د پښتونخوا بنو او ډېره اسماعیل خان کې بریدونه؛ ۱۰ پوځيان او ۸ ملکي وګړي وژل شوي

د خیبرپښتونخوا په بنو او ډېره اسماعيل خان کې د پاکستان پوځ پر یوه مرکز برید او وسله واله نښته کې ۱۰ پوځیان او ۸ عام وګړي وژل شوي دي.

د دغو پېښو په ولسي قربانیانو کې دوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې او دوه ماشومان دي.

د پاکستان پوځ دواړو پېښو کې د دولسو بریدګرو د وژل کېدو هم ویلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو او عامه اړيکو اداره "ای اېس پي ار" یوه بيان کې ويلي، چې د دوشنبې ګهيځ مهال وسله والو د بنو پر پوځي چوڼۍ د موټر بم په وسیله برید وکړ.

د رپوټونو له مخې تر دغه برید وروسته یو شمېر وسله وال دغه مرکز ته ننوتل او څو ساعته یې جګړه او مقاومت وکړ.

د ای اېس پي ار اعلامیه کې راغلي چې په دې پېښه کې ۸ پوځیان او ۱۰ بریدګر وژل شوي دي.

هممهاله بنو کې عامو خلکو د پوځ پر ضد احتجاج کړی او تور لګوي، چې دغلته درې عام وګړي د دوی په ډزو وژل شوي دي.

ډېره اسماعیل خان کې بیا د جولای د ۱۵مې او ۱۶مې ترمنځ په شپه پر یوه روغتون برید شوی دی.

ای اېس پي ار په دې تړاو یوه جلا اعلامیه کې ویلي، چې د ډېره اسماعیل خان د کېړي شموزۍ پر سيمه ييز روغتون يا 'رورل هېلت سنټر' وسله وال بريد کې دوه ښځینه روغتیايي کارکوونکې، دوه ماشومان او يو څوکيدار وژل شوی دی.

بيان زياتوي چې له بريد سره سم امنيتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او دا چې په نښته کې درې وسله وال او دوه سرتيري وژل شوي دي.

خو ځايي خلک وايي له تېرې څه مودې راهیسې د دغه روغتون په يوه برخه کې پوځیان مېشت دي، او داسې بريښي چې د بريدګرو هدف هم دوي وو، خو منځ کې عام وګړي وژل شوي دي.

د يادونې ده چې د ډيره اسماعيل خان په ګډون د پښتونخوا په ځينو سيمو کې پوځیان په روغتونونو، ښوونځيو او کالجونو کې ځای پر ځای شوي او مورچې يې پکې جوړې کړې دي.

له دې کبله وخت ناوخت احتجاجونه هم کيږي.

بنو کې ولسي احتجاج

بنو کې ځايي اوسېدونکو ادعا کوي چې پوځیانو د دوی پر چاوڼۍ له بريد وروسته ډزې کړې او عام خلک یې وژلي دي.

د پاکستان پوځ په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د بنو ولسوالۍ یا ضلعې د پوليسو مشر 'ضياء الدين' هم پېښه کې ولسي مرګژوبله تائيد کړې.

خو ویلي یې دي، دا نشي ویلی چې عام خلک د چا په ډزو وژل شوي دي.

د بنو یو شمېر اوسېدونکو نن (سې شنبه) په دې پېښه کې د ولسي مرګژوبلې له کبله احتجاجي لاریون وکړ.

دوی د امن غوښته کوله او د پوځ خلاف یې شعارونه ورکول.

د بنو قامي جرګې هم د دې پېښې پر ضد د احتجاج په ډول د جمعې پر ورځ د ټول ښار د تړل کېدو او يکشنبه د قامي جرګې د رابللو اعلان کړی دی.

پوځ خپل بيان کې ويلي چې دغه بريد د حافظ ګل بهادر وسله والو کړی.

د جیش الفرسان په نوم دې ویلي، د دوی اته ملګري د پوځ مرکز ته ننوتي وو چې تر ۲۴ ساعتونو جګړې وروسته وژل شوي دي.

دوی ادعا کړې، په دغه برید کې یې د پوځ ٥٤ سرتیري وژلي او تر اتیا نور ټپیان کړي دي.

د دوی په وینا د پوځي مرکز زيات شمېر ودانۍ، وسایل او ډیپوګانې يې هم له منځه وړي.

بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو شمېرو پخلی نه شي کولای.

د پاکستان پوځ تور پورې کوي چې د حافظ ګل بهادر ډله د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف کاروي.

ای اېس پي ار خپل بیان کې ویلي، چې پاکستان وار له مخه په دې تړاو د افغانستان له چارسنبالي حکومت غوښتي، د دغو وسله والو پر ضد عمليات وکړي او خپله خاوره ددوی خلاف کارېدو ته پرې نږدي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان پوځ دغه تازه څرګندونو ته ځواب نه دی ویلي، خو پخوا یې په وار وار دا رد کړې د افغانستان خاوره دې د کوم ګونډي خلاف وکارول شي.

طالبان وايي، د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې دې د امنیت په ټینګښت کې د خپلې ناکامۍ پړه پر دوی نه اچوي.