تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په ایران کې د اسماعیل هنیه جنازه وشوه
د ایران پلازمېنه تهران کې د حماس غورځنګ سیاسي څانګې مشر اسماعیل هنیه د جنازې لمونځ ادا کړل شو، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي یې امامت کاوه. په جنازه کې د زرګونو کسانو تر څنګ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هم ګډون کړی و.
اسماعیل هنیه به د اګست پر دوېمه په قطر کې خاورو ته وسپارل شي.
د یادونې ده، چې اسماعیل هنیه پرون د ایران پلازمېنه تهران کې په یوه برید کې ووژل شو. حماس وايي، اسماعیل هنیه د ایراني ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و، چې په تهران کې په خپل مېشت ځای کې ووژل شو.
د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې د ایراني چارواکو له قوله ویل شوي، د ایران مذهبي مشر امر کړی، چې پر اسرائیل مخامخ برید وکړي، چې د ایراني چارواکو په وینا پر ایراني خاوره د برید مسوولیت لري. خو اسرائیل د دې وژنې په تړاو مستقیماً څه نه دي ویلي.
ایران په تهران کې د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته اسرائیل ته "د سختو مجازاتو" ګواښ کړی دی.
د ایران مذهبي مشر آیتالله خامنهای یوه پیغام کې ویلي، اسرائیل د ښاغلي هنیه په وژلو سره "ځان لپاره د سختو مجازاتو زمینه برابره کړه."
هغه زیات کړې چې د حماس د مشر غچ چې د ایران په حریم کې وژل شوی، "خپله دنده" ګڼي.
هممهاله سپاه پاسداران هم په یوه بیان کې اسرائیل پر اسماعیل هنیه د برید مسوول بللی او زیاته کړې یې ده چې "سخت دردوونکی ځواب" به ترلاسه کړي.
ملګرو ملتونو کې د ایران د استازولۍ دفتر هم ګواښ کړی چې "د ترهې ځواب ځانګړي عملیات دي، داسې سخت عملیات چې د دغه جنایت د عاملانو د ژورې پښېمانۍ لامل به شي."
ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني د دغه سازمان سرمنشي او د امنیت شورا رئیس ته په یوه لیک کې لیکلي چې ایران به د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې په مشروع دفاع کې د پریکنده او سملاسي ځواب ویلو لپاره د خپل ذاتي حق په استفاده کې هېڅ ټکنی نه شي.
لبنان کې د ایران سفیر مجتبی اماني هم ویلي چې هېواد یې هېڅ وخت د جګړې د لمن پراختیا ته لیوال نه دی خو "همدا شېبه چې دا خبري کنفرانس ترسره کېږي، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان اعلان وکړ چې د ایران ځواب کې شک نشته. نو اسرائیل به د دغو ترهګریزو عملیاتو مناسب ځواب ترلاسه کړي."
د یادونې ده چې اسرائیل تر اوسه نیغ په نېغه تهران کې د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.
خو لومړی وزیر یې ویلي، چې هېواد یې په وروستیو ورځو کې خپلو دښمنانو ته "ځپونکي ګوزارونه" ورکړي دي.
بنیامین نتنیاهو سېشنبه بیروت کې د حزبالله د یوه مخکښ قوماندان 'فواد شکر' وژلو ته اشاره وکړه.
هغه منځني ختیځ کې د یوې پراخې جګړې د رامنځته کېدو په هکله د اندېښنو زیاتېدو ته کتو سره د اسرائیل خلکو ته خبرداری ورکړ چې "سختې ورځې را روانې دي."
نوموړي په یوه تلویزیوني وینا کې وویل "بېروت کې له برید راهیسې له هرې خوا ګواښونو کې راګیر یو. موږ هرې سناریو ته چمتو یو او د هر ګواښ پر وړاندې خپل پیوستون او هوډ ساتو."
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش په سیمه کې د دښمنیو د خطرناک زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم چارشنبه د دې موضوع په اړه ناسته ترسره کړه.
د امریکا متحدو ایالتونو، بریتانیا او فرانسې په دې ناسته کې له اسرائیل سره د ملاتړ د اعلان ترڅنګ ایران وغانده او د شخړو او نښتو له ډېرېدو یې د ډډې کولو او همدا راز له دېپلوماتیکو لارو د کړکېچ د حل غوښتنه وکړه.
خو د اسرائیل سفیر بیا د جګړې پای ته رسولو او یا د دیپلوماتیکو هڅو هرکلي ته د خپل هېواد د لېوالتیا په اړه څه ونه ویل.
الجزایر، ایران، لبنان، سوریې، عراق او د فلسطین کورواکې ادارې په بیروت او تهران کې بریدونه او په دې توګه د ایران او لبنان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه وغندله. دوی غزه کې په سملاسي توګه د جګړې د درېدو او له اسرائیل سره د نړیوالې مواجهې غوښته وکړه.
ډیری افریقايي او د جاپان او سویس په څېر هېوادونو به د صبر او زغم او همدا راز غزه کې د بشري کړکېچ پای ته رسولو لپاره د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې د حماس پوځي څانګې ویلي، چې د اسماعیل هنیه وژنه "جګړه نویو ابعادو ته ننباسي" او دا چې پایلې به یې سترې وي.
اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي بيبيسي ته ویلي، نوموړی هماغې ودانۍ کې وژل شوی چې ایران ته د خپل تېر سفر پر مهال هم په کې اوسېدلی و.
ده زیاته کړې چې له نوموړي سره د حماس درې نور مشران او یو ساتونکی هم په همدې ودانۍ کې وو.
د حماس بل مشر خلیل الحیه یوه خبري کنفرانس کې د عیني شاهدانو په حواله وویل چې ښاغلی هنیه نېغ په نېغه پر یوه توغندي لګېدلی دی.