ملګري ملتونه وايي له ایران په ستنو شویو افغانانو کې نیمايي ښځې او ماشومان دي

مېرمن او ماشومه د یو اېن اېچ سي ار په یوه مرکز کې.

د عکس سرچینه، Elise Blanchard/Getty Images)

د عکس تشریح، له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ د ایران او اسرائیلو تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته زور واخیست.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې، له ۲.۴۳ میلیونو ډیر بې اسنادو افغان کډوال له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي. له پاکستانه ستنو شویو کې یې کابو نیمایي ښځې او نجونې دي.

د ستنېدونکو مخ په زیاتېدونکې چټکتیا په افغانستان کې لا له مخکې پر کمروزي بشري وضعیت فشار زیات کړی دی. د ملګرو ملتونو د تازه اعلامیې له مخې دغه بشري وضعیت د نورو پرتله د ښځو او نجونو ژوند ډېر اغېزمنوي.

ملګرو ملتونو له یو شمېر را ستنو شویو سره خبرې کړي دي. د دوی له ډلې یوې میرمني ور ته ویلي: "خیمه به زما یوازینۍ سرپناه وي، د اغوستو مناسبي جامې نلرم، خواړه نه لرم او داسې خپلوان هم نه لرم چې ورسره پاتې شم."

اعلامیه زیاتوي: هغه کسان چې له محرم پرته سفر کوي، له لا ډېرو خطرونو سره مخ دي. دوی له ملګرو ملتونو سره په مرکو کې ویلي، پر سرحدي پولو ورسره زور زیاتي شوی او د ځورونې او تاوتریخوالي ګواښونه ور ته شوي دي.

په تورخم کې یوې میرمنې ور ته ویلي: "دوی ۶۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ ، چې (شاوخوا ۲۱ امریکايي ډالر) کېږي را څخه واخیستې او بېرته یې یوازې ۲۰۰۰ روپۍ راکړې. اوس، نو نه پوهېږم چې له دغو پیسو سره چیرته ولاړ شم."

د افغانستان او ایران تر منځ په اسلام کلا بندرکې راستنېدونکو افغانانو د ملګرو ملتونو کار کوونکو ته ویلي: له دوی سره پر پوله "ناوړه او له ځورونې ډک چلند شوی، چې په وینا یې دوی یې وېرولي او کړولي دي."

ملګري ملتونه وايي، په ټولو ولایتونو کې، ښځو سرپناه، معیشت او د نجونو زده کړې د دوی د مهمو اړتیاوو په توګه یادې کړې. په ننګرهار کې یوې راستنې شوې میرمنې ور ته ویلي: "کور نه لرو، د زده کړو فرصت نه لرو او د عاید یوې لارې ته اړتیا لرو."

ملګري ملتونه زیاتوي: په راتلونکې کې هم په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنېدو تمه کېدای شي، نو په وینا یې باید په کور دننه د دوی د سرپناه، رواني روغتیا، زده کړو او د معیشت غم وخوړل شي.

له ایرانه د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ د ایران او اسرائیلو تر منځ له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته زور واخیست، خو ایراني چارواکو مخکې هم له خپل هېواده د بي اسنادو افغان کډ‌والو د ایستلو ګواښ کړی و او په پر له پسې ډول یې دوی افغانستان ته په زور ستانه کړي دي.

بلخوا پاکستاني حکومت هم په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټکه کړې ده، خو له ایران سره یې توپېر دا دی، چې پاکستاني چارواکو پرېکړې کړې وه، دوی به د روان کال د جون تر وروستیو پورې اسناد لرونکي او بي اسناده افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د ایران او پاکستانه پر پولو له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند، پیسو اخیستلو او ځورونې په اړه راپورونه ورکول کېږي، بلکې له لسیزو راهیسې د یادو هېوادونو پر پولو له دوی سره د دغو هېوادونو د پولیسو له خوا د ناسم چلند راپورونه خپرېږي.

یاد هېوادونه له لسیزو راهیسې د میلیونو افغان کډوالو کوربانه دي. په افغانستان کې له جګړو، بېکارۍ او یا په نورو هېوادونو کې د پناه اخیستلو په موخه افغانان پاکستان او ایران ته ځي.