بريتانيا کې له تاوتريخوالي ډک لاريونونه؛ لسګونه کسان نيول شوي دي

د بریتانیا په سوت پورټ ښار کې د دریو ماشومو نجونو د وژلو پر ضد د دغه هېواد په ګڼو سيمو کې د ښي اړخو ډلو له خوا له تاوتریخوالي ډک لاريونونه او نښتې شوې دي.

په دغه تاوتریخوالو او نښتو کې د لاس لرلو په تور پولیسو تر اوسه د لږ تر لږه ۱۴۷ کسانو نیول تائید کړي دي.

د يادونې وړ ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ (جولای ۲۹) د بريتانيا په سوت پورټ سيمه کې يوه بريدګر په ماشومو نجونو د چاړې بريد وکړ چې په ترڅ کې يې دری ماشومانې ووژل شوې.

د راپورونو له مخې په هل، لېورپول، برېسټل، مانچېسټر، بلک پول او بېلفاسټ کې د لاریونونو پر مهال د بوتلونو ګوزارونه شوي، دوکانونه لوټ شوي او پر پولیسو هم بريدونه شوي دي.

لامل یې په دې تړاو په انلاین بڼه خپرې شوې ناسمې اوازې ښودل شوې دي.

د پوليسو يوه مشر جي هرېنګټن ويلي، هغه کسان چې په ناکراريو کې لاس لري قانوني چلند به ورسره کېږي.

د بريتانيا لومړي وزير کېير سټارمر ويلي چې حکومت به يې د "هغو افراطيانو پر ضد د پوليسو بشپړ ملاتړ وکړي چې د نفرت زړي کري."

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت: جوماتونه به ځانګړي امنيت ته لاسرسی ولري

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت د جوماتونو د امنيت خوندي کولو لپاره ځانګړې طرح وړاندې کړې چې له مخې به يې هغه جوماتونه چې د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ وي د چټک غبرګون له امنيتي کسانو د مرستې غوښتنه وکړی شي.

د بریتانیا حکومت په دغه هېواد کې د جوماتونو د امنیت خوندیتابه لپاره د لسګونو میلیونو ډالرو بودیجې برابرول هم اعلان کړي دي.

د بریتانیا د ولسي جرګې خپلواک غړی اقبال محمد وايي، هغه څه بریتانیا کې روان دي، د میلیونونو وګړو لپاره یې وېروونکي دي. دا ډول تاوتریخوالی، توکمپالنه او کرکه په هېڅ صورت د توجیې وړ نه دي.

د کورنيو چارو وزيرې وويت کوپر ويلي، "د يوه ملت په توګه موږ مجرمانه چلند، افراطيت او توکميز بريدونه چې زموږ د هېواد د هر څه خلاف دي زغملی نشو."

د بريتانيا لومړی وزير: د بيان ازادي او تاوتريخوالی دوه مختلف څيزونه دي

د بريتانيا لومړي وزير سر کېير سټارمر ويلي، چې "هر ډول تاوتريخوالي هېڅ نشي توجيه کېدلی، د بيان ازادي او تاوتريخوالی دوه بېل شيان دي. د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره به هر شونی ګام واخيستل شي."

د نوموړي په وینا، "دا لاريون نه دی، بلکې دا ترتيب شوې تاوتريججنه لنډغري ده چې زموږ په کوڅو کې ځای نه لري. داسې کارونه د توجيې وړ نه دي او د سالم عقل خاوندان يې بايد وغندي. "

لومړي وزير د بريتانيا په کوڅو کې ناکراري د ښي اړخو "لنډغري" ياده کړې چې په وينا يې "مسلمانې ټولنې" په نښه کوي.

"په دې هېواد کې خلک د خونديتوب حق لري. موږ وليدل چې مسلمانې ټولنې په نښه شوې، په جوماتونو بريدونه شوي، نورې اقليتي ټولنې په نښه شوې دي."

د بريتانيا لومړي وزير ويلي، "هغه کسان چې د رنګ، پوستکي يا عقيدې له امله په نښه شوي، زه پوهېږم دا کار څومره کړوونکی دی. زه غواړ ووايم چې دا ډول حرکتونه زموږ د هېواد استازولي نه کوي او موږ به يې ترسره کوونکي عدالت ته راکاږو. "

د بريتانيا په روترهام سیمه کې د شاوخوا ۷۰۰ کسانو يوې ډلې د هاليډې اېن اېکسپرېس په نامه هغه هوټل ته ننوتلي چې پناه غوښتونکي په کې اوسېدل.

په بریتانیا کې د کډوالۍ ضد لاریونونو په یوه تازه پېښه کې لاریونوالو په ټېم‌ورت ښارګوټي پر یوه بل هوټل چې فکر کېږي، پناه غوښتونکي پکې اوسېږي، برید کړی دی.

تر ډېره په لومړيو کې بريتانيا ته نوي راغلي پناه غوښتونکي او کډوال چې افغانان هم په کې وي د دغه هېواد په هوټلونو کې مېشت کېږي.