تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتونخوا بنو کې د پوځ پر مرکز بريد شوی؛ د مرګژوپلې رپوټونه ورکړل شوي
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستاني پوځ پر یوه مرکز (چوڼۍ) دوشنبې سهار وختي برید شوی دی. د بنو ولسوالۍ امنيه قوماندان ضياءالدين وايي، بريدګرو له چاودېدونکو ډک موټر سره د پوځ پر یوه اډ بريد وکړ.
د مرګژوبلې کره شمېر نه دی معلوم خو ويل کېږي لږ تر لږه "دری پوځيان وژل شوي او ۵۳ نور ټپيان دي."
ښاغلي ضياءالدين له بيبيسي سره په خبرو کې وويل، "د چاودنې له کبله په شاوخوا سیمو کې د کورونو او سوداګريزو ودانيو ښيښې ماتې شوې دي."
نوموړی زیاتوي، له چاودنې وروسته د بريدګرو او امنيتي کسانو تر منځ څو ساعته ډزې هم شوې چې په وينا يې اوس ډزې درېدلې دي.
ځايي رسنۍ وايي، څو تنه وسله وال د پوځ مرکز ته ننوتي وو.
د پاکستان دولتي تلويزيون د يوې بيانيې په خپرولو سره دا "ترهګريزه" پېښه بللې او په وينا يې په سيمه کې د پلټنې عمليات پيل شوې دي.
تراوسه د دغه بريد مسووليت کومې ډلې يا کس پر غاړه نه دی اخيستی.
امنيتي کسان وايي، لږ ترلږه شپږ ولسي وګړي ټپيان شوي چې يو په مرمۍ لګېدلی او پاتې نور د ودانيو د ښيښو له کبله ټپيان شوي.
د سيمې يو اوسېدونکی طارق علي شاه وايي، چاودنې ګڼو ځايي سوداګرو ته د پام وړ زيان اړولى دى.
نوموړی وايي، "کله چې موږ د سهار د لمانځه لپاره له خوبه پاڅېدو، د یوې چاودنې غږ مو واورېد، خو نه پوهېدو چې څه پیښ شوي. کله چې ښار ته راغلو، په کنډک کې مو د ډزو غږونه واورېدل. د چاودنو غږونه اورېدل کېدل او لوګي پورته کېدل. سوداګرې ټولنې ته لوی زیان اوښتی دی، ځکه چې ښیښې ماتې شوې او زیان یې اړولی."
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې په سیمه کې د پوځ چورلکې هم ګرځېدلې. د پاکستان پوځ تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستيو کې خيبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په امنيتي پېښو کې زياتوالی راغلی دی چې تر ډېره يې حکومت پړه پر پاکستاني طالبانو او نورو وسله والو ډلو اچوي.