د هرات زلزله ځپلو ته مرستندویه انفرادي او نړیوالې هڅې روانې دي

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي نه یوازې دا چې خپل ټول تمرکز یې پر مرستې رسونې کړی بلکې له نړیوالو يې هم غوښتي چې خپلې مرستې ونه سپموي.

د روغتیا چارسمبالی وزیر ډاکتر قلندر عباد وايي له ځینو هېوادونو او سازمانونو سره یې د تماس هڅه کړې.

ښاغلي عباد دا ونه ویل چې په ځواب کې يې ژمنې ترلاسه کړي که څنګه. دا چې د طالبانو حکومت یوه هېواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی او نه هم په ملګرو ملتونو کې استازی لري، د رسنیو په مرسته او د برېښنالیک په لېږلو مرستې غواړي.

د ملګرو ملتونو د بېلابېلو څانګو په ګډون ځینو ځینو خیریه مؤسسو ځپل شویو سیمو ته یوه اندازه مرستې رسولې، خو هم سیمه‌ییز خلک، هم چارسمبالی حکومت او هم خیریه بنسټونه وايي چې کافي نه دي. هم‌مهاله یو شمېر افغانان په ډله‌ییز او انفرادي شکل په کور دننه او بهر د مرستې په را ټولولو لګیا دي.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان د اړیکو مشر فېلېپ کروف چې په هرات کې په زلزله ځپلې سیمې کې ولاړ دی، پر خپل اېکس د یوې ویډیو په خپرولو له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلی کروف وايي، دا زلزله داسې مهال پېښه شوې چې له دریو یوه برخه افغانان د بل ځل خوراک لپاره حیران وي او د خوړو نړیوال سازمان د پیسو له کمښت له امله لس میلیونه اړمن خلک له خپل لسته اېستلي دي. دی وايي موږ دلته په سیمه کې یو، مرسته وکړئ.

اروپايي‌ ټولنې د هرات زلزله ځپلو سره د ۳نیم میلیونه یورو په ارزښت بېړنۍ مرسته اعلان کړې. په کابل کې د جاپان سفارت هم وايي، هرات کې زلزله ځپلو ته د بېړنۍ مرستې لپاره توکي استوي.

د قربانیانو شمېر

د قربانیانو وروستی شمېر نه دی معلوم او ضد و نقیض رپوټونه خپاره شوي خو د بې پولې ډاکترانو سازمان وايي کابو درې زره کسان مړه شوي او د ټپیانو شمېر زرګونو ته رسېږي. په افغانستان کې د مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي،‌ د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلې وروسته اوس هم شاوخوا ۵۰۰ کسان ورک دي.

د لومړۍ زلزلې سربېره د پرونۍ زلزلې له امله بیا ۱۵۳ ټپیان روغتونو ته وړل شوي دي او ویل کېږي یو کس وژل شوی هم دی.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان کې د مرسي کورپس خیریه موسسې مشر ډېني کري اندېښنه څرګنده کړې چې ښځې په دغه هېواد کې ډېرې زیانمنونکې دي او له اوسنیو بندیزونو سره د ناورین پرمهال هم مرستې ته لږ لاسرسی لري.

ښاغلی کرري وايي، د دوی سازمان هڅه کوي په زنده جان ولسوالۍ کې اړمنو ښځو او ماشومانو مرستې ورسوي. د ده په وینا د ښځو پر کار بندیز ښځینه قربانیانو ته د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی دی.

د روغتیا وزیر ډاکتر عباد وايي د دوی ښځینه روغتیايي پرسونل د مرستې په بهیر کې فعاله ونډه اخیستې ده.

د طالبانو حکومت پر تګلارو نیوکګر وايي د ټولنې ټولې ستونزې یوازې په نرسانو او ډاکترانو نه اوارېږي، باید په اوسني ناورین کې په مرستندویه چارو کې ښځو هم ونډه درلودای. په تېره بیا چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق، یونیسف وايي ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.