د ایران په پنډغالي کې د یوه افغان کډوال مړینه؛ "پر جسد یې د وهلو، ټکولو نښې وې"

له ایران او افغانستانه ځینو سرچینو بي بي سي ته تایید کړې، چې د باقر رضايي په نامه یو افغان کډوال د ایران په یوه پنډغالي کې د سختو شرایطو له امله مړ شوی دی.
د ښاغلي رضايي کورنۍ ته نږدې کسانو ویلي، دا کس چې شپېته کلن و او په کرمان کې اوسېده، وروسته له هغه چې د سرشمېرنې کاغذونه یې تمدید نه شول پرېکړه یې وکړه چې افغانستان ته ستون شي.
دغو سرچینو ویلي: "هغه نه غوښتل چې ځان کرمان پنډغالي ته وسپاري ځکه چې د کرمان کمپ تر ټولو بد وضعیت لري او چارواکي خلک ځوروي."
باقر رضايي په کرمان کې اوسېده. هغه د (چنګاښ) میاشتې پر اوومه له خپله کوره په دې نیت ووت چې د سیستان او بلوچستان له لارې زابل او بیا افغانستان ته لاړ شي.
هغه زابل کې د کډوالو کمپ ته لاړ، چې د اداري مرحلو تر بشپړیدو او یو څه اندازه پیسو له ورکړې وروسته چې مالیې په نامه له کډوالو اخیستل کېږي افغانستان ته واوړي.
خو ایراني چارواکو نیولی و. د ایران په نیمروز کې دوه کمپونه دي، یو یې د ادیمي او بل د میلک په نامه یادېږي چې کډوال پکې ساتل کېږي.
میلک د افغانستان د نیمروز ولایت مرکز زرنج سره پر پوله پروت دی. د باقر رضايي مړی تر مړینې وروسته زرنج ښار ته لېږدول شوی و او په یوه روغتون کې ساتل کېده.
د دې روغتون یوه ډاکټر بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د معایناتو پایلې ښيې چې د باقر جعفري پر جسد د وهلو ټکولو نښې وې.
د هغه په وینا، ښاغلی باقر په ایران کې وژل شوی و او جسد یې له ایرانه افغانستان ته لېږدول شوی و.
وروسته له هغه چې جسد یې د نیمروز ولایتي روغتون ته ولېږدول شو، ډاکټرانو د محمد باقر جعفري په یادښت کتابچه کې له ثبت شویو شمېرو او ځینو نورو مالوماتو په ګټې اخیستنې د هغه له کورنۍ سره اړیکه نیولې چې جسد وروسپاري.
د ښاغلي باقر جسد د غزني ولایت مالستان ولسوالۍ ته لېږدول شوی او هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

د ښاغلي جعفري کورنۍ ته نږدې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ایراني چارواکو یې د مړینې په تړاو کورنۍ ته څه نه و ویلي. او مړی یې ورته له خبراوي پرته افغانستان ته لېږدولی.
سرچیني ويلي: "چې څنګه ځان ور وپېژني مامورین یې نیسي او د کډوالو پنډغالي ته یې بیايي. په سخته ګرمۍ کې یې ساتي او په جبري ډول پرې کار کوي."
ایراني چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه هیڅ راز څرګندونې نه دي کړي. خو له دې مخکې افغانستان ته یو شمېر ستانه شویو کډالو بي بي سي ته ویلي و چې، ایراني پولیس یې نیسي او په کمپونو کې یې وهي او ټکوي.
هغه تګلاره چې ایران حکومت د افغان کډوالو د شړلو لپاره غوره کړې افغانستان کې یې پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او د ایران د پالیسو په تړاو یې د نړیوالو نیوکې هم زیاتې کړي دي.
هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شمېرو له مخې، یوازې په لږ تر لږه دوو اوونیو کې شاوخوا ۳۵۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته په زور ستانه کړل شوي دي.
درې ورځې مخکې د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې تېره یوه میاشت کې نږدې ۴۵۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا لویه څپه افغانستان چې لا د مخه سختې بېوزلۍ ځپلی، د بېکارۍ کچه پکې لوړه ده او اقلیمي بدلون سره مخ دی بې ثباته کولی شي.
د روان کال حمل میاشتې راهیسي له ۷۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه ایستل شوي چې ډېرې یې په جبري ډول ایستل شوي دي.











