړې شي.

پکتیا کې د طالبانو له خوا د نجونو ښوونځیو بیا تړل کېدو پر خواله رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي.

د افغانستان اولمپیک ملي کمېټې لپاره د طالبانو حکومت لخوا ټاکل شوي سرپرست مشر نظر محمد مطمین پکتیا کې د نجونو ښوونځيو د بېرته تړل کېدو په اړه پر خپل ټویټر لیکلي‌: "...د نجونو ژړا، د کورنيو او بهرنيو رسنيو د سر ټکي، له هېواده د خلکو وتل، د ښوونځيو د نجونو لاريون او هوايې ډزې. دا مسئله اساسي او سم حل غواړي."

د خواله رسنیو یو شمېر کارنو (له پکتیا ملاتړ کوو) په نوم کمپاین هم پیل کړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم پکتیا کې د نجونو لاریون ستایلی.

ښاغلي پښتین ویلي یوویشتمه پېړۍ کې افغان نجونو ته د زدکړې حق نه ورکول کیږي.

هغه پر نړیوال غږ کړی چې "د افغانانو د حقونو لپاره د افغانانو غږ غبرګ کړي."

د نجونو د حقونو د فعالې ملالۍ یوسفزۍ پلار ضیاء الدین یوسف پر ټویټر یوه بیان کې ویلي د پکتیا د نجونو تر څنګ ولاړ دی. هغه په نړیوالو او په تېره پر ښځو او نجونو غږ کړ چې د پکتیا د نجونو ملاتړ ته راوړاندې شي.

هغه په یوه بېل ټویټ کې ټينګار کړی چې د نجونو زدکړه د افغانستان د کلتور یوه برخه ده او له زدکړو د نجونو بې برخې کول د کلتور ضد ګام دی.

آمنه وردګ لیکلي له علم او پوهې سره دښمني له خدای سره دښمني ده.

لیکوالې او شاعرې شفیقې خپلواک لیکلي دا څه ډول انصاف دی.