منځني ختیځ کې کړکېچ؛ د بريتانيا لومړی وزير د ايران له ولسمشر سره غږېدلی

کېير سټارمر

د عکس سرچینه، 10 Downing Street

په منځني ختيځ کې د کړکېچ له زياتېدو سره، د بریتانیا لومړي وزیر کېیر سټارمر، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره په ټیلیفوني خبرو کې غوښتي چې پر اسرائیلو له بریده ډډه وکړي.

دا په تیرو دریو کلونو کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ لومړنۍ تلیفوني خبرې دي. د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې، د هغه مهال لومړي وزير بورس جانسن او ايراني ولسمشر حسن روحاني تلیفوني خبرې کړې وې.

وړاندې د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو ويلي وو، د اسرائيلو او د حزب الله ډلې تر منځ چې د ايران ملاتړ ورسره دی د ترينګلتيا ريښتينی ګواښ موجود دی.

نوموړي کاناډايانو ته سپارښتنه کړې چې له لبنان ووځي ځکه په وينا يې که حالت نور هم خراب شي اوتاوا به ونشي کولی خپل ټول وګړي له لبنانه وباسي.

تر دې وړاندې بيا د جرمني لومړي وزير اولاف شولڅ د ايران له ولسمشر مسعود پزشکيان غوښتي وو چې "د کړکېچ د زياتېدو د مخنيوي لپاره هره شونی کار ترسره کړي."

د اولاف شولڅ د وياند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، "په منځني ختيځ کې د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو د ګواښ له کبله سخته اندېښنه ښودل شوې ده."

ايران

د عکس سرچینه، EPA

د ښاغلي شولڅ له څرګندونو څو ساعته مخکې د دريو اروپايي هېوادونو مشرانو په يوه بيانيه کې سملاسي د اوربند خبرو بيا پیلېدل، د جګړې پایته رسول، د يرغمل شويو وګړو خلاصون او فلسطيني وګړو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

په بيانيه کې اندېښنه ښودل شوې وه چې د "ايران او د ملاتړو بريد به د اوربند خبرې او د يرغمل شويو وګړو خلاصون له ګواښ سره مخ کړي."

د بريتانيا فرانسې او جرمني مشرانو په خپله ګډه اعلاميه کې ليکلي چې جګړه بايد پای ته ورسېږي، حماس بايد ټول يرغمل کسان خوشي او غزې ته د مرستو رسولو لړی پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې حماس ويلي وو چې په غزه کې د اوربند لپاره خبرې بايد د امريکا د ولسمشر جوبايډن د پخواني پلان له مخې ترسره شي او د خبرو د نوي پړاو له کبله بايد اسرائیلو ته د نورو بريدونو لپاره وخت ورنکړل شي.

حماس وايي، منځګړي هېوادونه باید د خبرو اترو په نوم اسرائیلو ته د لا زياتو بريدونو وخت ور نه کړي، بلکې هغه پلان عملي کړي چې مخکې وړاندې شوې دی.

د حماس ځینو وسله والو تېر کال په یوه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائیل ووژل او ۲۵۱ له ځانه سره یرغمل ونېول، له دې پېښې وروسته اسرائیلو په غزه د جګړې اوسنۍ لړۍ پیل کړه چې تر اوسه پکې لسګونه زره فلسطېنیان وژل شوي.

غزه کې د حماس تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه له ۳۹ زره ډېر فلسطینیان وژل شوي.