مجاهد: پاکستاني طالبان له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې هلته جګړه کوي، نو پاکستان کې د ناامنۍ پړه دې پر افغانستان نه اچول کېږي

د عکس سرچینه، AFP
افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرکزي ویاند وايي، د پاکستان د طالبانو غورځنګ له تېرو شلو کلونو راهیسې په پاکستان کې دی او د پاکستاني حکومت پر وړاندې جګړه کوي، نو پاکستان کې د ناامنۍ پړه دې پر افغانستان نه اچول کېږي.
ذبیح الله مجاهد دا څرګندونې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې کړې چې پرون یې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي و، پاکستان کې د کېدونکو ترهګریزو پېښو سرچینه په افغانستان کې ده.
ښاغلي مجاهد بي بي سي ته په استولي پیغام کې وايي دا راز څرګندونې د پاکستاني حکومت د پاتې راتګ د پټولو یوه هڅه ده. هغه زیاته کړه:
''موږ یو ځل بیا دا څرګندونې بې بنسټه بولو. افغانستان خپله له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې قرباني و، خپلې ستونزې لري او مشکلات یې ګاللي دي. دا چې د ستونزو منبع بلل کېږي، ناسمه خبره ده، له خپله مسوولیته تېښته ده، د خپلو ناکامیو توجیح کول دي. د پاکستاني طالبانو تحریک خو له تېرو شلو کلونو راهیسې هلته موجود و، جګړه یې کړې ده، هغه خو د دوی خپله ستونزه ده، دغه راز ځینې نورې امنیتي ستونزې دي، چې د دوی د کورنیو موضوعاتو برخه دي، نو په افغانستان پورې یې غوټه کول بې انصافي ده او ناسمه ده، داسې تورونه باید و نه لګول شي. د ستونزو حل باید په کور دننه ولټول شي. دوی باید له (نورو) هېوادونو سره د اړیکو ساتلو ته اهمیت ورکړي.''
له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف یو ځل بیا په پاکستان کې د وروستیو پېښو د پړې ګوته افغانستان ته ونيوه. نوموړي پر اېکس (پخوانی ټوېټر) ادعا کړې چې "په پاکستان کې د اورپکۍ سرچینه په افغانستان کې ده."
د پاکستان دفاع وزیر دا څرګندونې په بلوچستان کې د پوځ پر مرکز او په پښتونخوا کې پر چینايي انجینرانو له مرګونو بریدونه وروسته کړې دي.
نوموړي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت تور پورې کړی چې هلته د وسله والو له "پټنځایونو خبر دي" خو د ده په ټکو "د پاکستان پر ضد ازاد بریدونه کوي."
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای

د پاکستان دفاع وزیر چې د واکمن مسلم لیګ ګوند مخکښ غړی هم دی، پر ډیورنډ کرښه هم څرګندونې کړې دي. نوموړي ویلي چې یوازې د ویزو له لارې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي.
په تورخم کې د طالبانو ځايي چارواکو او خبریالانو بيبيسي ته ویلي، چې هلته له وړاندې پر لوحو لیکل شوي چې د مارچ له ۳۱مې وروسته به هغو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې د پاکستان ویزه ونه لري.
نژدې دوه میاشتې وړاندې هم دغه لار شاوخوا لس ورځې له همدې امله تړل شوې وه چې له امله یې پر توکو بار سلګونه لارۍ دواړو خواو ته ولاړې وې.
د شهباز شریف بېړنۍ غونډه

د عکس سرچینه، Getty Images
هممهاله د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام اباد کې بېړنۍ غونډه شوې. د ښاغلي شریف له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دغه غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر هم برخه لرله.
د پاکستان لومړي وزیر پر چینايي انجینرانو د برید "د څېړنې غوښتنه کړې" او ویل شوي چې په دغه پېښه کې ښکېلو کسانو ته دې "سزا" ورکړل شي. خو دا نه دي ویل شوي چې دا برید چا کړی دی.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې "ټينګه ژمنه شوې، له دې هېواده [پاکستان] اورپکي په بشپړ ډول له منځه ورکوي."
د پاکستان د پوځ مشر چې په دغه هېواد کې تر ټولو پياوړی کس کې بلل کېږي، ټینګار کړی چې "تروریزم سره به خپل ټول ځواک مبارزه کوي."
په پاکستان کې وروستیو پرلپسې بریدونو په دغه هېواد کې د خلکو اندېښنې ډېرې کړې دي. د دې ترڅنګ، د پاکستان سیاسي او اقتصادي حالت هم د اندېښنې وړ ښکاري.
په یوه کمساري لیک کې د اسلام اباد عالي محکمې شپږ قاضیانو د دې هېواد سترې محکمې شورا ته ویلي چې استخباراتي ادارې یې د محاکمو په بهیرونو کې لاسوهنه کوي او د کورنۍ غړي یې ځوروي.
همدې هم په دغه هېواد کې پراخ غبرګونه پارولي دي او نن (چارشنبه) د پاکستان سترې محکمې شورا پرې بحثونه کوي.











