ملګري ملتونه: اوس هم په نړۍ کې دوه اعشاریه شپږ میلیارده وګړي له مخابراتي خدماتو بې برخې دي

مخابرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
    • Author, ابراهیم امیري
    • دنده, بي بي سي

نن د مې میاشتې په ۱۷ نېټه ډیجیټلي نوښت د دومداره پراختیا لپاره تر نارې لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ لمانځل کېږي.

ملګري ملتونه وايي ډیجیټلي نوښتونه کولای شي چې په نړۍ کې د لویو ننګونو په له مینځه وړلو کې مرسته وکړي، لکه د اقلیم بدلون او د لوږې او بې وزلۍ له منځه وړل. د ملګرو ملتونو په وینا د هغو اهدافو لپاره چې دوی د باثباته پراختیا لپاره ټاکلي دي له کار او هڅو سره تر ۷۰ سلنې پورې ډیجیټل ټکنالوژي مرسته کولای شي، ځکه نو اوس تر بل هر وخته ډېره اړینه ده چې د باثباته راتلونکې د غوښتونو د پوره کولو لپاره په ډیجیټلي نړۍ کې د نوښتونو او عملي ګامونو د پورته کولو په اړه فکر وشي.

ملګري ملتونه وايي د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ یو فرصت دی چې دا وسپړل شي چې ډیجټلي نوښتونه څنګه د خلکو په نژدي کولو کې مرسته کولای شي او د ټولو لپاره د دوامدارې هوساینې لاره پرانیزي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې اوس هم په نړۍ کې دوه اعشاریه شپږ ملیارده وګړي له مخابراتي خدماتو بې برخې دي، ډیجیټلي تشې په نړۍ کې د نوښتونو مخه نیسي او ګڼ هېوادونه د تګلارو، پانګونې او ډیجیټلي مهارتونو د نه لرلو له امله نه شي کولای چې په ژر بدلیدونکي ډیجیټلې ډګر کې له نورو سره سیالي وکړي.

ملګرو ملتونو د مخابراتو او معلوماتي ټولنې په نړیواله ورځ چې نن د مې میاشتې په اولسمه لمانځل کېږي ویلي چې دا ورځ نړۍ ته یوه بله یادونه ده چې په ډیجټلي ډګر کې هغه پرمختګ لا نه دی شوی چې ګټه یې د نړۍ ټولو وګړو ته ورسېږي. سږکال د دې ورځې د نمانځنې ناره ډیجیټلي نوښت د دومداره پراختیا لپاره ده.

مخابرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د دې ورځې د نمانځنې موخه دا ده چې د خلکو ترمنځ د انټرنېټ او مخابراتي ټکنالوژۍ په اړه پوهاوی ډېر شي، ځکه چې د ملګرو ملتونو په وینا انټرنېټ او مخابراتي ټکنالوژي کولای شي چې د خلکو ترمنځ د پلُ رول ولوبوي او دغه راز یې ټولنو او اقتصادونو ته ګټه رسېږي.

له ۱۹۶۹ کال نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د مې میاشتې په ۱۷ نېټه یوازې د مخابراتو نړیواله ورځ لمانځل کېده خو په ۲۰۰۵ کال کې د معلوماتي ټولنې په اړه نړیوالې سرمشریزې کې چې د ترکیې په انتالیا ښار کې جوړه شوې وه له ملګرو ملتونو غوښتنه وشوه چې د مې میاشتې ۱۷ د معلوماتې ټولنې د ورځې په توګه ونوموي.

په دې هکله مسوده په ۲۰۰۶ کال کې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې تصویب شوه او له هماغه راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټولنې نړیواله ورځ په یوه ورځ په ګډه لمانځل کېږي.