تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کېیر سټارمر د بریتانیا لومړی وزیر شو؛ سټارمر څوک دی؟
د بریتانیا د کارګر ګوند مشر په پرونۍ (پنج شنبې) ټاکنو کې له کمسارې بریا وروسته د دغه هېواد لومړی وزیر شو.
محافظه کار ګوند چې شاوخوا ۱۴ کاله په واک کې وو، په ټاکنو کې لویه ماته خوړلې او مخکېني لومړي وزیر ریشي سوناک چې نن یې استعفا وکړه، په ټاکنو کې د نه ځلېدو له امله له خپلو ګوندي ملګرو او خلکو بښنه غوښتې.
دا په تېرو ۲۰۰ کلونو کې د محافظه کار ګوند لپاره د ټاکنو تر ټولو بده پایله بلل کېږي.
ښاغلی سوناک نژدې ۲۰ میاشتې په واک کې وو. نوموړي د بریتانیا پاچا درېیم چارلز ته د استعفا له وړاندې کولو مخکې ملت ته لنډه وینا وکړه او نوي لومړي وزیر ته یې مبارکي وویله.
ټاکل شوې، ښاغلی سوناک د خپل ګوند له مشرۍ هم په څو میاشتو کې استعفا وکړي.
کارګر ګوند د حکومت جوړولو لپاره د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۲۶ ته اړتیا درلوده خو دغه ګوند څه باندې ۴۱۰ څوکۍ تر لاسه کړي چې لوی اکثریت بلل کېږي. کارګر د حکومت جوړولو لپاره له ټاکلې اندازې ۱۷۴ ډېرې څوکۍ لري.
خو کارګر کوند سره له دې چې اکثریت رایې ګټلې دي، په ځینو ټاکنیزو حوزو کې د غزې په جګړه کې د دریځ له امله ځینې څوکۍ خپلواکو کاندیدانو ته بایللې دي.
په تېر ځل ټاکنو کې، چې په ۲۰۱۹ کال وشوې، د بوریس جانسن په مشرۍ محافظه کار ګوند ۳۶۵ څوکۍ ګټلې وې او کارګر ګوند کاندیدانو پر ۲۰۳ څوکیو بریا خپله کړې وه.
کېیر سټامر څوک دی؟
ښاغلی سټامر نژدې څلور کاله مخکې د کارګر ګوند مخکېنې مشر جیریمي کوربېن ته ماتې ورکړه او د دې ګوند مشر شو. نوموړي ژمنه کړې وه چې دغه ګوند کې به ژور بدلونونه راولي.
مخکې له دې چې کېیر سټارمر سیاست ته مخه کړي او په ۲۰۱۵ کې د پارلمان غړی شي، د قانوني وکیل په ډول یې دنده لرله او کیڼ اړخي سیاست پلوی بلل کېده. د قانوني وکیل په ډول، هغه په افریقايي او کرابین هېوادونو کې د مرګ سزا د ختمولو لپاره هم کار کړی دی.
نوموړی په ۱۹۶۲ کال کې په انګلنډ کې زېږېدلی دی، دوه خویندې او یو ورور لري.
نوموړي په ۲۰۰۷ کال کې واده کړی او دوه اولادونه لري. زدکړې یې د بریتانیا په لیډز او اکسفورډ پوهنتونو کې د قانون په برخه کې کړې دي.
ښاغلی سټارمر چې کله ۱۶ کلن و، د کارګر ګوند یوه سیمه ییز دفتر سره یې د کیڼ اړخو په یوه مجله کې کار کاوه.