د فرانسې روان ښار کې پولیس یو کس وژلی چې هڅه یې کوله د یهودانو عبادتځي ته اور واچوي

د عکس سرچینه، BENHAMOU HILLEL/ROUEN
د فرانسې شمال لوېدیځ روان ښار کې پولیسو یو وسله وال کس چې غوښتل یې د یهودانو یوه عبادتځي (کنیسنې) ته اور واچوي، وژلی دی.
رپوټونو کې ویل شوي چې دغه کس په چاړه او اوسپنیزه میله سمبال وو، او پولیسو ځکه پرې ډزې کړې چې د هغوی پر لور ور روان و.
پولیسو ته د جمعې سهار پر ځايي وخت پاو کم ۷ بجې تر هغې وروسته خبر ورکړ شوی، چې له کنیسې لوګي ختل.
دوی چې کله د پېښې ځای ته رسېدلي، نو یوه افسر مشکوک بریدګر لیدلی او ډزې یې پرې کړې دي.
اور وژونکي هم د پېښې ځای ته ورغلي او کنیسه کې لګېدلی اور یې کنټرول کړی دی.
خو ویل کېږي اور لګېدنې د یهودانو دغه عبادتځای کې دننه پام وړ زیان اړولی دی.
د روان ښاروال نیکولاس مایر-روزېنګول وايي، پر کنیسې برید یوازې یهودي ټولنه نه ده اغېزمنه کړې، بلکې ټول ښار ته یې ضربه او ټګان ورکړی دی.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې له وسله وال کس پرته بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
څارنوالانو ویلي چې د یهودانو پر عبادتځي د برید او د کنیسې له ودانۍ بهر د سړي د وژل کېدو دواړو پېښو په اړه څېرنې پیل شوې دي.
د فرانسې کورنیو چارو وزیر 'ګېرالډ دارمانین' پولیس د چټک غبرګون او زړورتیا ښودلو له کبله ستایلي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېر اکتوبر حماس لخوا پر اسرائیل له بې مخینې برید او پایله کې یې د غزې جګړې له پیلېدو را وروسته فرانسه او لوېدیزه اروپا کې د یهودانو ضد احساسات را پارېدلي دي.
روانه اوونۍ پاریس چې یو یادڅلی چې د دویمې نړیوالې جګړې او د نازیانو د اشغال پر مهال کې د ۳۹۰۰ یهودي سړیو او ښځو د ژوغورنې په ویاړ رغول شوی دی، سره رنګونه پاشل شوي وو.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر دغه کار خواشینې ښودلې وه.
فرانسه له اسرائیل او امریکا وروسته نړۍ کې د یهودانو درېیمه ستره ټولنه لري.
د فرانسې روان ښار کې پخوا هم پر عبادتځایونو بریدونه شوي دي.
اته کاله مخکې د دغه ښار یوه کلیسا کې یو کشیش د چړې په وسیله برید کې وژل شوی و.
همدا څو ورځې مخکې هم د دغه ښار سویل کې کې ناپېژانده وسله والو په داسې حال کې پر پولیسو ډزې وکړې او دوه سرتېري یې ووژل چې د محمد امرا په نوم یو محکوم زنداني یې لېږداوه.
هغه تر اوسه بېرته نه دی موندل شوی.











