د کابل او اسلام اباد کړکېچ ته د سوله‌ییز حل هڅې: ترکي پلاوی 'راتلونکې اوونۍ' پاکستان ته ځي

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د ترکیې د حکومت جګپوړی پلاوی به، چې د دغه هېواد او طالبانو حکومت ترمنځ لانجو ته د یوې سوله‌ییزې حل لارې د موندلو هڅو په لړ کې پاکستان ته استول کېږي، راتلونکې اوونۍ اسلام اباد ته ورشي.‌

دوی دا خبر اسلام اباد کې د ترکیې د سفیر ډاکتر عرفان نذیراوغلو په حواله ورکړی دی.‌

دې نیوز ورځپاڼه وايي، نوموړي ورته ویلي چې افغانستان او پاکستان "باید د وروڼو په څېر ژوند وکړي" او دا چې ترکیه د دغه کار ممکنولو ته ژمنه ده.

پاکستان ته د ترکیې د دغه پلاوي د استول کېدو خبر د هغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان، د نومبر ۷مه استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د درېیم پړاو خبرو له بې‌پایلې کېدو وروسته په باکو کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره د لیدو پر مهال ورکړ.

هغه مهال ویل شوي وو چې په دغه پلاوي کې به د ترکیې د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د استخباراتو مشر شامل وي.

خو د شاوخوا دوه اوونیو له تېرېدو سره سره اسلام اباد ته د دغه پلاوي د سفر د وخت او مهالویش رسمي جزییات نه دي رامخ ته شوي.

په دې منځ کې داسې ګنګوسې هم وې، چې ګوندې دا سفر د پاکستاني لوري د نه همکارۍ له کبله ځنډېدلې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر انداربي جمعه ناوخته په خپله اوونیزه خبري غونډه کې دا رد کړه چې ګوندې دغه سفر د اسلام اباد د نه همکارۍ له کبله ځنډېدلی دی.

هغه وویل: "دا ځنډ بايد د پاکستان له خوا د نه همکارۍ له امله ونه ګڼل شي،‌ خو دا چې که د افغانستان له اړخه همکاري نه وي، زه ترې نه یم خبر."

انداربي وویل، دوی په دې برخه کې د ترکیې د 'مثبت نقش' او هڅو درناوی کوي او ورسره دې بهیر کې ښکېل پاتې کېږي.‌

افغانستان کې د طالبانو حکومت تازه اسلام اباد ته د دغه ترک پلاوي د پلان شوي سفر په اړه څه نه دي‌ ویلي، خو مخکې یې په وار وار د روغې جوړې لپاره د هر راز هڅو ملاتړ او هرکلی کړی دی.

د استانبول د خبرو بې‌پایلې کېدو وروسته ایران، روسیې او ګڼو نورو خواو هم د کابل او اسلام اباد منځګړیتوب ته چمتووالی ښودلی.‌

د ایران بهرنیو چارو وزیر په دې لړ کې له خپلو افغان او پاکستاني سیالانو سره خبرې هم کړې او تهران ویلي، راتلونکې میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو په موخه یوه سیمه‌ییزه غونډه جوړوي چې روسیه او چین به هم پکې وي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی په "اصولو کې" د ایران د منځګړیتوب د وړاندیز هرکلی کړی خو په دې تړاو د نورو مشخصاتو مالومېدو ته سترګې په لار دي.‌

پاکستان ولې د لارو تړل کېدو کې طالبان ګرم ګڼي؟

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، له افغانستان سره د سوداګرۍ بیا پیل د دوی په وینا د پولې له هاغې غاړې د طالبانو حکومت لخوا د ترهګرۍ د ملاتړ پای ته رسېدو پورې اړه لري.

د دغه وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې ماښام په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې یو ځل بیا تور پورې کړی، چې ګوندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) او د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ (بي‌اېل‌اې) ملاتړ کوي او دا چې دوی لارې د همدغه ګواښ مخنیوي لپاره تړلې دي.

نوموړي وویل "د دغه ځنډ او د سرحدي لارې د پرانیستل کېدو مسوولیت افغان طالبانو ته ورګرځي."

هغه همدا راز د ټاپي‌، کاسا ۱۰۰۰ او اورګاډي‌ پټلۍ په څېر د غټو سیمه‌ییزو پروژو برخلیک هم له دغو وسله‌والو ډلو د طالبانو حکومت په ادعا شوي ملاتړ پورې تړلی وباله.

ښاغلي اندرابي وویل، د دوی مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار د دغو پروژو پرمختګ لپاره دوه ځله کابل ته سفر او رښتینې هڅې کړې، خو د دغو ټولو پروژو بریالیتوب د ده په وینا دې پورې تړلی چې د طالبانو حکومت "د هغو ترهګرو ډلو ملاتړ او هڅونه ودروي، چې د افغانستان له خاورې فعالیت کوي."

د طالبانو حکومت تر اوسه د اسلام اباد دغو تازه څرګندونو او تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې په وار وار ویلي چې ټي‌ټي‌پي او نورې وسله‌والې ډلې په افغانستان کې نشته او دا چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې.

طالب چارواکو دوحه او استانبول کې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب له پاکستان سره له درې پړاوه نسبتآ بې‌پایلو خبرو وروسته ویلي وو چې مقابل لوري ترې د امنیتي تضمین او افغانستان ته د ټي‌ټي‌پي‌ وسله‌والو د اړولو په څېر 'غیرعملي' او 'نامعقوله' غوښتنې درلودې او پر دې سربېره یې د دوی غوښتنې هم له پامه غورځولې.

ښاغلي اندرابي د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې، پاکستان تل له هندوستانه غوښتي چې امنیتي مسایل له سوداګرۍ جلا کړي، نو ولې پخپله د افغانستان په قضیه کې دا اصل نه ساتي، وویل: اسلام اباد هڅه وکړه چې امنیتي او تجارتي مسایل سره جلا کړي، خو دا کار نور شونی نه دی.

هغه زیاته کړه: "موږ له ۲۰۲۲ تر ۲۰۲۳، ۲۰۲۴، او د ۲۰۲۵ تر نیمایي سوداګري له امنیتي مسایلو جلا کړه. خو د زغم یو حد وي. زما په اند اوس د زغم تر دې کچې خبره اوښتې. نو موږ نه شو کولی پرېږدو چې خلک مو په بې‌پروايۍ ووژل شي او سوداګرۍ ته هم دوام ورکړو."

د سوداګرو کړاو او د بدیلو لارو د موندلو هڅې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې تېره میاشت په کابل، پکتیکا او کندهار کې د پاکستان له خونړیو هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له نښتو وروسته وتړل شوې.

سوداګر وايي د دغو لارو تړل کېدو تر اوسه له ۱۰۰ میلیونو ډالرو ډېر زیان ور اړولی او شاوخوا ۲۵۰۰۰ سرحدي کاریګر یې اغېزمن کړي دي.‌

افغانستان تېرو کلونو کې تر ټولو ډېره راکړه ورکړه پاکستان سره درلوده، چې کلنی ارزښت یې تر ۲ میلیارد ډالرو اوښته.

پاکستان ته د افغانستان د صادراتو لویه برخه (۷۰ سلنه) د انګورو، اینځرو، مڼو او انارو په څېر تازه مېوو جوړوله، چې د ځینو یې همدا اوس موسم دی.

د طالبانو حکومت د لومړی وزیر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ له سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان بدیلې لارې او بازارونه ولټوي.

په دې لړ کې تېره میاشت یو څه مڼې او انار روسیې او د مرکزي اسیا هېوادونو ته واستول شوې.

د رسمي شمېرو له مخې تېرو شپږو میاشتو کې د افغانستان او ایران سوداګري هم له یو نیم میلیارد ډالرو اوښتې.

طالبانو د پاکستان له دودیز سیال هند سره هم د سوداګرۍ پراختیا ته مټې رانغښتي او دواړو خواو د چابهار بندر له لارې پر سوداګرۍ سربېره تازه د کابل-ډیلي او کابل-امریتسر ترمنځ د هوايي دهلیزونو د فعالېدو هوکړه کړې.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند هند ته د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د سفر او هلته د شویو هوکړو په تړاو د پوښتنې به ځواب کې وویل چې اسلام اباد دا ډول پرمختګونو ته د دوو خپلواکو دولتونو ترمنځ د تعامل په سترګه ګوري او دا چې پاکستان د سیمه‌ییزې سوداګرۍ اتصال او سوداګریزو اړیکو ښه کېدو ته ژمن دی.

خو هغه ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې "د درېیم اړخ د ښکیلتیا پر بنسټ نه" بلکې "د دوی د خپلو وړتیاوو پر بنسټ دي."