تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
څنګه د افغانستان د زلزله ځپلو سيمو د ژونديو پاتې کسانو رواني درملنه کې مرسته کېدای شي؟
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
"د دوی به اوس خوب ورک وي، که سترګه یې پټېږي نو ډاروونکي خوبونه به ويني، د وېرې احساس به کوي او ځان به ملامتوي چې ولې يې د خپلې کورنۍ غړي له مرګه ونه شول ژغورلی"
دا د زلزله ځپلو سيمو خلکو په اړه د یوې افغانې ارواپوهې سحر شبدېس احمدي خبرې دي.
که زلزلې وي، که سېلابونه او که نور طبعي افتونه د اغېزمنو سيمو خلکو ته د مالي او ځاني تاوانونو تر څنګ رواني ستونزې هم ورپېښوي. دا ځور او رواني کړاو هله لا پسې ډېرېږي چې په داسې حادثو کې څوک د کورنۍ نږدې غړي له لاسه ورکړي، د بدن کومه برخه یې شدیده ضربه وویني او یا کوم لوی مالي زیان ور واوړي.
اغلې احمدي چې له کلونو راهیسې د روان درملنې تجربه لري، وايي چې د افغانستان په هرات، بادغیس او فراه ولایتونو کې زلزلو خلک له رواني پلوه هم سخت ځپلي دي.
دا زیاتوي، د دغو سيمو خلکو په ژوند کې یو ډېر لوی ناوړه بدلون راغلی دی چې په څټ ستنول کېږي نه او دا احساس هغوی ځوروي.
سحر شبدېس احمدي وايي، "وګورئ، یوه سيمه په بشپړ ډول پر هدیره بدلېږي او تاسې د کورنۍ هغه غړي چې سهار مو ورسره خدای پاماني کړې ده، نور ژوندي نه شئ لیدلی او تر خاورو لاندې شوي دي، ان جسدونه یې لا ورک دي. دا هر څه دوی ځوروي او زغمل یې ډېر ورته سخت دي."
د "ګناه او ملامتۍ" احساس
تېره شنبه (اکتوبر ۷مه/ د تلې ۱۵مه) هرات داسې مهال خونړۍ زلزلې ولړزاوه چې تنکۍ غرمه یا د ځايي وخت یوولس بجې وې.
د رپوټونو له مخې ځينې کلي په بشپړ ډول له منځه تللي او یو شمېر داسې کورنۍ هم پکې شته چې هېڅ غړی یې ژوندی نه دی پاتې. هغه چې ژوندي پاتې دي بې خوبي، زړه تنګون، یوازېتوب، ژورخپګان او ګڼ نور رواني اختلالات تجربه کوي.
ارواپوهه سحر شبدېس احمدي وايي، له پېښې ژوندي وتلي ځينې کسان په داسې حالاتو کې د ګناه او د ځان ملامت ګڼلو احساس پيدا کوي چې دا هم د دوی رواني کړاو ډېروي.
اغلې احمدي زیاتوي، "څوک چې د زلزلې پر مهال له کوره لرې وو او ژوندي پاتې شوي، هغوی به اوس ځانونه ملامت ګڼي او د ګناه احساس به کوي چې که کور کې وای نو شاید خپلې کورنۍ سره یې مرسته کړې وای او ښايي له مرګه يې ژغورلې وای. ګڼ جسدونه لا هم تر خاورو لاندې پاتې دي چې دا یې هم ځوروي. دوی ښايي داسې ذهني شوک هم تجربه کړي چې له عادي ژونده یې وباسي."
دوی له ځان او نور له دوی سره څنګه مرسته کولای شي؟
افغانه ارواپوهه سحر شبدېس احمدي وايي، له یادو رواني اختلالونو سره مخ کسان د خلکو ډېرې پاملرنې او عاطفې ته اړتیا لري. ځکه چې په وینا یې، هغوی فکر کوي چې بس، نوره دنیا ړنګه ده او د ژوند هېڅ هیله نه ده ور پاتې.
اغلې احمدي وايي چې دوی باید درک شي او غوږ ورته ونیول شي، "هغوی په داسې حالاتو کې تر ټولو ډېر يوه ښه اورېدونکي ته اړتیا لري چې غوږ ورته ونیسي او خواله ورته وکړي."
خو دا ارواپوهه زیاتوي چې په داسې نازکو حالاتو کې دې دوی ته له ځينو خبرو کولو ډډه وشي، "داسې مه ورته وایئ چې ځه شکر دی چې ته ژوندی یې. ځه ښه ده چې ډېر تاوان نه دی رسېدلی. هېڅکله داسې جملې له خولې مه ورته باسئ."
پخپله له یادو رواني اختلالونو سره مخ کسانو ته څه کول په کار دي؟
اغلې احمدي د دې پوښتنې په ځواب کې هغوی مخاطبوي او وايي، "که ژړا درځي، ځان ته اجازه ورکړئ چې وژاړئ. ځان له خلکو ګوښه کوئ مه، انزوا ته ځان مه بیايئ. مرسته وغواړئ، که ډېره وړه هم وي. که هغه یو ګيلاس اوبه غوښتل وي او یا که یوازې د یو چا اوږه وي چې تاسې سر پرې کېږدئ او ښه وژاړئ. تاسې حق لرئ چې خلک مو غږ واوري او واورېدل شئ."
"د زلزله ځپلو پر مخ د کور دروازې پرانيزئ"
سحر شبدېس احمدي چې له ښوونځيو منع شویو نجونو سره یې هم د روان درملنې په برخه کې مرسته کوله، د هرات، بادغیس او فراه له زلزلو وروسته له خلکو غوښتي چې په دغو سيمو کې ژوندیو پاتې کسانو ته د خپلو کورونو دروازې پرانېزي او خواله ورسره وکړي.
هغې په همدې اړه یو کمپاین هم پيل کړی دی.
د اغلې احمدي غوندې ډېری روانشناسان په دې نظر دي چې د مالي، سرپناه، خوراکي او د نورو اړینو توکو د مرستې تر څنګ که له دې پېښې د ژوندیو وتلو کسانو په وخت روان درملنه ونه شي نو ښايي هغوی ته رسېدلې صدمه یې کلونه کلونه په کراره ژوند ته پرې نږدي.
د یادولو ده چې پرون د اکتوبر لسمه د روان درملنې نړيواله ورځ وه او په افغانستان کې د روغتیا نړيوال سازمان یا ډبلیو.اېچ.او په دې مناسبت د "غوریان روانپوهانو ګرځنده ډلګۍ" اتو ښځينه غړو په ګډون له هغو ارواپوهانو مننه وکړه چې زلزله ځپلو سيمو ته تللي او له زیانمنو کورنیو سره د روان درملنې په برخه کې پر مشاورو لګیا دي.