ذبیح الله مجاهد: د طالبانو حکومت په پاکستان کې دننه د امنیت مسوولیت نه لري

    • Author, عبیدالله حسام
    • دنده, بي بي سي
مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستاني لومړي وزیر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، دوی په پاکستان کې دننه د امنیت ټینګولو مسؤلیت نه لري.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، پاکستان باید خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او په وینا یې د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي.

ښاغلي مجاهد ويلي، دوی د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي.

وړاندې پاکستان کې د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انوار الحق کاکړ تور پورې کړی و چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

بل لور ته د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سراج الدین حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړه نیوکه کړې او دا یې نامناسبه پرېکړه بللې.

د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې پر ایکس (مخکیني ټویټر) شبکه خپرې کړې اعلامیه کې ښاغلي مجاهد یوځل بیا ټینګار کړی چې حکومت یې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد استعمال کړي.

دده په ټکیو ''اسلامي امارت په پاکستان کې دننه د امنیت د ټینګولو مسؤلیت نه لري او هغوی دې (چې اشاره یې د پاکستان حکومت ته ده) خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي دې افغانستان ته نه راجع کوي.''

ښاغلي مجاهد د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته په اشاره ویلي، دا چې په افغانستان کې د دوی حکومت له واکمنېدو سره په پاکستان کې نا امني ډېره شوې، ددې دلیل نه شي کېدای چې ګنې همدوی دې په هغه هېواد کې د نا امنیو تر شا وي.

ښاغلی مجاهد وايي: ''په افغانستان کې وسلې خوندي دي او د چا لاس ته نه دي ورغلي او نه هم قاچاق شوي دي.''

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

هغه وايي، افغانستان د یو ورور او ګاونډي هېواد په شان له پاکستان سره د ښوو اړیکو غوښتونکی دی، خو په وینا پاکستانی اړخ هم باید دده په ټکیو د اسلامي امارت ښه نیت درک کړي او د دوی په اراده دې شک نه کوي.

وړاندې پاکستان کې د لنډمهاله حکومت لومړي وزیر انور الحق کاکړ تور پورې کړی چې ګواکې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پاکستان کې په ترهګریزو پېښو کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

انوارالحق کاکړ ادعا کړې چې 'تحریک طالبان پاکستان' د دغه تاوتریخوالي مسوله ډله ده چې "د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي."

بل لور ته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پر پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو له کبله نیوکه کړې او دا یې نامناسبه کار بللی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او د پاکستاني چارواکو تر منځ دا تازه ناندرۍ له پاکستانه د زرګونه افغان کډوالو تر جبري ایستلو وروسته بیا راپورته شوې.

که څه هم پاکستان ویلي چې دوی "ناقانونه" کډوال باسي خو مخکې یې ادعا کړې وه چې هلته په یو شمېر "ترهګریزو" پېښو کې د افغانانو لاس دی او ګواکې د هغوی په ایستلو سره به پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه شي.

پاکستان حکومت د نومبر لومړۍ نېټه د هغو کډوالو وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، چې دوی وايي، په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان حکومت د نومبر لومړۍ نېټه د هغو کډوالو وتلو لپاره ضرب الاجل ټاکلی و، چې دوی وايي، په ناقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي.

د پاکستان لنډمهالي لومړي وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې په نا مسقتیم ډول د کډوالو پر سر د طالبانو حکومت د چارواکو د خبرو په ځواب کې ویلي:

"د کوم غوڅ اقدام پر ځای افغان حکومت په ځلونو موږ ته دغه مشوره راکوله چې خپلې کورنۍ ستونزې په خپله حل کړئ. د دوی له دې چلند او مرستې نه کولو نه وروسته اوس پاکستان پرېکړه کړې چې د خپلو کورنیو ستونزو چاره په خپله وکړي، نو د پاکستان حکومت دا اوسنۍ کړنې باید ورته حیرانوونکې او د توقع خلاف ونه اوسي.''

وړمه ورځ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال محمد عباس ستانکزي هم له پاکستانه د افغان کډوالو شړل له نړیوالو اصولو مخالفه چاره وبلله او د پاکستان امنیتي ادارو ته یې خبرداری ورکړ چې له افغان کډوالو سره له ناوړه چلن لاس واخلي.

ښاغلي ستانکزي پاکستاني امنیتي کسان تورن کړل چې له افغان کډوالو ټوله شتمني ګرځوي او په وینا یې، په دې سړه هوا کې یې تش لاس افغانستان ته استوي.