د پښتونخوا بنو کې د ناامنۍ پر ضد لاریون؛ د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون وايي د امنيتي ځواکونو ډزو کې "پنځه تنه وژل شوي"

د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون چې یو خپلواک بنسټ دی ویلي د پښتونخوا په بنو کې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او له شل تنو زيات ټپیان دي.

دې کمیسیون یوه بیان کې پر سوله ییزه لاریون کوونکو بریدونه غندلی او غوښتنه یې کړي چې د دې برید عاملین دې د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د خیبر پښتونخوا په بنو کې ځايي اوسېدونکو د ناامنیو پر ضد لاریون کړی او کاروبارونه یې تړلي دي. د یادونې ده، چې له څه مودې راهیسې د خیبر پښتونخوا په دې ضلع کې د ناامنیو پېښې خورا زیاتې شوې دي.

ځینو سیمه ییزو خبریالانو بي بي سي ته ویلي دي، چې د لاریون په ترڅ کې ډزې شوې، چې له کبله یې مرګژوبله هم اوښتې.

دغه ناتائید شوي رپوټونه وايي، ځینو لاریونیانو په بنو سیمو کې د پاکستان پر پوځي مرکز (چاوڼۍ‍) د کاڼو ګوزارونه کړي، چې په ځواب کې پرې پوځيانو ډزې کړې دي.

په سیمه کې د یوه ځايي روغتون ډاکترانو بي بي سي ته تائید کړه، چې دوی ته یو مړی او ۲۳ ټپيان وروړل شوي دي.

بل لور د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین هم په یوه فېسبوک پیغام کې ادعا کړې، چې پاکستاني پوځیانو پر سوله ییزو لاریونیانو مخامخ ډزې کړې او یو شمېر کسان یې ټپيان کړي دي. ښاغلي پښتین له خپلو پلویانو غوښتي چې د بنو له لاریونیانو سره د همغږۍ لپاره راووځي.

په لاریون کې د بنو شاوخوا سیمو ګڼ شمېر اوسېدونکی هم د قافلو په شکل شامل شوي دي.

اریون د بنو ښار له پریټي ګېټ سیمې پیل شوی او ښايي د شاوخوا سیمو لکي مروت، کرک او شمالي وزیرستان ځینې اوسېدونکي هم پکې شامل شي.

خبریال محمد زبیر خان وايي، د دې لاریون لپاره تېره شپه د سیمې له جوماتونو اعلانونه وشول او له خلکو وغوښتل شول، چې له سپینو بیرغونو سره په احتجاج کې شامل شي.

د لاریون مشرانو، چې د جوماتونو ملا امامان، مدني فعالان او ځايي سوداګر په کې شامل دي، ادعا کړې چې حکومت او پاکستاني پوځ په بنو کې پاکستاني طالبانو اجازه ورکړې، چې ۳۷ مرکزونه جوړ کړي او له همدې کبله د سیمې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

تېره ورځ ځايي علماوو، مخورو او ځايي سیاسي مشرانو اعلان وکړ، چې ټول هغه وسله وال کسان چې په بنو او شاوخوا سیمو کې مېشت دې باید له سیمې ووځي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې ځینې کسان له سیمې وتلي هم دي، خو بي بي سي نه ده توانېدلې له خپلواکو سرچینو د دې رپوټونو تائید ترلاسه کړي.

د جمعې پر سهار د بنو بازار ټول مارکیټونه او دکانونه د همدې احتجاج له کبله تړل شوي او پر سړکونو ګاډي نه ښکاري.

د لاریون ډېری ګډونوالو د سولې نښې په توګه سپین کالي اغوستي او سپین بیرغونه له ځان سره لېږدوي. د یادونې ده، چې په بنو کې له څه مودې راهیسې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي او وروستی ځل تېره دوشنبه (جولای ۱۵مه) وسله والو بریدګرو د پاکستاني پوځیانو پر یوه مرکز برید کې اته پوځیان ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د بنو برید د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې کړی او دوی ادعا وکړه، چې دا ډله د افغانستان له خاورې په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د افغانستان سفارت استازی هم احضار کړ او د اعلامیې په ټکیو د افغانستان له مرستیال سفیره یې وغوښتل چې باید د طالبانو حکومت په افغانستان کې د دې ډلې پر ضد فعالیت وکړي.

بل لور په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر پرون پنجشنبه وویل، پاکستاني چارواکو ته یې ویلي چې د پاکستان په نورو برخو کې هم بریدونه کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې بریدګر دې په افغانستان کې اوسېږي.

سفیر سردار احمد شکېب بي بي سي پښتو ته په یوه مرکه کې په دې هکله وویل یو "همکار" یې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته غوښتل شوی و:

"موږ (دوی ته) وویل، چې بریدونه خو د پاکستان په نورو برخو کې هم کېږي، خو مانا یې دا نه ده چې (بریدګر) دې په افغانستان کې اوسېږي، خو په هر صورت د افغانستان موقف دا دی، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د نورو پر ضد داسې اقدام وکړي. که چېرې داسې څوک وموندل شي، چې هغوی د بل چا پر ضد د افغانستان خاوره کاروي، موږ یې په اړه اقدام کوو."

سفیر شکېب وايي، ټي ټي پي وسله والو په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم په پاکستان کې بریدونه کول او په وینا یې ډېری کسان یې په پاکستان کې دي.