د طالبانو حکومت اعلامیې ته د پاکستان توند غبرګون: زموږ کورنیو چارو کې لاسوهنه د منلو نه ده

د پاکستان او افغانستان کې د طالبانو د حکومتونو بیرغونه

د عکس سرچینه، Getty Images

پاکستان کې د روان وضعیت په اړه په افغانستان کې د طالبانو حکومت غبرګون ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت توند غبرګون ښودلی او رد کړې یې دي.

د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پاکستان کې د وروستي وضعیت په اړه ویلي وو، چې په "ګاونډي هېواد پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينگلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې چې دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز لرلای شي."

خبرپاڼه کې دا هم راغلي وو چې د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستیو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسالې لا پېچلې کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له ادرسه د اعلامیې پای کې راغلي وو چې "موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو هيله من يو چې د پاکستان حکومت او اغېزلرونکې ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي."

د طالبانو حکومت دې څرګندونو ته اوس تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، "پاکستان د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند پرونۍ څرګندونې په کلکه ردوي. دا بیان د پاکستان په کورنیو چارو کې د نه منلو وړ او د شرم وړ لاسوهنه بولي. د افغانستان حکومت باید یوه ډیموکراتیک هېواد ته د خبرو پر ځای د خپلو کورنیو ستونزو پر هواري تمرکز وکړي. ټولشمولیت ته لومړیتوب ورکول او د ښځو او نجونو د تحصیل د حق په ګډون د خلکو اړتیاوو او هیلو ته ځواب‌ویونکي وي، نه دا چې د دوی حقونه د دین د ناسم تفسیر له لارې کم کړي."

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه د طالبانو له حکومته غوښتي "له نړیوالې ټولنې سره هغو کړو ژمنو ته متعهد پاتې شي چې په خپله خاوره کې به هغو ترهګرو ډلو ته ځای نه ورکوي چې په ګاونډیو هېوادونو کې په جدي ټوګه سوله او امنیت ګواښي او ‌پرېنږدي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ پر مرکز بدل شي."

که څه هم د طالبانو حکومت د پاکستاني حکومت دې تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې یې څو ځله ویلي چې پاکستان کې ناامني ددغه هېواد کورنۍ مسله ده او د طالبانو حکومت پاکستان کې د ننه د امنیت مسؤلیت نه لري او هره پړه دې پر طالبانو نه اچوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په وار-وار ویلي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي. دوی د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي.

پاکستان هم په تازه اعلامیه کې ویلي چې په سیمه کې سولې، خبرو او همکارۍ ته ژمن دی او د افغانستان په ګډون له ټولو هېوادونو تمه لري چې د مسولانه نړیوال چلن او نړیوالو اړیکو بنسټیزو معیارونو ته غاړه کېږي.