د کډوالو ستنولو ته د طالبانو دفاع وزیر غبرګون: پاکستان دې "دومره وکري چې د رېبلو توان یې لري"

محمد یعقوب مجاهد

د عکس سرچینه، AFP

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارسمبالي دفاع وزیر له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ستنولو ته په غبرګون کې ویلي،‌ چې له "افغانانو سره دې زور زیاتی" نه کوي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد د هغه کمیسیون غړی هم دی چې د طالبانو حکومت له پاکستانه د ستنېدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره جوړ کړی دی.‌

ښاغلي مجاهد بي بي سي ته وويل، د پاکستان پولیس له هغو کډوالو سره چې افغانستان ته ستنېږي، په دروازو کې "ډېر ظلم" کوي چې نوموړي یې د درېدو غوښتنه کړې.‌

په وروستيو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې ځينې پاکستاني امنيتي ځواکونه له افغان کډوالو په زور پيسې او مالونه اخلي.

ځینو ستنو شویو کډوالو هم په خپلو خبرو کې ویلي چې د "پاکستان پولیسو ناسم چلن ورسره کړی دی."

د طالبانو دغه لوړ پوړی وزیر زیاتوي،‌ "پاکستان چې هر څه کوي، باید عواقب یې وسنجوي، دومره وکري چې بیا یې د رېبلو توان ولري."

د کډوالو ستنول او اسلام اباد سره د طالبانو اړیکي

بګټي او احمد شکیب

د عکس سرچینه، @AfghanembassyI1

د عکس تشریح، اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د کورنیو چارو له وزیر سرفراز بګتي سره لیدلي.

نوموړي زیاتوي چې روان حالت "به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ډېر ترینګلي کړي" او د ده په ټکو "حالت به ډېر خطرناک لوري ته بوځي."

ښاغلی مجاهد دا نه ده په ډاګه کړې چې له خطرناک لوري یې موخه څه ده.‌

نوموړي له ملګرو ملتونو، اسلامي همکاريو سازمان او نړيوالې ټولنې هم غوښتي چې پر پاکستان غږ وکړي له افغان کډوالو سره "ناوړه چلند پای ته ورسوي."

د ملګرو ملتونو،‌ بښنې نړیوال سازمان او ګڼو خیریه ټولنې له غوښتنې سره سره، د پاکستان حکومت ویلي چې په پاکستان کې شاوخوا یو اعشاریه اووه میلیونه بې اسنادو افغانان بېرته افغانستان ته ستنوي.‌

د شمېرو له مخې، تر دې مهاله نژدې ۱۷۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي او دغه لړۍ لا هم روانه ده.‌

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

له کوټې، کراچۍ،‌ اسلام اباد او پېښوره بي بي بي سي‌ ته رسېدلي رپوټونه وايي چې سلګونه افغان کډوال تېرو دوو ورځو کې پاکستاني پولیسو نیولې دي.‌

پاکستان د افغان کډوالو لپاره په ځینو ځایونو کې لنډمهال کمپونه جوړ کړي چې نیول شوي افغان کډوال په کې وساتي او بیا یې افغانستان ته واستوي.‌

د روان کال په سیپټمبر کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویاند قیصر خان اپریدي بي بي سي ته ویلي وو، د پاکستاني چارواکو د شمېرو له مخې، له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، نژدې ۶۰۰ زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي.

اوس د پاکستان حکومت له نوې پرېکړې سره، نژدې ټول دغه کډوال بېرته افغانستان ته د ستنولو له ګواښ سره مخامخ دي.

ښايي‌ د طالبانو دفاع وزیر څرګندونې د پاکستاني حکومت د پرېکړې پر اړولو ډېر اغېز ونه کړي، خو هاغسې چې ښاغلی یعقوب یې وايي، ممکن د دواړو تر منځ اړیکي ترینګلي کړي.