بريتانيا کې وروستي تاوتریخوالي؛ په زندانونو کې د ځای نشتوالي ستونزه

بريتانيا کې د زندانونو د افسرانو ټولنې ويلي، که چېرې راتلونکې اوونۍ نور بلوګرا په سزام محکوم شي حکومت ښايي د دې ستونزې د مخنيوي لپاره يو اضطراري پلان پلی کړي.

د دې پلان له مخې به تورن کسان تر هغه چې په زندان کې د ګڼې ګوڼې مسئله نه وي حل شوي د پوليسو په توقيف ځایونو کې ساتل کېږي.

د بريتانيا په سوت پورټ سیمه کې د چړې له بريد وروسته چې درې ماشومانې په کې ووژل شوې د بريتانيا په بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالې ډګ ګڼ لاريونونه او مظاهرې وشوې. حکومت د ښکېلو کسانو لپاره چټکه پروسه پيل کړه چې له مخې يې په سلګونو تنه په ټول هېواد کې محکمو ته وړاندې کړل شول.

خو د بريتانيا د زندانونو د افسرانو ټولې مشر مارک فيرهرسټ د يکشنبې په ورځ بي بي سي ته وويل چې دا بهير په زندانونو کې د "ځای کموالي" له کبله له ګواښ سره مخ دی.

بل پلو د عدليې وزارت يوه ویاند بي بي سي ته ويلي چې دوې به "په عادي ډول خپلې پرېکړې" کوي. "موږ تل ډاډه يوو چې په زندانونو کې به کافي ځای موجود وي."

ښاغلي فيرهرسټ خبرداری ورکړ چې "دا کار به پر ټول قضايي سيستم فشار راوړي، ځکه د پوليسو زندانونو به ډک شي او دا په دې معنی ده چې افسران به د ډېرو کسانو د نيولو او زنداني کولو واک ونه لري."

نوموړي وويل، تېره اوونۍ ۳۹۷ تنه زندانونو ته اچول شوي، په وينا يې دا د "بنديانو تر ټولو لويه شمېره ده". په داسې حال کې چې د تېرې جمعې په ورځ په زندانونو کې يوزاې د ۳۴۰ تنو نارينه بنديانو لپاره ځايونه خالي وو.

ده خبرداری ورکړ چې "پر زندانو فشار ډېر دی" او زياته کړې يې ده، چې تورن کسان ښايي سلګونه کيلومتره له خپل کوره لېرې په هغو زندانونو کې چې خالي ځای ولري واچول شي.

د بريتانيا د عدليې وزيرې شبانه محمود اعلان کړی چې ښايي د زندانيانو سزا له ۵۰ سلنې ۴۰ سلنې ته راښکته کړل شي.

په دغه لنډمهاله ګام کې هغه کسان نه دي شامل چې د جنسي جرمونو، ترهګرۍ، کورنۍ ځورونې يا د تاوتريخوالي په ځينو نورو جرمونو محکوم شوي دي.