تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پیرو کې ۳۵۰۰ کاله لرغونی ښار
لرغونپوهانو د پیرو په شمالي ولایت بارانکا کې یو لرغونی ښار کشف کړی دی.
کارپوهان وايي، چې د پینیکو په نوم دغه ۳۵۰۰ کلن ښار یو مهم سوداګریز مرکز و، چې د ارام سمندر ساحلي ټولنې یې د اند د غرو اوسېدونکو او امازون سیمو سره نښلولې.
دغه ښار له پلازمېنې لیما شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره شمال لوري ته موقعیت لري. دغه ځای د سمندر له سطحې شاوخوا ۶۰۰ متره لوړ دی او داسې انګېرل کېږي، چې له میلاد وړاندې د ۱۸۰۰ او ۱۵۰۰ کلونو ترمنځ جوړ شوی. دا هغه مهال و، چې لومړنيو تمدنونو په منځني ختیځ او اسیا کې وده وکړه.
څېړونکي وايي، دا ښار په ډاګه کوي، چې د امریکا د ترټولو زوړ تمدن کارال برخلیک څه ډول و.
د څېړونکو لخوا خپاره شوي انځورونو کې ښکاري چې د ښار په مرکز، د غونډۍ په څنډه کې یو ګرد جوړښت شته دی، چې د ډبرو او د خټو ودانیو پاتې شوني ترې چاپېره دي.
په دې ځای کې د اتو کلونو څېړنو په لړ کې د عبادت ځای او د اوسېدو ځایونو په ګډون ۱۸ جوړښتونه کشف شوي او د خاورو له لاندې یې را بهر کړي دي.
څېړونکو په ودانیو کې مذهبي توکي، د انسانانو او څارویو خټينې مجسمې، او د مریو او صدف غاړکۍ موندلې دي.
پینیکو د کارال سره نږدې موقعیت لري، چې په امریکا کې ترټولو زوړ پېژندل شوی تمدن دی.
کارال په سوپ دره کې ۵۰۰۰ کاله وړاندې یعنی شاوخوا ۳۰۰۰ له میلاد(زېږدیز) دمخه رامنځ ته شوی و.
کارال ۳۲ تاریخي ځایونه لري، چې په دې کې د لویو هرمونو جوړښتونه، پرمختللي کرنیز او ښاري میشت ځایونه شامل دي.
ویل کېږي، چې دې تمدن په هند، مصر، سومر او چین کې د نورو ورته لومړنیو تمدنونو پرتله یو څه په یوازې او جلا توګه وده کړې ده.
لرغونپوهه ډاکټره روت شیډي، چې په پینیکو کې د وروستیو څېړنو او په ۱۹۹۰ لسیزه کې د کارال د کیندنو مشري کړې. وايي، دغه ښار د دې لپاره مهم دی چې پوه شو د کارال پر تمدن څه وشول، وروسته له هغه چې د اقلیمي بدلون له امله ویجاړ شو.
ډاکټر شیډي رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې د پینیکو ټولنه " د ساحلي، غرونېزو او ځنګلي ټولنو سره د سوداګرۍ او تبادلې لپاره یو ستراتیژیک موقعیت و. "
امریکا کې پیرو د اند غرونو په لړ کې په ماچو پیچو کې د اینکیانو کلا(ماڼۍ) او د ساحل په اوږدو کې د حک په دښته کې له رازونو ډکې د نازکا کرښو په ګډون د ډېرو مهمو لرغونو موندنو کور دی.