لندن کې د افغان ښځو او نجونو په ننګه لاریون وشو

لندن کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ننګه لاریون وشو. لاریون والو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو حقونه له پامه ونه غورځوي.

د لاریون یوې ګډونوالې فوزیه کوفي بي بي سي ته وویل، دوی د افغان نجونو او ښځو په ملاتړ خپل غږ پورته کوي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم دې لاریون ته ورغلې وه او له نړیوالو یې وغوښتل چې افغانستان یوازېنی هېواد دی چې نجونې منځنیو ښوونځیو ته له تللو منع شوې دي.

لاریونیانو پای کې یو پرېکړه لیک ولوست او له نړیوالو یې وغوښتل چې افغان نجونې او ښځې هېرې نه کړي.

لاریونیانو د بریتانیا نه د یو نړیوال کنفرانس جوړېدل وغوښتل چې باید د افغان ښځو پر وضعیت خبرې پکې وشي. زموږ همکار فرهاد محمدي دغه لاریون ته ورغلی او دا رپوټ یې پرې چمتو کړی دی.