تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلزلې ځپلي هرات کې زورور خاورین توپان راغلی
د افغانستان زلزله ځپلی هرات ولایت د پنجشنبې په ورځ له یوې بلې طبیعي ستونزې سره مخ شو. هلته چې د زلزلې له امله یې د ځینو سیمو خلک په خیمو یا وچه ځمکه اوسېږي دا توپان ورته په بله ننګونه بدل شوی.
طالب چارواکي هم د توپان راتلل مني او اندېښنه ښيي چې دا توپان به هلته خلک له نورو ستونزو سره مخ کړي.
په هرات کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي چې دا مهال له زلزله ځپلو سره د مرستو کمیسیون ویاند هم دی وایي توپانونه د خلکو ستونزې زیاتې او له هغوی د مرستو لړۍ زیامنه کړې.
هلته لا هم له زلزله ځپلو سیمو د کومک یا مرستو چیغې پورته کېږي.
دوی خواړه او سرپنا غواړي. وېره یې له دې ده چې له زلزلې خو ژوندي پاتې شول اوس لوږه او سړا هوا ژوندونه ګواښي:
"له هرات یو رقم سړه هوا را الوځي چې هېڅ طاقت نه شو ورته کولای، یوازې همدمره نېکي راسره وکړئ چې یوه شړۍ یا تود شی راته راوړئ، ځکه ماشومان مو د شپې د سړې هوا زور نه لري، هوا له بل هر وخته ډېره سړه شوې".
هلته لا هم خلک لګیا دي خپل ویجاړ کورونه پلټي چې له خاورو لاندې کسان یا هم د خپل کور وسایل را وباسي.
ددې لوی ویر غم تازه دی او هرې خوا ته د ژړاګانو او ساندي غږونه اورېدل کېږي.
د ځینو خلکو درملنه هلته د یو شمېر خیریه تولنو لخوا د جوړو شویو ګرځنده روغتونونو کې کېږي او نور لاهم د هرات ښار په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
لویه اندېښنه د زلزلې په سیمه کې د ماشومانو او ښځو ده چې ښایي ژوندي پاتې هغه یې په بېلابېلو ناروغیو اخته شي.
یاده اندېښنه د ملګرو ملتونو د ماشومان ادارې یا یونیسف او دارنګه د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې ادارې هم څرګنده کړې ده.
بله خوا د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره وايي دوی هلته هر ډول مرستې رسولې دي، خو ددې ادارې د عامه اړیکو مسئول فیلیپ کروپف وايي اداره یې د مرستو له جدي کمښت سره مخ ده:
"هغه څه ته چې په افغانستان کې باید ورته پام وشي، هغه دا دي چې هلته د ناورینونو په سر بل ناورین رامنځته شوی، داسې هېواد کې چې ۱۵ میلیونه خلک یې د یوه وخت خوړو وس نه لري موږ یې یوازې د درې میلیونو لپاره مرسته کولای شو. موږ له نړیوالو غواړو چې د افغانانو لاس ونیسي او له هغوی سره خپل یووالی وښيي."
بله خوا په افغانستان کې د طالبانو حکومت وایي، ګڼو هېوادونو او هېوادوالو له هراتي زلزله ځپلو سره مرستې کړې دي چې دوی د یوه ترتیب له مخې په خلکو وېشي.
د هرات زلزلې لپاره د جوړ شوي کمیسیون ویاند احمدالله متقي وایي دوی هڅه کوي دا مرستې په دا ډول خلکو ته ورسوي چې له یوې خوا ضایع نه شي او له بلې خوا ټولو خلکو ته مساوي مرستې ورسي.
د دغې زلزلې له امله د وژل شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې لا هم نه دې خپرې شوې.
په هرات او ورڅېرمه ولایتونو کې د زلزلې څو ټکانونه راغلل چې په ځینو سیمو کې یې ډېرې مرګ ژوبلې واړولې، خو د هرات په ځينو سیمو کې یې تاریخي سیمې یا ودانۍ هم زیانمنې کړې دي.