په رفح کې پوځي عملیات به د مصر او اسرائیلو د سولې پر تړون څه اغېز وکړي؟

    • Author, عطیه نبیل
    • دنده, بي بي سي عربي ـ قاهره

د مصر بهرنیو چارو وزیر سامح شکري د اسرائیل او مصر ترمنځ د ۱۹۷۹م کال د سولې تړون ته د خپل هېواد ژمنتیا یو ځل بیا تازه کړه.

مصری لوری دا ژمنه وروسته له هغې تازه کوي چې ځینو اسرائیلي او امریکایي رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړل چې که اسرائیل د غزې تړانګې په سویل کې له مصر سره پر پوله د فلسطین په رفح ښار پوځي عملیات پیل کړي، قاهره به د سولې دا تړون وځنډوي.

وېره ده چې لوي پوځي عملیات به د دې لامل شي چې په رفح کې مېشت زرګونه فلسطیني کډوال به د خپل هېواد له پولې واوړي او د مصر په سینا دښته کې به پناه واخلي.

ښاغلی شکري هڅه وکړه چې په خپل دې بیان سره " د اشخاصو له خوا هر ډول تبصرې سمې نه شوو بللی." یاد رپوټونه رد کړل.

خو له دې سره سره لوړ پوړو مصري سرچینو نیمه دولتي خبري چینل " القاهرې" ته پرته له دې چې ډېر جزئیات ورکړي ویلي چې مصر په رفح کې حالات له نږدې څارل او دې ته چمتو وو چې هر ډول پېښې ته څنګه غبرګون وښيي.

د سولې هوکړې اصلي شرایط څه دي؟

ډي / D زون

تړون ټاکل شوي شمېر اسرائیلي پوځيانو ته اجازه ورکوي چې په "ډي زون" کې پاتې شي، یعنې څلور پیاده کنډکه چې د سرتېرو شمېر به یې تر څلورو زرو وي، سنګرونه یا مورچلې به یې هم ټاکلی شمېر وي، په داسې حال کې چې د ملګرو متلونو څارونکي به پرې څار کوي.

په هوکړه کې دا هم راغلي چې اسرائیلي پوځیان به له ځان سره ټانګونه، توپونه، د الوتکې ضد توغندي نه شي دننه کولای او یوازې د یوه کس له خوا لېږدول کېدونکي له ځمکې هوا ته توغندي وړلی شي.

په قاهره کې د عرب ستراتیژیک ټولنې مشر سمیر راغب وایې، "ډي زون" ټول دوه اعشاریه پنځه کېلو متره یا یو نیم مایل له مصر سره په پوله په اسرائیلو کې دننه سیمه ده، په دې سیمه کې د غزې او مصر ترمنځ پوله هم راځي.

اسرائیلي ځواکونه له وخته د غزې او مصر ترمنځ په پوله واک لري، په دې سیمه کې ۱۴ کیلومتره اوږده سیمه هم شامله ده چې د مصر پولې ته نږدې پرته ده او د فلاډیلفي دهلیز او " صلاح الدین محور په نامه هم پېژندل کېږي."

وروسته اسرائیلو له مصر سره د فلاډیلفي پروتوکول هم لاسلیک کړ چې وروسته د سولې تړون برخه وګرځېد.

دغه نوی بدلون مصر ته اجازه ورکړه چې ۷۵۰ سرتېري په " سي زون" کې چې له " ډي زون " سره نږدې پروت دی ځای پر ځای کړي.

دا پوځي ځواک نه دی بلکې هغه پولیس دی چې په سیمه کې له پولې اوښتوونکو ترهګرو ډلو سره د مبارزې دنده په غاړه لري.

خو د ۱۹۷۹م کال اصلي تړون اجازه نه ورکوي چې مصري پوځيان په "سي زون" کې ځای په ځای شي، بلکې هلته یې پوځي شتون د ګڼ ملیتیز پوځ، څارونکو او د مصر ملکي پولیسو پورې چې سپکې وسلې ولري محدود کړی.

خو د سولې تړون لومړۍ ضمیمه د امنیتي تړونونو د تعدیل اجازه ورکوي چې د یوه اړخ په غوښتنه او مقابل لوري په موافقې سره ترسره کېدای شي.

په ۲۰۲۱ م کال مصر او اسرائیلو اعلان وکړ چې په سي زون کې د مصر پوځي شتون ورسره پیاوړی شو، یعنې په سینا دښته کې له اورپکو ډلو سره د مبارزې لپاره د ټانکونو، زغره والو او بار وړونکو موټر او ډېرو پوځيانو ورتګ ته اجازه ورکړل شوه.

"پر رفح عملیات له تړون څخه سرغړونه کېدای شي"

د نړیوال قانون پروفیسور او د مصر د بهرنیو اړیکو شورا غړی ډاکټر ایمن سلامه وایي، اسرائیل د دې حق نه لري چې د مصر له اجازې پرته ډي زون کې زیات سرتېري ځای پر ځای کړي، ان که د دواړو هېوادونو د ملي امنیت خوندیتوب لپاره هم وي.

د ډاکټر سلامه په وینا د مصر لور ته د نړیوالې پولې په توګه د اسرائیلو پوځیانو ورتګ که هغه د کومو پوځي عملیاتو او نیښتو لپاره هم نه وي، د سولې تړون د شرطونه ماتونه بلل کېدای شي.

نوموړی وایي: دا به " یو خصمانه" عمل وي چې د مصر ملي امنیت به و ګواښي.

د ښاغلی سلامه په وینا مصر دا حق لري چې دا ډول ګام خپل ملي امنیت ته ګواښ وبولي، او په پایله کې له اسرائیلو سره د سولې په تړون له سره کتنه وکړي او یا یې وځڼدوي.

مصر ته دا حق د ۱۹۶۹م کال د ویانا کنوانسیون د تړونونو قانون ورکړی، یاد قانون اجازه ورکوي چې که کوم لوری د مقابل لوري ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته ګواښ پېښ کړي، په دې برخه کې شته تړون لغوه او یا و ځنډوي.

مصر له وړاندې د اسرائیلي چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې غواړي په رفح ښار کې پوځي عملیات وکړي او خبرداری ورکوي چې دا کار به " بدې پایلې" له ځان سره ولري.

په غزه کې د "ناوریني وضعیت" په اړه له وړاندې نړیوالو او عربو خبرداري ورکړي او وايي که چېرې اسرائیل خپل پلانونه عملي کړي حالات به نور هم ترینګلي شي.

مصر له دې هم وېره لري چې د زرګونه نورو فلسطیني کډوالو ورتګ به هلته وضعیت نور هم خراب کړي ځکه له وړاندې یې په خاوره کې یو اعشاریه څلور میلونه فلسطیني کډوال مېشت دي.

په اسرائیلو کې وېشلي نظرونه

د اسرائیلو د ملي امنیت مطالعاتو مرکز مشر څېړونکی یوهانون تزوریف وايي، د مصر او اسرائیلو سولې تړون اسرائیل له خپل دې حق نه شي را ګرځولی چې له خپل ځان او پولو باید دفاع ونه کړي.

نوموړي د دواړو هیوادونو لپاره د دې تړون پر اهمیت ټینګار وکړ خو په رفح کې د احتمالي پوځي عملیاتو په اړه یې د مصر اندېښنې کمې یادې کړې.

تمه کېږي چې قاهره به د خبرو اترو د یوې دورې کوربه وي چې د د امریکا د څارګرې مشر ویلیم برنز او د اسرائیلو یو لوړ پوړی امنیتي پلاوی به په رفح کې د احتمالي عملیاتو لپاره د اسرائیلو پلانونو په اړه پکې خبرې وکړي.

د رپوټونو له مخې، دوی به د اوربند په خبرو کې د وروستیو پرمختګونو او همدارنګه د اسرائیلو او حماس ترمنځ د یرغمل شویو او بندیانو د تبادلې په اړه هم خبرې وکړي.

د مصر او اسرائیلو همغږي؟

مصر په ځلونو دا خبره رد کړې چې په غزه کې دننه او په ځانګړي ډول په فیلاډیلفي دهلیز او ډي زون کې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو په اړه له اسرائیلي لوري سره همغږي لري.

وروسته له هغې چې اسرائیلو په رفح کې د ممکنه پوځي عملیاتو خبره وکړه په وروستیو اونیو کې د دواړو لورو ترمنځ اختلاف نور هم زیات شو.

د اختلاف بل مهم ټکی دا دی چې اسرائیل په دې هڅه کې هم دی چې د فیلاډیلفي دهلیز کنټرول په خپل لاس کې واخلي، ځکه دوی تور پورې کوي چې په دې توګه غواړي له دې لارې د حماس د وسلو د قاچاق مخه ونیسي.

مصر یاد تورونه رد کړي او پر خپلو پولو یې د بشپړ کنټرول پر وړتیا ټینګار کړی دی. مصری لوری دا تورونه هم نه مني چې له دې ځایه دې غزې تړانګې ته تونلونه ایستل شوي وي او یا د وسلې او چاودېدونکي توکې ترې قاچاق شي.

له دې سره په څنګ کې مصر دا خبرداری هم ورکړی چې د اسرائیل د " فلاډیلفې دهلیز د اشغال لپاره د مشروعیت رامنځته کولو هڅې" کوي او دا کار به د "دواړو هیوادونو اړیکو ته جدي زیان ورسوي."