هرات کې مرګونې زلزله؛ د ژغورنې او موندنې هڅې لا هم روانې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان په لوېدیځ ولایت هرات کې یوې ویجاړوونکې زلزلې "نژدې ۲۵۰۰ کسان وژلي او همدومره نور ټپیان کړي دي."
د طالبانو حکومت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ویاند ملا جانان سایق له بي بي سي پښتو سره په خبرو کې ویلي، نژدې دوه زره کورونه هم په دې زلزله کې نړېدلي دي.
له سيمې څخه راپورونه وايي، ژغورونکې ډلې اوس هم د ژوندي پاتې شوو په لټه کې دي خو چارواکي وايي د ټپي شوو کسانو سره د مرستې لپاره پوره ډاکتران او طبي امکانات نشته.
ويل کېږي مرستندویو موسسو ته ګرانه ده چې لرې پرتو سیمو ته ځانونه ورسوي ځکه په سیمه کې سړکونه خټو بند کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت کابینې په یوه "بېړنۍ ناسته" کې د دولتي ادارو د مرستو د همغږۍ لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی او سل میلیونه افغانۍ بودجه یې ورته ځانګړې کړې ده.
بل پلو په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر اعلان کړی چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست د ۳۷ ډاکټرانو او نرسانو په ګډون لس روغتيايي ډلې له زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه هرات ولایت ته استول شوې دي.
د کندهار د عامي روغتیا رئیس محمد ادم مسلم وايي، دغې روغتيايي ډلې له ځانه سره دوه ټنه درمل هم لېږدولي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
هممهاله افغان سرې میاشتې ټولنې ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو ته د خوراکيتوکو، درملو او روغتیايي ډلو ترڅنګ خیمې، ترپالونه، د اوبو ذخیره کولو لوښي، د پخلنځي وسایل، کمپلې او ګڼ نور اړین توکي استولي دي.
دا ټولنه وايي چې کارکوونکي او رضاکاران یې د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې مرسته کوي او زیانمنو شویو خلکو ته د استوګنې د بېړني کمپ او سرپناه پر جوړولو بوخت دي.
په عيني وخت کې د هرات زلزله کې له زیانمنو کسانو سره د مرستو لپاره يوه افغان سوداګر د د دوه سوه میلیونه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.
د عزيزي ګروپ مشر ميرويس عزيزي پر اېکس ويلي، دا مرسته به "ډېر ژر" د هرات زلزله ځپلو ته ورسول شي او پر زیانمنو کسانو به ووېشل شي.
د پاکستان، ايران او ترکيې په ګډون په کابل کې مېشت د يو شمېر هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازو د خواشينۍ پيغامونه خپاره کړي او د مرستو ټټر يې وهلی دی خو ويل کېږي تراوسه په لږه کچه مرستې سیمې ته رسېدلې دي.

د شنبې په ورځ هرات ولايت کې د رېختر په کچه شپږ اعشاريه دری درجې زلزله وشوه چې وروسته څو ځله نور هم د زلزلې ټکانونه شوي دي.
دغې زلزلې د هرات ولایت د مرکز شمال لوېدیځ ته په ۳۰ کیلومترۍ کې پرتې سیمې ولړزولې، چې له امله یې ګڼ ځاني او مالي زيان پېښ کړی دی.
د راپورونو له مخې، تر ټولو زيات ځاني او مالي زيانونه د زنده جان او غوريان ولسواليو په نايب روفي، سياه آب، ورداغ، کرنيل، سربلند، تاشکک، چاهک او سنجاب کليو کې اوښتی دی.









