د هرات زلزلې له کبله رامنځته شوې وراني، ویجاړي؛ د تصویر په ژبه

د افغانستان په لوېدیځ کې له یوې زورورې زلزلې څلور ورځې وروسته په همدې سیمو کې یوه بله زلزله هم وشوه، چې له کبله یې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. ملګرو ملتونو دا په داسې یوه هېواد کې چې تر اوسه د اوږدې جګړې له له کبله ځورېږي، ''د ناورین دپاسه ناورین'' بللې.

دواړه زلزلې هرات ښار ته نژدې سیمو کې وشوې، چې د اوسېدونکو ډېری کورونه یې خټینو دېوالونو او یا له خاورینو خښتو جوړ شوي دي. د زلزلې ځپلې سیمې ځینې برخو کې ان بشپړ کلي نړېدلي دي او اوسېدونکي کلیوال یې د خپلو کنډواله شویو کورونو پر خاورو، خځلو د مړو شویو خپلوانو وير ته ناست دي.

د ټولو تصویرونو حقونه له نوا جمشیدي سره خوندي دي.