بایډن له اسرائیل غوښتي چې په رفح کې د ملکي خلکو خوندیتوب ته پام وکړي

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وايي، د غزې په رفح سیمه کې یو ځای شوي ملکي خلک خوندي نه دي، زیان ورته رسېدای شي او باید د خوندیتوب لپاره یې اقدامات وشي.

د نوموړي په وینا اسرائیل باید داسې ''باوري'' اقدامات وکړي، چې له مخې یې د غزې په دې سویلي ښار کې له یو میلیون ډېر ملکیان چې هلته یې پناه اخیستې، خوندي شي.

د یادونې ده، چې پر رفح دا وروستیو کې اسرائیلي ځواکونو درنه بمباري کړې او د مرګژوبلې رپوټونه هم ورکړل شوي دي. یوه فلسطیني ډاکتر بي بي سي ته ویلي، هلته خلک په وېره کې ژوند کوي.

تېره اونۍ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامن نتنیاهو ویلي و، چې خپلو ځواکونو ته یې امر کړی، چې ځمکني عملیات تر رفح پورې وغځوي. نوموړي ګواښ کړی و، چې په دې ښار کې پټ شویو حماس وسله والو ته به ماتې ورکړي. پر یکشنبه اسرائیلي پوځ ویلي و، دوه یرغمل شوي اسرائیلي- ارجنټایني نارینه یې له رفح سیمې راخوشي کړي دي.

د دوشنبې پر ورځ واشنګټن کې د اردن له پاچا عبدالله سره له لیدنې وروسته ښاغلي بایډن یو ځل بیا د رفح ملکي خلکو خوندیتوب غوښتنه وکړه. نوموړي وویل ''هلته د مېشتو ملکیانو د خوندي ساتلو له باوري پلان چمتو کولو پرته په هغه ښار کې باید هېڅ لوی پوځي عملیات و نه شي.''

نوموړي زیاته کړه: ''هلته ډېر خلک بې ځایه شوي دي، څو ځله بې ځایه شوي دي. دوی د تاوتریخوالي له کبله شمال ته تشتېدلي او اوس رفح ته په داسې حال کې ټېل وهل شوي دي، چې خوندي نه دي او زیان ورته رسېدای شي. دوی خوندیتوب ته اړتیا لري او موږ په دې هکله له پیله څرګند دریځ درلود موږ په زور د فلسطینیانو له بې ځایه کولو سره مخالفت کوو.''

سپینې ماڼې تېره اونۍ ویلي و، په رفح کې مېشت کډوالو ته له پام پرته هلته د پراخو پوځي عملیاتو مخالفت کوي. د یادونې ده، چې په غزه کې چې د حماس تر کنټرول لاندې ده، ډېری ځايي اوسېدونکي د اسرائیلي ځمکنیو عملیاتو له وېرې نورو سیمو ته کډوال شوي دي.

په ورته مهال په ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو څانګې مشر ولکر تورک ویلي، هر ډول برید به ''وېرونکی'' وي او داسې ''ډېر امکان شته'' چې ګڼ شمېر ملکي کسان به پکې ووژل شي.

د یادونې ده، چې د غزې تړانګې د ټول نفوس دوه اعشاریه درې میلیونه نژدې نیمايي هغه اوس له مصر سره پر پوله پراته دې ښار کې راټول شوي دي، چې تېر اکتوبر کې یې د اسرائیل او حماس تر منځ د جګړې له پیل مخکې ټولټال نفوس ایله ۲۵۰ زره کسانو ته رسېده.

دې ښار ته ورغلي ډېری ملکیان په خورا ناوړه شرایطو کې په موقتو کېږدیو کې ژوند کوي او پاکو خوړو او اوبو ته ډېر لاسرسی نه لري.