ایران د لوېدیځو هېوادونو هغه غوښتنه چې پر اسرائیلو له بریده باید ډډه وکړي، "سپین سترګي" بللې ده

ایران

د عکس سرچینه، JAMARAN

ایران د لوېدیځو هېوادونو هغه غوښتنه چې پر اسرائیلو له بریده دې ډډه وکړي، "سپین سترګي" بللې ده. څو ساعته مخکې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي خبرداری ورکړی و، چې ښايي ایران روانه اونۍ پر اسرائیلو لوی برید وکړي. په همدې حال کې اسرائيل وايي، د ايران د احتمالي بريد د مقابلې لپاره په "تر ټولو لوړه کچه تیارسۍ" حال کې دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعانی نن په دې هکله وویل، "د ارامتیا لپاره د فرانسې، جرمنی او برتانیې غوښتنې د سیاسی منطق د نشتوالي، د نړیوالو قوانینو خلاف او زیات غوښتلو لپاره دي".

هغه وویل، ایران د خپلو حقونو د خوندي کولو لپاره له هیچا اجازه نه غواړي او زیاتوي، اروپايي هېوادونه پرته له دې چې پر اسرائیلو کوم اعتراض وکړي، د ایران له اسلامي جمهوریته (په نا معقوله توګه) د تېري کوونکي رژیم په وړاندې د مجازاتو او تعرضي اقدام نه کولو غوښتنه کوي."

وړاندې تر دې جان کربي ویلي و، امریکا د ایران له خوا د احتمالي پوځي برید په اړه د اسرائیلو له ارزونې سره موافقه ده او د مقابلې لپاره چمتووالی نیسي.

د راپورونو له مخې د اسرائیلو د دفاع وزیر یوف ګالانت له نورو لوړ پوړو پوځي چارواکو سره د اسرائیلو د دفاعي چمتووالي په اړه خبرې کړې.

د امریکا له لوري پر ایران د خبرو او فشار هڅې وروسته تر هغه دوام لري چې دغه هېواد له غربي مشرانو سره سلا شول.

په تېرو څو ورځو کې لويديځو هېوادونو په بيانونو او خبرو کې له ايرانه د زغم غوښتنه کړې وه.

واشنګټن همداراز له ترکیې او په منځني ختیځ کې له ایران سره له نژدې نورو هېوادونو غوښتي، چې د کړکېچ د کمولو لپاره له تهران سره خبرې وکړي.

په ورته وخت کې په ترکیه کې د امریکا سفیر جیف فلیک د ترکیې او اسرائیلو د مشرانو ترمنځ ترینګلتیا ته په اشارې سره ویلي، انقرې په مستقیم ډول د اوربند په خبرو کې ګډون نه دی کړی، خو د دې خبرو په چمتووالي کې یې رول لوبولی دی.

د لوېدیځو هېوادونو هڅې

بل پلو په منځني ختيځ کې د کړکېچ له زياتېدو سره، د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتي چې پر اسرائیلو له بریده ډډه وکړي.

دا په تېرو دریو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ لومړنۍ تلیفوني خبرې دي. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې، د هغه مهال لومړي وزير بورېس جانسن او ايراني ولسمشر حسن روحاني تلیفوني خبرې کړې وې.

وړاندې د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو ويلي وو، د اسرائيلو او د حزب الله ډلې تر منځ چې د ايران ملاتړ ورسره دی، د ترينګلتيا ريښتينی ګواښ موجود دی.

نوموړي کاناډايانو ته سپارښتنه کړې چې له لبنانه ووځي، ځکه په وينا يې که وضعیت نور هم خراب شي اوټاوا به ونشي کولی خپل ټول وګړي له لبنانه وباسي.

ایران

د عکس سرچینه، EPA

تر دې وړاندې بيا د جرمني لومړي وزير اولاف شولڅ د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان غوښتي وو چې "د کړکېچ د زياتېدو د مخنيوي لپاره هره شونی کار ترسره کړي."

د اولاف شولڅ د وياند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو د ګواښ له کبله سخته اندېښنه ښودل شوې ده."