مجاهد: د بښنې نړیوال سازمان "پروپاګند" کوي؛ خپل‌سرې شکنجې هېڅ نه شته

مجاهد

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې په هېواد کې "ټول محاکم فعال دي" او "خپل‌سرې وژنې یا شکنجې" هېڅ نه شته.

ښاغلي مجاهد د بښنې نړیوال سازمان هغه څرګندونې "پروپاګند" او د "تاسف" وړ وبللې چې نن یې پر خپله اېکس‌پاڼه پر طالبانو حکومت غږ کړی چې له بشري حقونو سرغړونو ته د پای ټکې کېږدي.

که څه هم دغه بنسټ یا امنسټي انټرنېشنل په خپل لنډ ټوېټ کې د کومو ځانګړو پېښو یادونه یا جزیات نه دي ورکړي خو ویلي یې دي چې، "له بشري حقونو د سرغړونو تر څنګ فزیکي مجازات، تر محاکمې پرته وژنې، خپل‌سره نیونې، د ښځو جنسي ځورونه او د زدکړو مخنیوی نور باید پای ته ورسېږي."

خو ذبیح الله مجاهد بیا وايي، "په افغانستان کې هېڅ ډول داسې شکنجې یا خپل‌سرې وژنې او هغه زور زیاتی چې دوی یاد کړی دی، وجود نه لري."

له بي‌بي‌سي پښتو سره خبرو کې ښاغلي‌ مجاهد همدا راز وویل، "په افغانستان کې ټول محاکم فعال دي، که مجرمینو ته د مجازات ضرورت کېږي نو هغه د محکمې له حکم سره سم کېږي. د محکمې له حکم پرته هېڅوک هم حق نه لري‌ چې څوک شکنجه کړي، یا یې وځوروي او یا یې زنداني یا تهدید کړي"

دې X پوسټ نه تېرشئ, 1
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 1

دغه سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه نن شنبه لیکلي چې ګواکې نړۍ د طالبانو حکومت کړنې ویني او غږ یې پرې کړی چې "باید په افغانستان کې بشري حقونه خوندي او درناوی یې وکړي" او له "زدکړو" انکار نور بس کړي.

ښاغلي مجاهد که څه هم د زدکړو مورد یاد نه کړ خو د بښنې نړیوال سازمان یې تورن کړ چې ګواکې "ځان ته نړیوال نوم ورکوي" خو "ادعاوې یې حقیقت نه لري" او دا د "تاسف" وړ ده چې په "تبلیغاتو" کې راګېرېږي.

تر ۳۴۵ زرو ډېر لاسلیکونه

د بښنې نړیوال سازمان

د عکس سرچینه، Amnesty International South Asia

د دغه سازمان د سويلي اسیا برخې په یوه بل ټوېټ کې د نړۍ په کچه له خلکو د سلګونه زره لاسلیکونو راټولو خبره هم کړې ده.

لیکلي یې دي چې د "نړیوال پيوستون" په ترڅ کې یې د نړۍ له ګوټ ګوټه څه باندې "۳۵۴ زره لاسلیکونه" راغونډ کړي چې پر طالبانو حکومت پکې په افغانستان کې د "بشري حقونو د خوندي کولو او تضمين" غږ شوی دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ, 2
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای, 2

د بښنې نړیوال سازمان په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت "ناوړه" بللی او ویلي یې دي چې، "موږ باید په افغانستان کې د حساب ورکونې او د عدالت لپاره خپلو ګډو غوښتنو ته دوام ورکړو."

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته له بیا رسېدو سره د طالبانو حکومت که څه هم ادعا کوي چې "بشري حقونو یې خوندي" او د دوی د خپل تعبیر له مخې د ښځو په ګډون یې ټولو ته "پر اسلامي شریعت برابر حقونه" ورکړي دي، خو نړیوال بنسټونه یې ننګوي چې په ځانګړي ډول د ښځو ګڼ حقونه یې تروړلي دي؛ د زدکړو، کار او عام ژوند په برخه کې یې بېلابېل محدودیتونه پرې لګولي دي او د ژوند کړۍ یې پرې تنګه کړې ده.

همدا راز یې تورنوي چې ګواکې خپل سیاسي مخالفان ځپي، واک یې ټول انحصار کړی او بل څوک نه پرې ورګډوي.