د هرات زلزله د تصویر په ژبه؛ د ژغورنې چارې، جنازې او د مرستو اړتیا

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

نن درېیمه ورځ هم په هرات کې د زلزلې له کبله د نامالوم شمېر کسانو مړي‌ تر خاورو لاندې پټ پاتې دي. سیمې ته رسېدلي خلک د مړو پر رایستلو، جنازو او مرستندویه چارو بوخت دي. هلته د روان وضعیت څرک په دې انځوریزه ټولګه کې کتلی شئ:

د ژغورنې او مړو رایستلو چارې:

که څه هم د درو ورځو په تېرېدو سره د دې امکان اوس ډېر کم ښکاري چې لا دې هم تر ویجاړۍ او خاورو لاندې څوک ژوندي پاتې وي خو د ژغورنې او د مړو د رایستلو چارې روانې دي.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سکواټرو تر څنګ ګڼ خلک په بېلچو او کودلو سره د مړو رایستلو او د ویجاړي پر پاکولو لګیا دي.
هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مړو په ګډون تر ویجاړي لاندې روغ پاتي توکي یا وسایل هم رایستل کېږي

جنازې او ډله‌ييز قبرونه:

تر اوسه د هرات په زلزلو کې د وژل شویو کسانو کره شمېر نه دی په ډاګه شوی، پرون د طالبانو حکومت چارواکو شاوخوا دوه نیم زره وژل شوي او زرګونه ټپیان یادول خو نن یې مخکېنۍ شمېرې ناسمې او د مړو شمېر تر زرو او د ژوبلو تر دوو زرو اوښتی بللی دی.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مرستندویان او د سیمې خلک د مړو لپاره د قبرونو پر ایستلو بوخت دي. چارواکي وايي، نن ۳۰۰ جنازې خاورو ته سپارل شوې. تر ډېره دوی په ډله‌ييزو قبرونو کې ښخ کړای شول.
هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، یو زلمی او ورسره کسان د مړو تر څنګ ناست دي. په زلزله کې د ځينو کسانو د کورنۍ ټول غړي مړه شوي او تر ډېره ښځې او ماشومان زیانمن شوي.

ویجاړی:

د شنبې ورځې زلزله چې د رېختر په کچه ۶ اعشاریه ۳ درجې ښودل شوې، له ځانه سره څو پرله پسې ټکانونه هم درلودل چې ویجاړی یې ډېر کړی. تر ټولو ډېر ځاني او مالي زیان د زنده جان او غوریان ولسوالیو اړوند کلو کې اوښتی.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ګومبزې په بڼه د جوړو شویو کورونو چتونه لوېدلي او دیوالونو ستر چاودونه کړي دي.
هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سیمه کې ځينې کلي په بشپړ ډول نړېدلي او جوړ کور نه دی پکې پاتې. د رپوټونو له مخې، په زلزله کې ۱۳۰۰ کورونه وېجاړ شوي دي.

مرستې او اړتیاوې:

له زلزلې د ژوندیو پاتې شویو ټپیانو درملنه روانه ده او ځينو کورنیو سره د خوراکي او سرپناه مرسته شوې خو ښکاري چې کافي نه ده. د دې تر څنګ سیمې ته بېلابېلې روغتیا ډلې او نور مرستندویان رسېدلي، په کور دننه او بهر له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره کمپاینونه پیل شوي خو ویجاړي او خلکو ته اوښتي زیان ته په پام ښکاري چې د خلکو اړتیاوې ډېرې دي.

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په سیمه کې زرګونه کسان بې کوره شوي او تر شنه اسمان لاندې شپې سبا کولو ته اړ شوي دي.
هرات

د عکس سرچینه، UNHCR

د عکس تشریح، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو اداره وايي، هڅه کوي له نورو همکارو ادارو سره په ګډه زیانمنو کورنیو ته خیمې، پاکې اوبه او خوراکي توکي ورسوي.