د هرات زلزله کې سلګونه کسان وژل شوي؛ د لټون او ژغورنې عملیات لا روان دی

د عکس سرچینه، ARCSAfghanistan
د هرات زنده جان ولسوالۍ کې د شنبې ورځې په زلزله کې تر نړېدلو کورونو لاندې د ایسارو پاتې کسانو د لټون هڅې روانې دي.
دې ځواکمنه زلزله کې د ۳۲۰ کسانو د وژل کېدو پخلی شوی، خو چارواکي ویلي دا شمېر ښايي ډېر لوړ شي.
هممهاله افغاني سرې میاشتې ټولنه ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکيتوکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او ګڼ نور اړین توکي استولي دي.
دا ټولنه وايي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د هستوګنې د بیړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.
افغاني سرې میاشتې ویلي، سیمه کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي چې د دوی یو شمېر ښځینه او نارینه روغتیاپالان پکې د ټپيانو لومړنۍ درملنه کوي.
له دې سره د طالبانو حکومت د ریاست الوزارء د سیاسي مرستیال له اړخه یوه خپاره شوي بیان کې د دوی له ټولو اړوندو او ذیربطو ارګانونو غوښتل شوي، "څومره ژر چې کېدلی شي د پېښې قربانیانو ته ځانونه ورسوي او له هر ډول خدمت څخه یې ځان ونه سپموي."
د طالبانو حکومت پر شتمنو هېوادوالو او ملي سوداګرو هم غږ کړی، چې له زیانمنو شویو خلکو سره مرسته وکړي.

د عکس سرچینه، ARCSAfghanistan
تر دې مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځايي چارواکو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي، په هرات کې د زلزلې له امله سلګونه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
ملګري ملتونه هم ويلي، چې د شنبې ورځې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په هرات کې د طالبانو حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې امر مولوي عنایت الله صابر بي بي سي ته وویل، اټکل کوي چې په پنځلسو کلیو کې نژدې ۱۵۰۰ کسان وژل شوي دي.
نوموړی چې تازه زلزله ځپلې سیمې ته ورغلی و، زیاتوي "له ۱۵۰۰ زیات شهیدان به وي." د ښاغلي صابر په وینا، په پنځلسو کلیو کې نژدې ۱۷۰۰ کسان ژوند کاوه چې د ده د اټکل له مخې ښايي یوازې "۲۰۰ یا ۳۰۰" یې ژوندي پاتې وي.
د طالبانو حکومت چارواکي وايي وېره ده چې د زلزلې له امله د اوښتې مرګ ژوبله به ډېره لوړه وي. ځکه دوی وايي څو کلي په بشپړ ډول ړنګ شوي دي.
تر خاورو لاندې مړي

د عکس سرچینه، UGC
ښاغلی صابر وايي، نژدې ټول مړي تر خاورو لاندې پراته دي او اټکل نه کوي چې څوک دي ژوند پاتې شوې وي. په ځینو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي.
د هرات د زنده جان ولسوالۍ چې ډېره مرکژوبله په کې اوښتې، له ښاره لېرې پرته سیمه ده چې انټرنیټي خدمتونه هم په کې کار نه کوي.
فرانس پریس اژانس د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې ادارې په حواله رپوټ ورکړی چې دا د تلفاتو لومړنۍ شمېرې دي او د دقیق شمېر د موندلو هڅه کیږي.
په ټولنيزو رسنيو خپرو شويو ویډیو ګانو کې ښکاري چې یو زیات شمېر کورونه له خاورو سره خاورې شوي او خلک تر ړنګو ودانیو لاندې د بندو کسانو او یا مړو د راویستلو هڅه کوي.
ځايي اوسېدونکو رسنیو ته ویلي چې د هرات زنده جان ولسوالۍ څلور کلي ډېر ځپل شوي.
۴۵ کلن بشیر احمد فرانس پریس ته ویلي دفتر کې وو چې ناڅاپه ودانۍ زوروې زلزلې ولړزوله، په دیوالونو کې درزونه وشول او د ودانۍ ځینې دیوالونه ونړېدل.
ده ویلي وضعیت ډېر وېروونکی وو، له خپلې کورنۍ سره اړیکه نه شي نیولې ځکه ډېر ځپل شوې سیمه کې ټیلیفوني شبکې زیانمنې شوې دي.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA
د امریکا د جیولوژي ادارې ویلي ښايي د زلزلې له امله رامنځته شوی ځانی زیان پراخ وي. دې ادارې ویلي په تېر کې په دې کچه پېښو کې په ملي او سیمه ییزه کچه لاس نیوي او مرستې ته اړتیا پېښه شوې ده.
د زلزلې کچه د ریختر په کچه شپږ اعشاریه درې ښودل شوې ده. له لومړي ځل وروسته څو ځله د زلزلې ټکانونه احساس شوي دي.
افغانستان کې د سره صلیب دفتر پر اېکس یوه بیان کې ویلي زلزله ځپلو سیمو ته یې روغتیايي ډلې استولي دي.
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یونیسف بیا د پېښې له قربانیانوسره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ ویلي، د ملګرو ملتونو د نورو ادارو ترڅنګ د دوی مرستندویه ډلې هم د پښې سیمو ته رسېدلي دي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا ادارې ډبلیو اېچ او پر اېکس یوه بیان کې تر ټولو ډېرې ځپل شوې سیمې زنده جان ولسوالۍ ته د ۱۲ امبولانسونو د استولو خبر ورکړی دی.
دوی ویلي یو شمېر ټپيان چې ډېر یې ماشومان او ښځې دي روغتونونو ته يې رسولي او روغتیايي ډلې یې روغتونونو کې له ډاکټرانو سره مرسته کوي.












