د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان کې د بشري حقونو حالت په چټکۍ د خرابۍ خوا روان دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان وايي په افغانستان کې د ښځو او نجونو او رسنیو او بیان پر آزادۍ محدودیتونه په بې بریده ډول مخ په ډېرېدو دي.
د بښنې نړیوال سازمان راپور په نړیواله کچه د جګړو او بشري ځور له مواردو سره نړۍ هم په دوه ګوني چلند تورنه کړې او د بېلګې په توګه يې د افغانستان او سوريې له کډوالو سره د لویدیځو هېوادونو هغه خواخوږي پرتله کړې چې د یوکرایين له کډوالو سره يې ښيي.
دغه بنسټ په خپل تازه کلني راپور کې په تېر یوه کال کې په ۱۵۶ هېوادونو کې د بشري حقونو حالت جاجولی او د لاس په کارېدو غږ يې کړی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې وړاندې يې ویلي چې په افغانستان کې د دوی له واکمنېدو سره د بشري حقونو حالت خراب نه بلکې ښه شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان په نړیواله کچه د بشري حقونو د حالت جاجولو په کلني راپور کې د بشري حقونو حالت د اندېښنې وړ بلل شوی خو افغانستان ته د دغه راپور ګوښې شوې برخې ټینګار کړی چې هلته د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ د ډېرې خرابۍ خوا ته روان دی.
د ښځو پر حقونو او د رسنیو او وینا پر آزادۍ بندیزونه، د هغو بنسټونو له منځه تګ یا بيخي محدودېدل چې د بشري حقونو ملاتړ کوي، د سولهییزو لاريونوالو نیونې، ربړول او ورکول، د طالبانو د مخالفینو ناقانونه نیونې، ربړونې، وژنې او بیا له هر ډول قضايي تعقیب خوندیتوب يې هغه موارد بللي چې په افغانستان کې يې د وېرې فضا حاکمه کړې.
په طبيعي افتونو او سختې بې وزلۍ ځپلي افغانستان کې د قتل سزا ته د طالبانو د عام محضر اعدامونه او د ناروا اړیکو په تور د دورو وهلو په څېر سزاګانې يې هم د ټولنیزو نورمونو د ماتېدو لړۍ بللې.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه راپور جنسيتي توپیرپالنه او تاوتریخوالی هم د ۲۰۲۲ کال ستره ننګونه بللې ده.
په هېوادونیو کچو د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت حال يې هم بله برخه ده.
راپور په افغانستان کې د طالبانو حکومت سخت زړو محدودیتونو، له ښځو او نجونو د زده کړو، کار او خپلواکۍ د حقونو تروړل کېدو او په ډاګه د نارینه چوپړ ته د ښځو اړ ایستو مواردو ته اشاره کړې.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت لا خرابېدل نه مني او وايي هلته د بشري حقونو حالت تر پخوا ښه شوی دی.
د بښنې د نړیوال سازمان رپوټ د لسګونو هېوادونو تر څنګ په افغانستان کې د خبریالانو نیول کېدل او بندي کېدل هم د هېوادونو په کچه د حقونو په خوندي ساتلو کې د نړیوال سیستم پاتې راتګ ګڼي.
دغه سازمان ۲۰۲۲ کال د وینا، اعتراض او سولهييزو راټولېدنو د آزادیو تروړل کېدو کال بللی چې پکې د بشري حقونو مدافعین ټکول شوي دي.
راپور د اوکرایین جګړه او په افغانستان او میانمار کې د وسلې په زور د حکومتونو چپه کېدل د حقونو او آزادیو د تروړل کېدو په مواردو کې د یادولو وړ پېښې بللې.
د بښنې نړیوال سازمان راپور د سعودي عربستان د بشري حقونو د ریکارډ په اړه پر نړیواله چوپتیا هم نیوکې کړې چې د بشري حقونو فعالان پکې بندیانېږي او په تېر میلادي کال کې ګڼ شمېر کسان پکې اعدام شوي هم دي.

د عکس سرچینه، ADELA
د دغه بنسټ تازه راپور په مصر کې د زندان د تمبو شاته د فعالانو، لاریونوالو او خبریالانو پاتې کېدل او په دغه هېواد کې د ربړولو پراخ موارد هم غندلي.
دغه راز يې پر فلسطينیانو د اسرایيل ظلم د سوېلي افريقا له اپارتاید سره ورته جنایت بللی او د چين په سینکیانګ کې یې د مسلمانانو د حقونو پر نقض د نړیوالې ټولنې چوپتیا غندلې.
د بښنې نړیوال سازمان مشرې د طالبانو پر ضد د افغان مېرمنو لاریونونه او په ایران او نورو ځایونو کې د ځپنې او تبعیض په خلاف درېدل داسې نښه بللې چې هغوی ته چې په واک کې دي وریادوي چې پر عزت، برابرۍ او آزادۍ تېری يې نه زغمل کېږي.











