تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ورزش لپاره غوره وختونه کوم دي؟
د دې خبرې ثبوتونه مخ په ډېرېدو دي چې ورزش هر وخت د سالمې روغتیا ضامن دی خو ایا مونږ کولی شو چې د ورځې تر ټولو ښه وخت کې ځان په ورزش عادت کړو؟
په څو راتلونکو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړي په پارېس کې سره راټولېږي چې د ورزش تر ټولو معتبرې نړیوالې جایزې لپاره سره سیالۍ وکړي.
د غوره لوبغاړو تر منځ تر ټولو غوره لوبغاړي ته د المپیک د سرو زرو مډال په پام کې نیول شوی دی.
د نړۍ دا غوره لوبغاړي چې غواړي لا نوم وګټي، دا مهال هرو مرو په ښه وخت کې د اغېزناک تمرین په کولو تېروي.
د یونان د ۲۰۰۴، د بېجېنګ د ۲۰۰۸، د لندن د ۲۰۱۲ او د ریو له ۲۰۱۶ څلورو المپیکي سیالیو څخه د ۱۴۴ مډالونو ګټونکو لوبغاړو لوبو ته له کتنې ثابته شوې "هغو چې د ماښام وخت کې یې سیالۍ کړې، تر ټولو چابک وو."
په دې لړ کې بیا هغه چې د مازیګر-ماښام د پنځو بجو شاوخوا یې په سیالیو کې برخه اخیستې، ډېر ګټور ثابت شوي.
دې ارزونې څیړونکو ته دا ور په ګوته کړې چې د انسان چلند او کړه وړه د وخت په بېلابېلو وختونو کې بدلېږي او اغېزې یې هم بېلې وي.
تاسې به هم هرو مرو د ماښام وخت د لوبو یا سایکل چلولو خوند لیدلی وي، د افغانستان په ډېرو کلېوالو سیمو کې هم ډېری لوبې مازیګر مهال کېږي.
دا په ښکاره له دې کبله چې خلک له کارونو ستانه شوي وي خو په حقیقت کې د دې وخت لوبو ته انرژي ډېره او ګټه یې هم د پام وړ وي.
د بدن د ښکلا په تمرینونو کې بیا وخت ته تر ټولو ډېر پام کېږي، د دې ورزش لپاره تر ټولو ښه وخت د مازیګر له شاوخوا څلورنیمو بجو د شپې تر اتو بجو یادېږي.
څيړنو دې ته هم اشاره کړې چې د بېلابېلو وختونو ورزشونه د سړیو او ښځو په روغتیا جلا جلا اغېز ې کوي.
زمونږ بدني کړنې وړنې او دا چې بدن له ورزش څخه څنګه اغېزمنېږي، د دې ټولو اړیکه زمونږ په بدن کې له شته مالیکلونو او حجرو سره ده چې ۲۴ ساعته زمونږ د بدن ځینې کړنې تنظیموي.
د سويډن په کیرولنسکا انسټېټیوټ کې د ورزش فزیالوجېسټ جولین زیرات دا مهال د ورزش او وختونو تر منځ په اړیکه څیړنه کوي.
زیرات او ملګرو یې پخپلو څیړنو کې موندلې "هغه موږکان چې سهار وختي یې ورزش کاوه، ډېره وازده یې بایللې."
دوی وایې له دې دا ثابتېږي چې د ورځې په تر ټولو ښه وخت کې ورزش او تمرین کول د شکر له ناروغیو او چاغوالي څخه د خلاصون به موخه هم ګټور دی.
دا څیړونکي وايې "ټول په دې باور دي چې ورزش ښه شی دی، که هر وخت وشي."
خو دوی زیاتوي چې د ورزش میتابولیکې او بیالوژیکي ګټې د ورځې په بېلابېلو وختونو کې له تمریناتو لا ګټورې ثابتېدای شي.
د انسانانو په اړه یوه وروستۍ څيړنه کې څېړونکو ثابته کړې چې په اوونۍ کې یوه ورځ د سهار مهال ورزش د عضلاتو په جوړولو او حوصلې لوړولو کې مرسته کوي، د دې تر څنګ دا ورزش د خېټې وازدو په وېلې کولو او د وینې فشار په نورمال ساتلو کې مرسته کوي.
د دې څیړنو حیرانوونکي برخه دا هم ده چې که ښځې دا ورزش ماښام مهال وکړي، عضلات پنډولی او غټولی شي خو که سړي همدا ورزش ماښام مهال کوي، وازدې یې ویلې کېږي او د وینې فشار کمولو کې ګټور ثابتېږي.
له دې سره باید یادونه وشي چې دا څېړنې لا په لومړینو پړاوونو کې دي او بشپړې شوې نه دي.
د دې خبرې یو دلیل دا دی، "لکه څنګه چې زمونږ د بدن غړي مختلف دي، داسې د هر انسان د ننه انساني ساعتونه مختلف دي."
د امریکا د څیړونکو یوه ډله وايي "په مونږ کې هغه کسان چې سهار وختي پاڅېږي، شاید بدني ساعت یې له ۲۴ ساعتونو څه کم چلېږي، او هغه کسان چې د شپې تر ناوخته کېني، بدني ساعت یې ممکن له ۲۴ ساعتونو ډېر چلېږي."
د ایسر په مشرۍ د څيړونکو یوې ډلې موندلې، هغه موږکان چې سهار مهال تربیه کېږي د هغو پرتله چې غرمه مهال تربیه او تمرین ورکول کېږي، د بدلون ژر خپلولو وړتیا لري.
دا څېړنه لا خپره شوې نه ده او باید بل ځلې کتنه هم پرې وشي.
څېړونکي په دې فکر کوي چې که په انسانانو کې هم ورته اغېز وموندل شي، د لوبغاړو لپاره به دا اسانه وي چې د خپلو عضلاتو د جوړولو وختونه په مناسب ډول ترتیب کړي.
په همدې مهال د دې ټولو شیانو اصلي کار له طبېعت سره دی، زمونږ بدن هر ډول تربیه یا زدکړه هغه مهال اسانه مني چې هر ځلې د منظم مهالوېش له مخې په یوه وخت وشي.
له دې ټولو سره، ډېری څېړونکي په دې یوه خوله دي چې ورزش که هر وخت او هر څنګه وي، ګټور دی خو که تاسې داسې کوم وخت احساس کړی وي چې ستاسې بدن ته ښه ثابتېږي یا پکې د ورزش پر مهال ښه احساس لری، نو دا وخت تاسې ته اضافه ښه والی در کوي او په ورزش کې مو لا غښتلی او پیاوړی کوي.