تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت پلاوی هند کې دی: افغانستان سره به د ډیلي د هوایي کارګو خدمتونه پراخ شي
د رویټرز خبري اژانس په حواله د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر او افغانستان لپاره ځانګړي استازي انند پرکاش نن (جمعه د نومبر ۲۱مه) ویلي، "خوښ یم چې اعلانوم د کابل-ډیلي او د کابل-امرتسر پر مسیر د هوايي بار وړلو دهلیز فعال شوی او په دې کې به د کارګو الوتنې ډېر ژر پیل شي."
دا اعلان داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند پر پنځه ورځني سفر بوخت دی او په دې لړ کې یې تېر ماښام د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر اېس. جیشنکر سره ولیدل.
ښاغلی جیشنکر وروسته پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې دواړو خواو "د سوداګرۍ، اتصال او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو" بحث وکړ.
هغه د افغانستان د خلکو "پرمختګ او هوساینې لپاره د هند د ملاتړ" ژمنه هم تکرار کړه.
هممهاله د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د چابهار بندر پر لا ډېر فعالېدو، د کابل او ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اتشهو په معرفي کېدو او د ویزو صادرېدو برخه کې پر اسانتیاو هم خبرې شوې.
په داسې کال کې چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې، له هند سره د کارګو خدماتو د بیا پیلېدو هوکړه د کابل او ډیلي ترمنځ د اړیکو پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.
په دې توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقیمه راکړه ورکړه، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېدو راهیسې ټکنې وه، بېرته پیل شي.
هندي رسنۍ وایي، تمه کېږي چې د هوایي دهلیزونو بیا فعالېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد اسانه او سوداګریزې اړېکې پیاوړې کړي.
د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزيزی ډیلي ته تر تګ مخکې بيبيسي ته ویلي وو، د خبرو اترو تمرکز به د "چابهار له لارې هند ته د رسېدونکو افغان مالونو لپاره د اسانتیاو برابرول وي."
د نوموړي په وینا، "موږ به په هند کې د افغانستان خصوصي سکتور او د هند له خصوصي سکتور سره چې غواړي له افغانستان سره سوداګري وکړي، وګورو. د خبرو اترو تمرکز پر چابهار دی."
د طالبانو د چارواکو په وینا، دمګړۍ د هند او افغانستان ترمنځ د کال له یو میلیارد ډالرو ډېره راکړه ورکړه کېږي، او دا چې دغه حجم مخ په زیاتېدو دی.
د طالبانو حکومت ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راګرځېدو راهیسې ډیلي ته د دومره لوړې کچې محدود سفرونه کړي.
د ۲۰۲۵ کال اکتوبر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هند ته شپږ ورځنی سفر وکړ.
د دواړو خواو ترمنځ د هوایي دهلیزونو له لارې د سوداګرۍ او اړیکو د پراخېدو هوکړه هم د هغه سفر پر مهال شوې وه.
ډیلي لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي.
د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي هوايي شرکت 'اریانا' څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د هوايي کارګو یا بارچالانۍ نوې الوتکې پېري.
دغه شرکت له هند سره د هوا له لارې د توکو د لېږد رالېږد بیېو د ټیټېدو خبر هم ورکړی و.
د یادونې ده چې له پاکستان سره ترینګلتیا او د راکړې ورکړې درېدو افغانستان کې د طالبانو حکومت اړ کړی، چې پر دغه هېواد د تکیې کمولو لپاره د سوداګرۍ د بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ لپاره لارې ولټوي.
د کراچۍ بندر ازادو اوبو ته د افغانستان د تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده. د طالبانو د چارواکو په وینا، له پاکستان سره د لارو تړل کېدل دواړو هېوادونو ته په کال کې له یو میلیارد تر دوه میلیارد ډالرو پورې زیان رسوي.
د سوداګرۍ پراخولو هڅې
د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ډیلي کې د جمعې پر ورځ هلته له ځايي سوداګرو او خصوصي کمپنیو له استازو سره بېلابېلې لیدنې هم درلودې.
د وزارت پر ایکس پاڼه ښاغلي عزیزي له دغو لیدونو د ښو سوداګریزو اړیکو په توګه یادونه کړې.
هغه ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرانو ډاډ ورکړی چې افغان سوداګرو ته به دغه هېواد کې اسانیو ته د لاس رسي لپاره مرسته وکړي. په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه له هندي سوداګرو غوښتي چې افغانستان سره خپلې اړیکې وغوړوي.
د طالبانو حکومت دغه وزیر له هغو افغان سیکانو او هندوانو سره هم کتلي چې د وروستي افغان جمهوریت له پرځېدو او ترې وړاندې د نا امنیوی له وېرې له افغانستانه وتلي وو.
عزیزي له هغوی غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته ستانه شي او په کور دننه پانګونه وکړي.