د چین علي بابا شرکت د 'چټ جيپيټي' ته ورته 'ټانګي کیانوېن' راوباسي

د عکس سرچینه، Reuters
چین د ټیکنالوژۍ لوی شرکت علي بابا وايي، د مصنوعي ځېرکتیا چټباټ (ChatGPT) چټ جې پي ټي ته ورته خپل تولید راباسي چې ټانګي کیانوېن (Tongyi Qianwen ) نومیږي.
چټ جي پي ټي پروګرام د مصنوعي ځیرکتیا یو پروګرام دی چې د انسانانو ځوابونو ته ورته ځوابونه راوړلی او اکاډیمیک کارونه تولیدولی شي.
د چين د ټکنالوژۍ د ستر شرکت علي بابا د کلاوډ کمپیوټېنګ برخې ویلي چې زر به د مصنوعي ځيرکتیا دا چټ باټ د علي بابا په ټولو کاروبارونو کې ونښلوي، خو د دغې چارې لپاره يې وخت نه دی مشخص کړی.
په وروستیو میاشتو کې، په ټوله نړۍ کې د ټیکنالوژۍ ګڼو شرکتونو خپل توليد د مصنوعي ځیرکتیا چټ باټونه اعلان کړل.
اوس تر ټولو مخکښ د مصنوعي ځیرکتیا چټباټ چټ جي پي ټي دی چې د انسانانو ځوابونو ته ورته ځوابونه راوړلی او اکاډیمیک کارونه تولیدولی شي او فکر کېږي چې په راتلونکي کې به په ټوله نړۍ کې مشهور او کارندوالی به يې ډېر شي.
علي بابا شرکت د کال په پیل کې ویلي وو چې هڅه کوي د چټ جي پي ټي پر سیال تولید کار کوي.
د علي بابا د شرکت چټ باټ ته د Tongyi Qianwen ټانګي کیانوېن نوم اخیستی چې ژباړه یې ده "پر زرو پوښتنو د ځواب لټه " خو لا هم دغه شرکت د هغه انګلیسي ورژن ته نوم نه دی اخیستی.
د علي بابا رییس او اجرایوي مشر ډینیل ژانګ د تونګي کیانوین په پرانیسته کې ویلي چې د مصنوعي ځيرکتیا او کلاوډ یا پرلیکه کمپیوټېنګ په مهمه شېبه کې دي.
دغه شرکت ویلي، Tongyi Qianwenپه انګلیسي او چینایي ژبو د کار کولو وړتیا لري، په پیل کې به د علی بابا د کارځای د پیغام رسولو ایپ ډینګټاک کې اضافه شي.
دا چټباټ به کولی شي په غونډو کې شوي بحثونه په ليکلو یادښتونو واړوي یا هم د برېښنالیکونو وليکلو او کاري پروپوزلونو یا غوښتنلیکونو د چمتو کولو په څېر چارې ترسره کړي.
علی بابا شرکت دا هم ویلي چې دا چټباټ به په Tmall Genie کې هم مدغم شي چې د امازون د الیکسا غږیز ځيرک سپیکر ته ورته دی.
په تېر نوامبر میاشت کې د مایکروسافټ د OpenAI په ملاتړ د ChatGPT له خپرېدو سره د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د منځپانګې په تولید کې لېوالتیا ډېره شوه.
تولیدي مصنوعي ځيرکتیا یا AI د تیرو معلوماتو په کارولو د دې وړتیا لري چې داسې مینځپانګه ررامینځته کړي چې د انساني له کار سره توپیر نه لري.
ChatGPT کولی شي په طبیعي او د انسان په څیر ژبې په کارولو سره پوښتنو ته ځواب ووایي او دا کولی شي د لیکلو نور سټایلونه هم د انټرنټ په کارولو سرهنقل کړي.
مایکروسافټ په دغې ټیکنالوژۍ ملیاردونه ډالر لګولي چې په فبرورۍ میاشت کې یې خپل پلټونکي بینګ Bing ته ورزیات کړ.
دغه امریکا مېشت د سافټویر لوی شرکت دا هم ویلي چې د ChatGPT یوه نسخه به د مایکروسافټ آفېس په کاریالونو لکه ورډ، اېکسېل، پاور پواینټ او اوټلوک کې هم ولګوي.
د الفباټ ګوګل او د ټیکنالوژۍ یوې چينایۍ ډلې بیډو Baidu هم ویلي چې ورته د مصنوعي ځيرکتیا چټ باټونه به راوباسي.
د سه شنبې په ورځ، د چین د سایبر سپیس تنظیموونکې ادارې د تولیدي مصنوعي ځیرکتیا د اداره کولو لپاره د خپلو اقداماتو د مسودې اعلان هم وکړ.
د چین د سایبر سپیس ادارې وویل چې تر وړاندیز شوو مقرراتو لاندې به شرکتونه د ټیکنالوژۍ د روزنې لپاره د کارول شوي ډیټا د مشروعیت او سموالي مسؤل وي.
خلک به د مۍ تر 10 پورې وخت لري چې دغو وړاندیزونو ته نظر ورکړي.
تیره میاشت، د ټیکنالوژۍ صنعت کې یو شمېر مخکښانو بشر ته د پېښو ګواښونو د وېرو په اوج کې د مصنوعي ځيرکتیا د ځواکمنو سیستمونو د روزنې د ځنډولو غوښتنه هم وکړه.
د ټویټر اجرایوي رییس ایلن ماسک او د ایپل شریک-بنسټګر سټیف ووزنیاک هم په هغو کسانو کې دي چې د احتمالي خطرونو د خبرداري دا پرانیستی لیک يې لاسلیک کړی چې وايي، د مصنوعي ځیرکتیا د سیستمونو جوړولو روانه سیالۍ نه قابو کېدونکې ده.
په ورته وخت کې، د پانګونې بانک ګولډمن ساکس اټکل کړی چې مصنوعي ځيرکتیا کولی شي د 300 ملیونو برابر د بشپړ وخت انساني دندې اشغال کړي.
د دې میاشتې په پیل کې، ایټالیا لومړی لویدیز هیواد شو چې پر ChatGPT يې بندیز ولګاوه. د دغه هیواد د معلوماتو د ساتنې ادارې د دغه ګام لامل د محرمیت په اړه اندېښنې وښودې.











