افغانستان کې د انټرنټ بیې د کمولو ژمنه وشوه

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وايي، د دغه وزارت او د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا د هڅو په پایله کې ځینو مخابراتي شرکتونو ژمنه کړې چې د انټرنیټ بیې کمې کړي.

د افغانستان د مخابراتي چوپړونو د تنظیم ادارې یا اترا مشر عمر منصور انصاري د مخابراتي شرکتو له استازو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:

"شرکتونو سره په دې هم کارکوو چې دا به د چوپړونو پر کیفیت او کمیت دواړو اغېز ولري، اترا او حکومت غواړي د چوپړونو بیې راټیټ او کیفیت یې لوړ شي. له مخابراتو شرکتونو سره بحثونه لا روان دي."

په دغه خبري ناسته کې د یو شمېر مخابراتي شرکتونو استازو له ۳۰ څخه تر ۵۰ سلنو پورې د انټرنیټي بیو د راټیټولو خبر ورکړ.

وروسته له هغه چې افغان حکومت ډېرې دولتي ادارې رخصت کړې او په ځینو ښارونو کې په ګرځېدا محدودیتونه ولګول شول، د ټولنیزو رسنیو کارونکو د انټرنیټ د بیو د کموالي لپاره کمپاین پیل او د ښه کیفیت انټرنیټ غوښتنه یې وکړه.

.

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس په هېواد کې ټول پوهنتونونه، ښوونځي او د روزنې مرکزونه د کورونا وېروس د خپرېدو له امله تړل شوي او د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو خبر ورکړی چې له لېرې واټنه د زدکړو برابرولو هڅې کوي، هغه کار چې انټرنیټ له لارې شونی دی.

د دولتي او نا دولتي ادارو ډېری کارکوونکي هم د قرنطین په موده کې له لرې یعنی له کوره کار کوي.

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي د کرونا وېروس له پراخېدو سره د نړۍ په کچه د ډېر انټرنیټ کارونې له امله ممکن په لنډ وخت کې د انټرنیټ کیفیت ښه نه شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له ۲۲ میلیونه ډېر سیم کارټونه فعالیت کوي او د انټرنیټ کاروونکو شمېر شاوخوا ۱۳ میلویونه ته رسېږي. خو په افغانستان کې د انټرنیټ بیې د سیمې په کچه له ټولو هېوادونو لوړې دي. په روانو ورځو کې چې ډېر دولتي او خصوصي دفترونه د کورونا وېروس د پراخېدو د مخنیوي په موخه تړل شوي او د ادارو ځینې کارکوونکې اړ دي له کورونو کار وکړي، انټرنيټ ته تر بل هر وخت اړتیا ډېره شوې ده.