تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ورانکارې ډلې د بریتانیا په تشو مېشت ځایونو او پلورنځیو کې مخدره توکي چمتو کوي
بریتانوي چارواکي وايي جنایت کارو ډلو دې هېواد کې د بنګو کرنې او د چرسو تولید ته مخه کړې ده. د دوی په وینا دا ډلې خالي ودانیو، ځایونو او مغازو کې د بنګو بوټي کري او دا چاره د نشه یي توکو د کاروبار په توګه ترسره کوي.
له دې وړاندې ویل کېدل چې بریتانیا کې د کارېدونکو نشه يي توکو نوي سلنه له افغانستانه راوړل کېدل. اوس چې طالبان ادعا کوي چې د نشه یي توکو کښت او کاروبار یې له منځه وړی جنایت کارو ډلو بریتانیا کې د چرسو تولید ته مخه کړې ده.
د برتانیې د پولیسو په وینا جنایت کارې ډلې د ښارونو په مرکزونو کې له خالي مغازو او شاړو ځایونه د مخدره توکو د کرلو او تولید لپاره کاروي.
تېر کال پولیسو په ویلز او سکاټلنډ کې په لسګونو ودانیو کې عملیات کړي چې پکې د ماشومانو د لوبو یوه مغازه او د بانک یوه پخوانۍ ودانۍ هم شامل دي.
د بریتانیې د پولیسو چارواکو په وینا، په دغه هېواد کې رسټورانټونه، کافې، شپنې کلبونه، د قمار سالونونه او خالي اداري کارځایونه د بنګو د کرلو لپاره کارول کېږي.
د ویلز سویلي نیوپورټ کې د بېلګې په توګه جنایت کارو ډلو د یوې پخوانۍ مغازې په څو پوړونو کې د بنګو شاوخوا درې زره بوټي کرلي وو. د همدې کرل شویو بنګو د ترلاسه شویو چرسو ارزښت په بازار کې څه باندې دوه میلیونه ډالره اټکل شوی دی.
د کرايي کورونو کاروباریانو، بريښنايي کارکوونکو او سوداګرو ته خبرداری ورکړل شوی، چې که له دې ورانکارو ډلو سره مرسته وکړي له قانوني چلند سره به مخامخ شي.
د مخدره توکو په برخه کې د بریتانیا ملي پولیسو د مشرانو شورا مشر ریچارډ لیویس ویلي، په وروستیو کلونو کې په ډېری پلورنځیو کې د کاروبار کمرنګه کېدو سره مجرمو ډلو ته ښه فرصت پیدا شوی چې له دغه ځایونو د بنګو کرلو او چرسو تولید لپاره ګټه پورته کړي.
هغه وايي، د ماښام او شپې لخوا په پلورنځیو کې د مشتریانو نشتوالی لامل کېږي چې جنایت کارې ډلې خپل فعالیتونه پټ کړي.
پولیس وايي، تېر کال د دې ډلو په اړه د نیولو زر حکمونه صادر شوي دي او نږدې زر کسان نیول شوي دي او په دې برخه کې د پولیسو عملیات هم جدي شوي دي.