تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تائید کړه، چې درې زامن یې په هوايي برید کې وژل شوي دي
د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه تائید کړې، چې په غزه کې یې درې زامن او څلور لمسي په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د حماس اړوند رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، هغه موټر چې د اسماعیل هنیه اولادونه پکې ناست وو، غزه ښار ته نژدې الشاطي پنډغالي په خوا کې په نښه شوی دی.
بل لور اسماعیل هنیه وايي، دا پېښه به د اوربند په هکله خبرو کې د دوی دریځ بدل نه کړي. اسرائیلي پوځ بیا په دې تړاو ویلي، په نښه شوي کسان د حماس پوځي څانګې غړي وو.
په رپوټونو کې ویل شوي په نښه شوي کسان له کورنۍ سره د کوچني اختر لمانځلو ته روان وو، چې بمباري پرې شوې ده. اسماعیل هنیه الجزیزه ټلویزیوني شبکې ته ویلي، زامن یې حازم، امیر او محمد د غزې په جګړې کې همالته پاتې وو.
وروسته د حماس په یوه اعلامیه کې وویل شول، چې د اسماعیل هنیه څلور لمسي او لمسۍ مونا، امل، خالد او رازان هم په دې ''بزدلانه او خائنانه'' برید کې وژل شوي دي.
اسماعیل هنیه وايي، د قطر پلازمېنه دوحا کې یې د خپلو اولادونو وژل کېدو خبر په داسې حال کې واورید، چې هلته یې د درملنې لپاره د وړل شویو ټپي فلسطینیانو لیدو ته ورغلی و. د یادونې ده، چې اسماعیل هنیه همالته د قطر په دوحه کې ژوند کوي.
نوموړي له الجزیره سره خبرو کې په دې هکله وویل: ''دوښمن به هسې خوب ویني، که فکر کوي چې د (اوربند لپاره) د خبرو اوج پر مهال به زما د اولادونو له وژلو سره حماس د دریځ بدلولو ته اړباسي.''
پر خواله رسنۍ ټیلیګرام د حماس له لوري د اسماعیل هنیه لخوا د الله تعالی شکر ادا شوی، چې په خبره یې د ''اولادونو د شهادت له کبله یې عزت راپه برخه کړی.''
اسرائیلي پوځ بیا په دې هکله ویلي، په مرکزي غزه کې یې د حماس پوځي څانګې درې غړي له منځه وړي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې، چې دا کسان د اسماعیل هنیه زامن وو.
خو د اسرائیلي پوځ په اعلامیه کې د اسماعیل هنیه د لمسیو او لمسیانو یادونه نه ده شوې.
بل لور په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي، د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي اسماعیل هنیه ته د خواخوږۍ په پار زنګ وهلی.
د طالبانو حکومت مرکز ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ایکس (مخکیني ټویټر) پیغام کې ویلي، ښاغلي متقي په دې ټیلیفوني اړیکه کې اسماعیل هنیه ''ته ددې غميزې په اړه د تسليت مراتب وړاندې کړل.''
د هنیه په هکله داسې فکر کېږي، چې د حماس عمومي مشر په توګه فعال دی او نوموړ ته له ۱۹۸۰ راهیسې د یو مشهور شخصیت په نظر کتل کېږي. اسماعیل هنیه په ۲۰۱۷ کې د حماس سیاسي مشر په توګه وټاکل شو او د امریکا بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۱۸ کال کې نوموړی رسماً یو ترهګر وباله.
هممهاله د نړیوالې ټولنې له لوري د اوربند لپاره د فشار له ډېرېدو سره د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د امریکا څارګرې ادارې مشر ویلیم برنز د خبرو تازه پړاو کې د ګډون لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته استولی دی.
د تازه وړاندیز په هکله چې حماس وايي، غور پرې کوي ویل کېږي چې په غزه کې د ۴۰ یرغمل شویو اسرائیلیانو خوشي کېدو په بدل کې له اسرائیلي زندانونو د ۹۰۰ زنداني فلسطینیانو د خوشي کولو خبره پکې شوې ده.