د هرات زلزلې له کبله رامنځته شوې وراني، ویجاړي؛ د تصویر په ژبه

د افغانستان په لوېدیځ کې له یوې زورورې زلزلې څلور ورځې وروسته په همدې سیمو کې یوه بله زلزله هم وشوه، چې له کبله یې تر ۱۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. ملګرو ملتونو دا په داسې یوه هېواد کې چې تر اوسه د اوږدې جګړې له له کبله ځورېږي، ''د ناورین دپاسه ناورین'' بللې.

دواړه زلزلې هرات ښار ته نژدې سیمو کې وشوې، چې د اوسېدونکو ډېری کورونه یې خټینو دېوالونو او یا له خاورینو خښتو جوړ شوي دي. د زلزلې ځپلې سیمې ځینې برخو کې ان بشپړ کلي نړېدلي دي او اوسېدونکي کلیوال یې د خپلو کنډواله شویو کورونو پر خاورو، خځلو د مړو شویو خپلوانو وير ته ناست دي.

له تېرو پنځو ورځو راهیسې په افغانستان کې د زلزلې یو شمېر ټکانونه محسوس شوي دي، خو هرات ته ۴۰ کیلومتره نژدې زنده جان سیمه کې د شنبې ورځې هغه تر ټولو خونړۍ هغه وه، چې پراخه وراني، ویجاړي یې رامنځته کړه.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، له تېرو پنځو ورځو راهیسې په افغانستان کې د زلزلې یو شمېر ټکانونه محسوس شوي دي، خو هرات ته ۴۰ کیلومتره نژدې زنده جان سیمه کې د شنبې ورځې هغه تر ټولو خونړۍ هغه وه، چې پراخه وراني، ویجاړي یې رامنځته کړه.
دا سړي په هغه یوازینۍ ولاړه دروازه کې ناست دی، چې له زلزلې مخکې یې د کور دروازه وه.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، دا سړي په هغه یوازینۍ ولاړه دروازه کې ناست دی، چې له زلزلې مخکې یې د کور دروازه وه.
د سیمې خلک او مرستندویان د ورانو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون په حال کې.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، د سیمې خلک او مرستندویان د ورانو شویو ودانیو تر خاورو خځلو لاندې د ژوندي پاتې کسانو لټون په حال کې.
د زلزلې نورو ټکانونو راتلو له ډاره د سیمې ډېری خلک تر شنه اسمان لاندې وخت تېروي.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، د زلزلې نورو ټکانونو راتلو له ډاره د سیمې ډېری خلک تر شنه اسمان لاندې وخت تېروي.
د افغانستان د دې زلزلې ځپلې سیمې اوسېدونکي خورا بیوزله کروندګر یا څاروي پالي.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، د افغانستان د دې زلزلې ځپلې سیمې اوسېدونکي خورا بیوزله کروندګر یا څاروي پالي.
دې مېندوارې مېرمنې په زلزله کې مېړه او یو زوی له لاسه ورکړي.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، دې مېندوارې مېرمنې په زلزله کې مېړه او یو زوی له لاسه ورکړي.
د ورانو شویو کورونو تر خاورو، خځلو لاندې توکي.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، د ورانو شویو کورونو تر خاورو، خځلو لاندې توکي.
دوې نجونې د خپل وران کور په کنډواله کې د کور په توکیو پسې لټون کوي.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، دوې نجونې د خپل وران کور په کنډواله کې د کور په توکیو پسې لټون کوي.
مرستندویان تر خاورو د لاندې شویو کسانو لټون په حال کې.

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، مرستندویان تر خاورو د لاندې شویو کسانو لټون په حال کې.
د یوه وران شوي کور ویجاړو دېوالونو په منځ کې پاتې المارۍ

د عکس سرچینه، Nava Jamshidi

د عکس تشریح، د یوه وران شوي کور ویجاړو دېوالونو په منځ کې پاتې المارۍ

د ټولو تصویرونو حقونه له نوا جمشیدي سره خوندي دي.