د طالبانو حکومت پلاوی هند کې دی: افغانستان سره به د ډیلي د هوایي کارګو خدمتونه پراخ شي

کابل د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په ډیلي کې کتلي.

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزات

د عکس تشریح، کابل د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په ډیلي کې کتلي.

د رویټرز خبري‌ اژانس په حواله د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې مشر او افغانستان لپاره ځانګړي استازي انند پرکاش نن (جمعه د نومبر ۲۱مه) ویلي، "خوښ یم چې اعلانوم د کابل-ډیلي او د کابل-امرتسر پر مسیر د هوايي بار وړلو دهلیز فعال شوی او په دې کې به د کارګو الوتنې ډېر ژر پیل شي."

دا اعلان داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هند پر پنځه ورځني سفر بوخت دی او په دې لړ کې یې تېر ماښام د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر اېس. جیشنکر سره ولیدل.‌

ښاغلی جیشنکر وروسته پر خپله اېکس پاڼه ولیکل، چې دواړو خواو "د سوداګرۍ، اتصال او خلکو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو" بحث وکړ.

هغه د افغانستان د خلکو "پرمختګ او هوساینې لپاره د هند د ملاتړ" ژمنه هم تکرار کړه.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هممهاله د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د چابهار بندر پر لا ډېر فعالېدو، د کابل او ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اتشه‌و په معرفي کېدو او د ویزو صادرېدو برخه کې پر اسانتیاو هم خبرې شوې.

په داسې کال کې چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ ټولې لارې له څه باندې یوې میاشتې راهیسې تړلې، له هند سره د کارګو خدماتو د بیا پیلېدو هوکړه د کابل او ډیلي ترمنځ د اړیکو پراختیا په برخه کې یو مهم ګام دی.

په دې توګه به د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ مستقیمه راکړه ورکړه، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمېدو راهیسې ټکنې وه،‌ بېرته پیل شي.‌

هندي رسنۍ وایي، تمه کېږي چې د هوایي دهلیزونو بیا فعالېدل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د توکو لېږد اسانه او سوداګریزې اړېکې پیاوړې کړي.

دا مهال د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د باربري خدمات فعال دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دا مهال د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د باربري خدمات فعال دي

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزيزی ډیلي ته تر تګ مخکې بي‌بي‌سي ته ویلي وو، د خبرو اترو تمرکز به د "چابهار له لارې هند ته د رسېدونکو افغان مالونو لپاره د اسانتیاو برابرول وي."

د نوموړي په وینا، "موږ به په هند کې د افغانستان خصوصي سکتور او د هند له خصوصي سکتور سره چې غواړي له افغانستان سره سوداګري وکړي، وګورو. د خبرو اترو تمرکز پر چابهار دی."

د طالبانو د چارواکو په وینا، دمګړۍ د هند او افغانستان ترمنځ د کال له یو میلیارد ډالرو ډېره راکړه ورکړه کېږي، او دا چې دغه حجم مخ په زیاتېدو دی.

د طالبانو حکومت ۲۰۲۱ کال کې واک ته له راګرځېدو راهیسې ډیلي ته د دومره لوړې کچې محدود سفرونه کړي.

د ۲۰۲۵ کال اکتوبر کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي هند ته شپږ ورځنی سفر وکړ.

د دواړو خواو ترمنځ‌ د هوایي دهلیزونو له لارې د سوداګرۍ او اړیکو د پراخېدو هوکړه هم د هغه سفر پر مهال شوې وه.

ډیلي لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو ملاتړ کوي.

کابل کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره د هندي استازي ناسته

د عکس سرچینه، HafizZiaAhmad

د عکس تشریح، د هند بهرنیو چارو وزارت خاص استازی او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې رییس آنند پرکاش د اپرېل وروستیو کې کابل ته تللی و

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي هوايي شرکت 'اریانا' څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې د هوايي کارګو یا بارچالانۍ نوې الوتکې پېري.

دغه شرکت له هند سره د هوا له لارې د توکو د لېږد رالېږد بیېو د ټیټېدو خبر هم ورکړی و.‌

د یادونې ده چې له پاکستان سره ترینګلتیا او د راکړې ورکړې درېدو افغانستان کې د طالبانو حکومت اړ کړی، چې پر دغه هېواد د تکیې کمولو لپاره د سوداګرۍ د بدیلو لارو موندلو هڅې ګړندۍ کړي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ له افغان سوداګرو وغوښتل چې د پاکستان پر ځای له نورو هېوادونو سره سوداګرۍ لپاره لارې ولټوي.

د کراچۍ بندر ازادو اوبو ته د افغانستان د تر ټولو لنډه او ارزانه لار ده. د طالبانو د چارواکو په وینا، له پاکستان سره د لارو تړل کېدل دواړو هېوادونو ته په کال کې له یو میلیارد تر دوه میلیارد ډالرو پورې زیان رسوي.

د سوداګرۍ پراخولو هڅې

هند کې له سوداګرو سره ناسته

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزارت

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر ډیلي کې د جمعې پر ورځ هلته له ځايي سوداګرو او خصوصي کمپنیو له استازو سره بېلابېلې لیدنې هم درلودې.

د وزارت پر ایکس پاڼه ښاغلي عزیزي له دغو لیدونو د ښو سوداګریزو اړیکو په توګه یادونه کړې.

هغه ویلي چې د هند د سوداګرۍ خونې مشرانو ډاډ ورکړی چې افغان سوداګرو ته به دغه هېواد کې اسانیو ته د لاس رسي لپاره مرسته وکړي. په یوه خپره کړې ویډیو کې هغه له هندي سوداګرو غوښتي چې افغانستان سره خپلې اړیکې وغوړوي.

د طالبانو حکومت دغه وزیر له هغو افغان سیکانو او هندوانو سره هم کتلي چې د وروستي افغان جمهوریت له پرځېدو او ترې وړاندې د نا امنیوی له وېرې له افغانستانه وتلي وو.

عزیزي له هغوی غوښتنه کړې چې خپل هېواد ته ستانه شي او په کور دننه پانګونه وکړي.