طالبانو د نجونو پر مخ ځينو سیمو کې روزنیز کورسونه هم تړلي

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

تر شپږم پورته د نجونو ښوونځیو تر تړلو وروسته اوس د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو ولایتونو کې د انګلیسي ژبې او نورو بېلا بېلو علومو ښوونیز مرکزونه یا کورسونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.

د دغو شخصي کورسونو څښتنان وايي، طالب واکمنو ورته ویلي چې یا دې د نجونو او هلکانو ټولګي سره بېل کړي او یا دې نجونو لپاره بېلې ښځينه ښوونکې وګماري.

که څه هم په ځينو سیمو کې بیا د طالبانو د غوښتنو تر منلو وروسته دغه ښوونیز مرکزونه بېرته پرانیستل شوي خو یو شمېر یې لا هم تړلي پاتې دي. طالبانو په دې اړه د خبرو لپاره زموږ غوښتنو ته ځواب رانه کړ.

په رپوټ کې هغه کسان په مستعارو نومونو یاد شوي چې له بي بي سي سره په دې اړه غږېدلي دي

"د لیسې په وروستي کال یې ښوونځی او اوس یې کورس راوتاړه"

د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ښوونځيو پر تړل کېدو شاوخوا کال اوړي او که ښوونځي یې خلاص وای نو اوس به یې څلورنیمه ازموینو پایلې په لاسونو کې وای او ځینو به د پوهنتون په تمه کانکور ته چمتوالی نیوه.

د دغو ټولګیو ځينو زدکوونکو نجونو په دې وروستیو کې هغو کورسونو ته ډېره مخه کړې وه چې انګلیسي ژبه، کمپيوټر، ریاضیات او ساینسي علوم ورښيي. دوی هڅه کوله چې له دې سره د وخت د ضایع کېدو مخه ونیسي.

کرشمه هم د همداسې نجونو له ډلې ده او د کابل د سید نورمحمد شاه مېنې د یوې لیسې د دوولسم ټولګي زدکوونکې ده.

هغه وايي، که څه هم د لیسې په وروستي کال له زدکړو راګرځول کېدو زړه‌ماتې کړې ده او په وروستیو کې یې فکر په یوه کورس کې پر انګلیسي ژبې ورټول کړی و خو اوس یې هغه ارمان هم نیمه خوا پاتې کېږي.

کرشمه زیاتوي، "موږ خوشاله وو چې ښوونځي مو که بند دي نو کورس خو شته دی، هلته به یو څه زده کړو. خو هغه بله ورځ چې کورس ته لاړو نو دروازه یې تړلې وه. استاد راته وویل چې اوس کورونو ته لاړې شئ، بیا حال درکوو."

تر دې مخکې پر خواله رسنیو ځینې داسې ویډيوګانې لاس په لاس شوې چې طالبان د کابل په خیرخانه مېنه کې د یوه شخصي ښوونیز مرکز ور مهرلاک کوي.

تر هغه وروسته له ځینو نورو سیمو هم ورته خبرونه خپاره شول.

په کابل کې د انګلیسي ژبې د یوه کورس زدکوونکي عرفان د هغې ورځې کیسه راته وکړه چې طالبانو یې د کورس دروازه وتړله.

دی وايي، " زموږ کورس هله وتړل شو چې د اسلامي‌ امارت راغلو چاروکو ولیدل چې زموږ د نجونو او هلکانو صنفونه سره یو ځای دي او ښځينه استادانې نه شته. بیا موږ ته وویل شول چې تر بلې اطلاعیې پورې باید صبر وکړو. نو ځکه اوس هم هلکان او هم نجونې په کورسونو کې له زدکړو بې برخې دي."

"راته ویل یې چې د نجونو یې له انګلیسي ژبې سره څه؟"

د یادولو ده چې په وروستیو کلونو کې د افغانستان په بېلا بېلو سیمو، په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې د انګلیسي ژبې او د نورو علومو شخصي کورسونو ډېر زده کوونکي ورمات کړي دي. زرګونه زدکوونکي د ښوونځيو درسونو تر څنګ پکې د کانکور ازموینې د چمتوالي او د بهرنیو بورسونو تر لاسه کولو لپاره د بېلا بېلو ژبو زدکړې هم کوي.

د یوه شخصي ښوونیز مرکز څښتن دلاور وايي،‌ د طالبانو حکومت د کورسونو د بیا پرانیستې لپاره ځینې شرطونه ورته ایښي دی.

دی زیاتوي، "د حکومت د پرېکړې پر بنسټ دوی د نجونو لپاره د ښځينه ښوونکو غوښتونکي دي. ځکه یې نن زموږ سیمه کې اکثره کورسونه وتړل. هغوی ته یې هم ویلي چې باید نجونو او هلکانو ته جلا ټولګي جوړ کړي او ښځينه ښوونکې وګماري. موږ هېڅه نه شو کولای، دا د دولت پرېکړه ده او له زدکوونکو مو وغوښتل، تر هغه دې کورس ته نه راځي چې غم یې خوړل کېږي."

یوازې کابل نه، د پکتیا ګردېز په ګډون په ځینو نورو ولایتونو کې هم کیسه په یو څه توپیر ورته ښکاري.

له ګردېز نه یوې بلې زدکوونکې چې د نرګس په نوم یادوو راته وویل چې دوی ته خو ان ویل شوي چې د نجونو یې له انګیسي ژبې سره څه؟

نرګس وايي، "زموږ کورس خو یې ډېر وخته تړلی دی. راته ویل یې چې هېڅ اړتیا نه شته چې نجونې انګلیسي ووايي. اوس مو په کور کې ټولګی راته جوړ کړی دی او استاد مو درس راکوي.

خو ځينې کورسونه بېرته څنګه پرانیستل شوي؟

بي بي سي هڅه وکړه چې د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت د دې پرېکړې په اړه وپوښتي. د دغه وزارت ځینو مسولانو سره موضوع شریکه شوه خو هغوی په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

که څه هم په تېر کې یې ټينګار سره ویلي چې نجونو ته د زدکړو حق ورکوي او هڅه کوي د دوی پر مخ د منځنيو او ثانوي زدکړو ښوونځي هم پرانیزي. خو د شاوخوا یوه کال له تېرېدو سره یې لا هم پر خپلې دې ژمنې عمل نه دی کړی.

په همدې حال کې بیا د دا ډول ځینو کورسونو څښتنان او زدکوونکي وايي چې ادارو یې د طالبانو حکومت یادې سپارښتنې منلې دي او اوس یې کورسونه بېرته فعال دي.

د پلازمېنې کابل له سیدنورمحمد شاه مېنې یوې زدکوونکې وږمې راته وویل چې که څه هم د دوی کورس هم په همدې بنسټ د لنډ مهال لپاره تړل شوی و خو وروسته یې د کورس ادارې د نجونو او هلکانو ټولګي سره بېل او یا یې تر منځ پردې وځړولې او اوس بېرته د نور کله په څېر په کورس کې انګلیسي ژبه زده کوي.

له هغه راهیسې چې طالبان واکمن شوي د نارینه او ښځينه و پر جلا زدکړې یې ټينګار کړی دی. په پوهنتونونو کې یې د نجونو او هلکانو یا ټولګي سره بیل کړي، یا یې تر منځ پردې ځړول شوې او یا یې هم د درس وختونه سره جلا شوي دي چې په کورسونو کې یې هم ورته تګلاره یوه تازه بېلګه ده.

خو دا چې د هېواد په ډېرو برخو کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي، چې له لومړ ي سره یوازې د نجونو لپاره و، ولې یې له شاوخوا یوه کال راهیسې تړلي ساتلي دي، د طالبانو حکومت تر اوسه قانع کوونکی ځواب نه ورته لري .