یعقوب مجاهد: څوک دې د امنیت برخه کې د خپلو ناکامیو او بې‌ کفایتیو پړه پر موږ نه اچوي

د ویډیو تشریح، یعقوب مجاهد: څوک دې د امنیت برخه کې د خپلو ناکامیو او بې‌ کفایتیو پړه پر موږ نه اچوي

د طالبانو حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې څوک دې په خپله خاوره کې د امنیتي پېښو په مخنیوي کې د ناکامۍ او د ده په خبره د خپلو بې کفایتیو پړه پر افغانانو او د طالبانو پر حکومت نه چوي.

هغه دا څرګندونې واک ته د طالبانو د راګرځېدو د دوو کلونو د پوره کېدو په مناسب کابل کې په دفاع وزارت کې یوې غونډې ته کړې.

ښاغلي مجاهد که څه هم نېغ په نیغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی، خو په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو ملکي او پوځي چارواکو دغه هېواد کې د بریدونو او امنیتي پېښو د پړې ګوته افغانستان ته نیولې.

پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې دغه بریدونه افغانستان کې پلانېږي او دا چې بریدګر هم له افغانستانه ور اوړي.

دغه تور د پاکستان د پوځ لوی درستیز او لومړي‌ وزیر تر کچې چارواکو مطرح خو طالبانو په وار وار رد کړی دی.